تازه خبرونه

دافغانستان اړوند  استخباراتي ادارې  سوشل میډیا پاڼو باندې د پاکستان په ضد پروپیګنډه پیل شوې

د پاکستان په ضد دا منظمه پروپیګنډه په داسې وخت کې پیل شوې چې د افغانستان امیرخان متقي د هند په سفر تللې

1 min read

د پاکستان په ضد د افغان خاورې کارول یو ډیر زوړ تاریخ لري

پاکستان په دې وروستیو کې هم چین، روس ، ایران سره د افغان خاوره د ترهګرو د پټنځای په توګه کارولو په اړه خبرې کړې وې او دا ی ور ښکاره کړې وه چې افغان خارو د پاکستان په ضد کارول کیږي

October 10, 2025

 د افغانستان اړوند چارواکو او ادارو د  پاکستان پر ضد په ټولنیزو رسنیو پروپیګنډه کمپاین یو ځل بیا پیل کړې دې.د افغانستان اړوند استخباراتي اداره ، جي ډي اې او افغان شنونکو په سوشل میډیا پاڼو داسې خبرونه خپروي چې ددوی موخه د پاکستان په نړیواله کچه بدنامول وي.

 دا کمپاین په داسې وخت کې پیل شوې چې افغان بهرنیو چارو وزیر مولانا امیرخان متقي د هند په سفر تللې دې، په داسې وخت کې د افغان اړوند استخباراتی اداره او د هند سازش جوړونکي غواړي د پاکستان ضد کمپاین وچلوي او پاکستان د درواغو او بې بنیاده خبرونو په وسیله بدنام کړي.

  د راپورونو له مخې، د پاکستان ضد دغه کمپاین د هغو هیوادونو او کړیو له لوري ملاتړ کېږي چې تل یې د سیمې ثبات د خپلو سیاسي مقاصدو لپاره قرباني کړی.

د عادل راجه او احسان‌الله احسان څرګندونې

تېره شپه د پاکستان ضد فعالیتونو لپاره مشهور  عادل راجه  ادعا وکړه چې داعش خراسان په بلوچستان کې خپلې چارې پرمخ وړي او  شفیق مینګل  یې مرکزي کردار لري. هغه هڅه وکړه چې د بلوچستان د افیون کښت هم له همدې بیانیې سره وتړي.

وروسته د تحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند  احسان‌الله احسان  د عادل راجه خبرې تایید کړې او ویې ویل چې داعش خراسان په افغانستان نه، بلکې په پاکستان کې فعاله ده، خو د دې مسؤلیت په ناحقه پر افغان حکومت اچول کېږي. شنونکي وایي دا څرګندونې په حقیقت کې د افغان حکومت له لوري د یوې  منظمې پروپیګنډې برخه ده. .

 د هند رسنۍ هم د پاکستان ضد بیانونه خپروي

په داسې وخت چې افغان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند په سفر دې  د هندوستان رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي چې ګواکې داعش خراسان په پاکستان کې فعاله ده. دا ډول ګډې هڅې او تبلیغات په داسې وخت کې زور اخیستی دې  چې د افغان وزیر خارجه د هند په سفر تللې دې او هند رسنۍ هم له یو سازش لاندې د پاکستان په ضد د درواغو پروپیګنډې یوه برخه ده. .

د پاکستان دریځ

د پاکستان د امنیتي ادارو او شنونکو په وینا، دا ټول تورونه   بې‌اساسه او دروغ دي ، دوی وایي، په پاکستان کې  لشکر طیبه  یوه  تړل شوې او غیرقانوني ګرځول شوې او غیر فعاله  ډله ده.پاکستان وخت به وخت دې ترهګرو ډلو په ضد داسې ګامونه اخستي چې د نړیوالو اړوند ادارو فیټف له لوري هم ستایل شوي او منل شوي دي  

 افغانستان د ترهګرو پټنځای

سیاسي او دفاعي شنونکو ترمخه په داسې وخت کې افغان چارواکي له حقیقته سترګې پټوي ځکه افغانستان وس هم د ترهګرو دلو لکه ناقانونه ګرځول شوې ډله ټي تي پي، داعش او القاعده لپاره یو پټنځای دې او دې ډلو مشرانو په افغانستان کې پناه اخستې ده

دغه دریځ په دې وروستیو کې د چین، ایران، روس او پاکستان په ګډه ناسته کې هم تکرار شوې دې ، په دې ناسته کې افغان چارواکو ته په ښکاره  ټکو وویل شول چې خپل هېواد دې د ترهګرو له شتون څخه پاک کړي او ددې ترهګرو په ضد د اقدام وکړي

که وکتل شی  دا تازه پروپیګنډه ښیی چې افغان ملتپاله کړۍ د پاکستان په ضد د دین او قومیت کار د یوې وسلې په توګه کاروي او غواړی پاکستان د درواغو پروپیګڼدو له لارې بدنام کړي، پاکستان له پیله په دې دریځ ولاړ دی چې ترهګر د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي، نو افغان چارواکي باید د خپلو ناکامیو پټولو پر ځای  د دغو ترهګرو پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي چې سیمه له دې ترهګرو پاکه کړي

نورخبرونه

ایران په هندي رسنیو باندې نیوکې کړي

هندي چارواکو دعوی کړې چې متقي به په راتلونکي څو میاشتو کې د هند سفر وکړي

اپریشن سندور کې د هند ماتې خوړولو په اړه یو بل مهم خبر مخې ته راغلې

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *