تازه خبرونه

خېبرپښتونخوا او بلوچستان بدامنۍ لپاره د افغانستان خاوره استعماليږي او هند ئې مرسته کوي،دا معامله نړي وال ملکونو سره پورته کوؤ،خارجه دفترترجمان

د افغان بهرنيو چارو وزير متقي د پاکستان دوره نه ده ځنډيدلې ،د دې مهمې دورې نيټه ټاکلو لپاره مشاورت جاري دے، شفقت علي خان

1 min read

خېبرپښتونخوا او بلوچستان بدامنۍ لپاره د افغانستان خاوره استعماليږي او هند ئې مرسته کوي،دا معامله نړي وال ملکونو سره پورته کوؤ،خارجه دفترترجمان

بدامنۍ پيښو لپاره د افغانستان خاوره استعماليږي،خارجه دفتر

August 9, 2025

د خارجه دفتر ترجمان شفقت علي خان پريس بريفنګ ته وينا په وخت د افغان حکومت سره د پاکستان د اړيکو په حواله د افغانستان د توانائۍ محکمې د وزير عبدالطيف منصور الزامونه مسترد کړيدي او وئيلي ئي دي چې دغه تورونو کښې هيڅ حقيقت نشته ۔ د هغه وينا وه چې پرامن افغانستان د پاکستان مفاد لپاره هم ضروري دے د دواړو ملکونو ترمينځ تعلقات د ښه والي په طرف روان شويدي په سفارتي کچ دې اړيکو ته هم وده ورکړي شوېده او د ناظم الامورو په ځائې د سفيرانو ټاکنه شويده ۔ د خارجه دفتر ترجمان وينا ترمخه په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کښې د ترهه ګرۍ د حملو او د دې د منصوبو لپاره د افغانستان خاوره استعماليږي،دا معامله مو مخکښې هم افغان دولت سره پورته کړي وه او بيا به ئې هم ورسره پورته کوؤ، ترهه ګړ ډلې په افغانستان کښې مرکزونه لري او هند حکومت ئې مرسته کوي په دې حواله پاکستان ثبوتونه هم لري کوم چې خپل ملګري اتحادي ملکونو سره د شريک کولو فيصله شويده ۔ د افغان بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د پاکستان دوره ځنډيدو په حواله د يوې پوښتنې په جواب کښې د خارجه دفتر ترجمان ووئيل چې دا دوره نه ده ځنډيدلي، پاکستان د اميرخان متقي دورې ته سترګې په لار دے،د دې مهمې دورې نيټه في الحال نه ده مقرر کړي شوے په دې حواله د دواړو ملکونو ترمينځ صلاح مشورې جاري دي ۔

هند ۔ اسرائيل دفاعي تعلق په پاکستان اثر نه بريباسي

د خارجه دفتر ترجمان د معرکه حق آپريشن دوران هند سره د اسرائيل دفاعي ملاټر په حواله د يو سوال په جواب کښې ووئيل چې د اسرائيلي حکومت ټولې پاليسۍ او اقدامات په دې منطقه او نړۍ کښې شر خورول دي،شفقت علي خان زياته کړه
د پاکستان خلاف جارحيت کښې هند سره د اسرائيل مکمل ملاټر ترلاسه وو خو د دې باوجود هم پاکستان ورله داسې غاښ ماتې جواب ورکړې وو کوم چې ټولې نړۍ ته په ډاګه شوېدے۔ پريس بريفنګ دوران د خارجه دفتر ترجمان نه اسرائيلي حکومت تسليمولو په حواله هم سوال شوي وو د دې په جواب کښې شفقت علي خان وئيلي دي چې په دې حواله د قائداعظم محمد علي جناح په پاليسۍ عمل درآمد جاري دے، پاکستان به چرې هم اسرائيل تسليم نه کړي ۔

Related Articles

له روس څخه د تیل وړونکي کارګو اورګاړې د افغانستان هرات ولایت ته رارسیدلې دې

December 10, 2025

افغان طالبان وایی چې له کابل څخه خپلو ولایتونو ته لیږل شوو کورنیو ته ۱۰۳۶۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوه

December 10, 2025

په مزار شریف کی یو ټولنیز مشر وژل کېدل په شمالي ولایتونو کې د هدفي بریدونو زیاتوالی ښيي

December 9, 2025

د افغانستان په پنجشیر کې پرله‌پسې چاودنې د افغانستان عبدالله خېل درې په منجستو سیمه کې د طالبانو پر مرکز کې شوې ؛ سیمه محاصره او پلټنې پراخې شوې دي

December 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *