تازه خبرونه

هند غواړي د افغان طالبانو حکومت د پاکستان پر ضد وکاروي

هند ته د افغان طالبانو د عبوري حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سفر او بیا له افغان ځواکونو لوري په پاکستان برید ښایی هند غواړي پاکستان کې بې ثباتي راولي

1 min read

افغان عبوري وزیر خارجه هند ته سفر او بیا د افغان ځواکونو په پاکستان برید ښایی دا د هند لوري یو عملي شوې پلان او سازش دې

افغان حکومت او افغان اولس لپاره به دا یو لوی زیان وی چې خپل یو داسې اتحادي ته ځان ورنزدې کوي چې هغه کله هم په پاکستان کې ثبات او پرمختګ نه شي زغملې

October 12, 2025

د  افغانستان طالبانو د عبوري حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هند ته سفر او په داسې  وخت کې د افغان طالبانو حکومت لوري په پاکستان برید د افغانستان او هند ګډ سازش راڅرګندوی چې دوی غواړي په پاکستان کې بې ثباتي راولي خو د پاکستان په سرحدونو ولاړ ځواکونو او سرتیري په ډیره میړانه او نظم  سره د پاکستان د دفاع ذمه واري ترسره کوي.

متقي هند ته سفر او د امن خبرې

  د افغانستان طالبانو عبوری بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په هند کې د سولې او ثبات خبرې کوي خو بل اړخ ته د افغان طالبان د پاکستان په سرحدي ځواکونو بریدونه کوي ، دلته داسې پوښتنې راولاړیږي چې متقي په هند کې د سفارتکارۍ په جامو کې ځان راښکاره کوي او د جنګ نغارې وهي.

هند کې د متقي وینا په مهال دا هم د لوی حیرانتیا خبره ده چې متقي خو د ورورولۍ خبرې کوي، هند سره اړیکې نور هم پیاوړې کوي، د دیوبند لوی دیني مدرسي ته ورځي خو بل لوري ته په افغان خاوره کې ی د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان له ځای ورکړې دې او ددې ترهګرۍ ډلې جنګیالي او ترهګر په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي.  

د افغان طالبانو عبوري حکومت او ددوی هند سره د جنګ لپاره ددې ډیپلوماتیک اړیکو په ځواب کې د پاکستان دریځ دادې چې د افغان حکومت اونوي ډیلي دیپلوماتیک اړیکې او فعالیتونه په پوله د وسني عملیاتو او جنګ سره نښتې دي او په اسلام آباد کې واکمنان ی د دښمنو کړیو د پټ ملاتړ هڅه ګنړي چې غواړي په پاکستان کې ناامني او بې ثباتي راولي،پاکستان په داسې وخت کې دریځ لري چې ښایی د افغان ځواکونو هم مهاله بریدونو له ګڼو ولایتونو څخه د همغږۍ څرګندونه کوي چې دا راڅرګندوي چې دا د هغهو سیمه یزو لوبغاړو د اغیز او پلانونو پایله ده چې دوی د پاکستان د بې ثباتۍ او ویجاړلو په لټه کې دي.  

د کابل مشرتابه په بهر کې د خبرو او مذاکراتو نعرې وخي خو په کور دننه تاوتریخوالي ته اجازه ورکوي، د افغان طالبانو دا تضاد ددوی د باور وړتیا کموي او د هند له لوري د افغان طالبانو رژیم سره هم مهاله دیپلوماتیک تماسونه، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د کمزورې کولو او د پاکستان او افغانستان ترمنځ دښمني پیاوړي کوي.

پاکستان غبرګون او دریځ

د پاکستان غبرګون او پلان هدفمند دې، پراستخباراتو ولاړ او نوازې د ګواښونو له منځه وړلو ته متوجه دې ، نه چې دا د جګړې د پراخیدو لور ته پام کوي بلکه ددې جګړې او شخړې د کمولو لپاره کار کوي، د افغان حکومت د ترهګریز عناصرو سره همکاري د باور فضا رنوره هم راکموي او په سیمه کې د امن او ثبات لپاره هڅې زیانمنوي او دا سیمه نوره هم د بې ثباتۍ او ناامنۍ سره مخ کوي.

د پاکستان سره د ښو او مثبتو اړیکو پر ځای که کابل د خپلو خلکو د هوساینې پر خای د ناسمو اتحادیانو ته لومړيتوب ورکړي نو دې سره به افغان حکومت له هغه خلکو سره د ملاتړ څخه بې برخې کړي چې د زده کړې، درملنې او دوه اړخیزه تجارت لپاره پر پاکستان تکیه کوي.  

د هند  سازشي تګلاره

په سرحدي سیمو د دنښتو پر مهال د خپلو زیانونو د پټولو لپاره د طالبانو پلوي ډیجیټل پاڼې د جنګونو پخوانۍ ویډیوګانې بیا خپروي ، دا یوه ناسمه او سازشی تګلاره ده چې له هند حکومت څخه پلان کیږي او د افغان طالبانو فعالان ی خپروي، د پروپاګنډه آن لاین خو خپریدلې شی خو پر ځمکه ی کوم حقیقت نشته، برید افغان ځواکونو پیل کړې نو پاکستان ورته ځواب اوویل او په حقیت کې زیان ملکی خلکو ته واووښت چې ذمه واری افغان طالبانو حکومت دې.


 د هند په افغان حکومت د نفوذ هڅه

هند حکومت دا نه غواړي افغان طالبانو سره سفارتي اړیکې پیاوړي کړي ، دوی غواړي افغان طالبانو باندې خپل فشار راولي او افغان طالبانو حکومت باندې خپل نفوذ ترلاسه کړي ، دا نفوذ دوی د دیوبند دیني مدرسې له لارې عملي کوي او د هڅه د  مذهبي اړیکو تر پوښ لاندې روانه ده، د اجیت دوهال هغه ویډیو چې هغه وایی موږ به افغان حکومت له دیوبند له لارې کنټرول کړو، ددې هڅو یو ژوندې بیلګه ده.

د افغان طالبانو لوري  او د هند ډیجیټل فعالانو لوري داسې ویډیوګانې خپرول ښایی چې دوی پاکستان بدنام کړي او دا یو همغږي کمپاین ښکاري چې د هند او افغان حکومت سوشل میډیا فعالان ی ی مخ په وړاندې وړي، د افغانستان استخباراتي ادارې له لوري او د هند سوشل میډیا پاڼو باندې د پاکستان ضد کمپاین ښایی د پاکستان او سعودي عربستان د دفاع لوی تړو مسخره کړي او دا ښایی چې دا د هند لوري په منظم ډول افغان حکومت سره په ګډه خپرولې شي چې ښایی هند  پاکستان ضد بیانیه او کمپاین له افغان خاوري پیاوړي کوې او دې لپاره افغان کاروي او د افغانستان طالبانو حکومت کاروي.

نورخبرونه

پاکستان ، افغانستان او چين تعلقاتو کښې پرمختګ د هندوستان واکمن پريشانه کړيدی

خېبرپښتونخوا او بلوچستان بدامنۍ لپاره د افغانستان خاوره استعماليږي

د متقي هند ته سفر :د عقیدې او سیاست یو نوې پیل

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *