تازه خبرونه

 افغانستان لوري په پاکستاني پوستو برید شوې

د افغان لوري برید پاکستاني ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده: سرچینې
سرچینې وایی چې د افغانستان سرحدي ځواک بدري ۳۱۳ دا برید ترسره کړې دې

سرچینې وایی چې افغانستان ځواکونو په پاړه چینار تري منګل ، انګور اډا، باجوړ، کرم، دیر، چترال او بارام چاه سيمو کې د پاکستاني سرحدي پوستې په نښه کړې دي

امنیتي سرچینو تاید کړې ده چې پاک افغان بارډر سره په سرحدي سیمو کې له افغان لوري په پاکستاني پوستو سخت بریدونه شوي دي، سرچینې وایی چې له افغان لوري درنې وسلې کارول شوي دي او پاکستان لوري ی درنه مرګ ژوبله اړولې ده

د امنيتي سرچينو په وينا، د افغان ځواکونو لخوا د پاک افغان سرحد په اوږدو کې  په پاکستاني پوستو بې‌اشتعاله ډزې پیل کړې  په ځانګړې توګه په انګور اډا، باجوړ، کرم، دیر، چترال او بارام چاه سيمو کې افغان لوري سختې ډزې وشوې
سرچينې وويل چې د افغان ځواکونو د دې ډزو موخه دا هم وه چې خوارج ډول ډلې له پوله هاخوا واوړي او په سرحدي سیمو کې ی ځای په ځای کړي
سرچينې زياته کړې چې د پاکستان پوځ چمتو سرتریو دې برید ته  سخت او پیاوړی ځواب ورکړ. د پوځ له خوا په سمدستي او قوي ډول غبرګون ښودل شو او څو افغان پوستې ی  په مؤثره توګه په نښه کړي. . ‏سرچینې وایی چې  افغان ځواکونو د پکتيا ولايت اړوند فرضي کرښې په اوږدو کې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ‌ژوبله واړوله، سرچینې وایی چې  له فرضي کرښې هغه غاړې  د پاړه‌ چینار روغتونونو ته د پاکستاني پوځيانو مړي او ټپيان وړل شوي ، د پاړه چینار ځایي روغتون ته تر دې دمه د پاکستاني پوځيانو شپږ مړي‌ او دوه ټپيان انتقال شوي او ويل کېږي  افغان ځواکونو پاکستاني لوري ته ياده مرګ‌ژوبله د ګېوي  په نوم پوستې په نيولو سره اړولې ده

سرچینې وایی چې د پاکستان امنیتي ځواک په ځوابي ډزو کې افغان ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله اووښتې خو په دې اړه افغان چارواکو کوم راپور نه دې خپور کړې.

نورخبرونه

د ناقانونه ټي ټي پي جنګیالو مړي افغان چارواکو ته وسپارل شول

په وادي تیراه کې د ترهګرو برید، اته د پوځ سرتیري شهیدان شوي

Related Articles

پاکستان د زیاتېدونکو کړکېچونو او سرحدي ترهګریزو ګواښونو په منځ کې په افغانستان کې د وسله والو د بنسټونو پر وړاندې ټاکلي حملې پیل کړې

March 13, 2026

پاکستان او چین د ترهګرۍ او افراطي ګواښونو د مخنیوي لپاره پر پیاوړو تدابیرو موافقه وکړه، چې په سیمه کې د امنیتي همکارۍ وده کوي

March 13, 2026

د سیمې منځګړي هېوادونه لکه پاکستان، عمان، مصر او ترکيه له ایران سره پټه/غېر رسمي خبرې کړي دي او د ایران څخه غوښتنه کوي چې له امریکا سره د تاوتریخوالي د کمولو او ممکنه هوکړې لپاره خبرو اترو ته زمینه برابره کړي

March 13, 2026

ایران د مجتبی خامنه‌ای د هېواد د نوې سترې مشرتابه له لوري خپل لومړی صوتي پیغام خپور کړی، چې پکې یې سخت خبردارۍ کړې دي. په دې پیغام کې ویل شوي

March 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *