تازه خبرونه

اپریشن سندور کې د هند ماتې خوړولو په اړه یو بل مهم خبر مخې ته راغلې ، د وژل شوو هندي پایلټانو له د فوځي اعزازونو اعلان

امنیتي سرچینو رسنیو ته دا هم کره معلومات ورکړي دي چې یوازې په لاین آف کنټرول ، یعني د کنټرول کرښې په اوږدو کې د هندي فوځ له ۲۵۰ زیات سرتېري وژل شوي دي
اپریشن سندور کې د هند ماتې خوړولو په اړه یو بل مهم خبر مخې ته راغلې ، د وژل شوو هندي پایلټانو له د فوځي اعزازونو اعلان

د امنیتي سرچینو د معلوماتو ترمخه د آپریشن سندور پر مهال هندي فوځ ته دروند زیان اوښتی وو خو د مودي حکومت او فوځ د ماتې له شرمه د دې زیانونو پټولو هڅه کول

د سیکوریټي سرچینو او په رسنیو کې د خپاره شوي راپورنو ترمخه اپریشن سندور پر مهال د هند فوځ ته ډیر زیات مالي او ځاني زیان رسیدلې وو خو هند له لوړ پوړه چارواکو له لوري به ددې زیانونو څخه انکار کیدل

سرچینې وایی چې په هند کې دننه داخلي فشار له امله هند مجبور شو چې د وژل شوو فوځیانو ته اعزازونه ورکړي

په رسنیو کې خپاره شوي راپورونه وایی چې هند ډیرې هڅې وکړې چې د فوځیانو د وژنې بیانونه پټ کړې خو له سخت داخلي فشار له امله ی وس پریکړه کړې ده چې دې وژل شوو فوځیان له فوځي اعزازونه وزکړي

د امنیتي سرچینو د معلوماتو ترمخه د آپریشن سندور پر مهال هندي فوځ ته دروند زیان اوښتی وو خو د مودي حکومت او فوځ د ماتې له شرمه د دې زیانونو پټولو هڅه کولې ، سرچینې زیاتوي چې کله چې د سرتېرو د اعزاز ورکولو خبره مخې ته راغله نو د هند فوځ د سرتیرو د مرګونو اعتراف هم وشو

د هند د ماتې خوړولو یو بل بیان باید دلته ذکر شي، امنیتي سرچیني وایی چې د وژل شوو هندي سرتېرو کورنیو باندې دا فشار اچول شوې دې چې د خپلو وژل شوو سرتیرو، چې پاکستان سره په جنګ کې وژل شوي دي، عکسونه په ټولنیزو رسنیو مه خپروي

امنیتي سرچینو رسنیو ته دا هم معلومات ورکړي دي چې یوازې په لاین آف کنټرول ، یعني د کنټرول کرښې په اوږدو کې د هندي فوځ له ۲۵۰ زیات سرتېري وژل شوي دي

په وژل شوو پایلټانو کې درې د رافیل الوتکو پایلټان هم شامل دي

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، هغه سرتېري چې ورله به اعزازونه ورکول کیږي ، په دوی کې د هندي فضایي ځواک ۴ څلور پایلټان شامل دي، چې درې یې د رافیل جنګي الوتکو پایلټان دي

د سرچینو ترمخه په وژل شوو هندي سرتیرو سره د ادهم پور هوایی اډې دفاعي سسټم ایس ۴۰۰ کې وژل شوي اپریټران هم شامل دي

هند ولې اوربند ته مجبور شو؟

د نړیوالو رسنیو له مخې، د پاکستان له لوري د پټهان‌کوټ، اُدهم‌پور او نورو مهمو بریدونو وروسته، هند دې ته مجبورهشو چې پاکستان سره د جنګ پای ته رسولو لپاره اوربند وکړي

امنیتي سرچینې او زیاتوي چې د اُدهم‌پور هوايي اډې او هوايي دفاعي سسټم په شمول، ۹ وژل شوو سرتېرو ته به هم فوځي اعزاز ورکړل شي او د راجوړي په ایویېشن بیس کې وژل شوي ۲، او د اوړي د اکمالاتي مرکز (سپلایي ډیپو) قوماندان په ګډون ۴ نور هندي سرتېري هم د اعزاز ورکولو په لسټ کې شامل دي

د امنیتي سرچینو په وینا، هند د خپلو وژل شوو فوځیانو په اړه د خبرونو پټولو هڅه کوله وس ی هم پټوي خو پوهان وایی او دا پوښنتې ی را اوچتې کړي دي چې د مودي حکومت له لومړې ورځ د پټهان‌کوټ او اُدهم‌پور په هوايي اډو کې د زیانونو څخه انکار کول او چې د فوځ د سرتېرو مرګونه ی هم نه منل نو د داخلي د فشار له امله وس ولې هغوی ته اعزاز ورکول کېږي؟

پوهان زیاتوي چې دا د هند حکومت د ماتې خوړلو ژوندې مثال او اعتراف دې چې اول ی ددې سرتیرو وژنې نه منلې او وس دې وژل شوو سرتیرو له اعزازونه ورکوي

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *