تازه خبرونه

 په خیبر پښتونخوا کې د وزیراعلی بدلون د پی ټي آیی کارکونکي اندیښمن مایوسه کړي

پرون د عمران خان په خوښه او مشوره داسې خبرونه راغلل او تاید شول چې وزیراعلی علي آمین ګنډاپورد څوکې څخه لرې کیږي

1 min read

خیبر پښتونخوا کې د وزیراعلی بدلون د پی ټي ایی د موروثی سیاست لویه نښه ده

شنونکي وایی دا د پاکستان تحریک انصاف موروثی سیاست دې چې د هغوی په خوښه د خیبرپښتونخوا د وزیراعلی ګنډاپور په ځای سهیل افریدي وزیراعلی جوړیږي

October 9, 2025

پېښور: د خیبرپښتونخوا په سیاسي ډګر کې یو ځل بیا بدلون رامنځته کېدونکی ښکاري. د باور وړ سرچینو له مخې، امکان شته چې د وزیراعلي علي امین ګنډاپور پر ځای به د تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان خور  علیمه خان  ته نږدې یو غړی د صوبې نوی وزیراعلي وټاکل شي.

د راپورونو له مخې سهیل آفریدي د وزیراعلي د څوکۍ لپاره تر ټولو ډېر احتمالي نوماند بلل کېږي. د پی ټي آی دننه سرچینې وایي چې د دې پرېکړې تر شا د عليمه خان خوښه شامله ده، کوم څه چې د ګوند ډېرو کارکوونکو کې نا امېدۍ او اندېښنې رامنځته کړې دې-کارکونکي نیوکې کوي چې پریکړې د کورنۍ او شخصي نږدیوالي پر بنسټ کیږي

د تحریک انصاف یو شمېر فعالو غړو له دې پرېکړې ناخوښي ښودلې ده. هغوی وایي عمران خان تل د موروثي سیاست پر ضد خبرې کړې، خو اوس د ګوند مهمې پرېکړې  د کورنۍ اړیکو او شخصي خوښې  پر بنسټ ترسره کېږي

 د پی ټي ایی یو فعال کارکوونکي اوویل چې عمران خان به ویل چې د کورنۍ او موروثي سیاست د ملک د تباهۍ سبب دی خو اوس د ګوند دننه هم همدا طرز روان دی او دلته پریکړه  د کارکردګۍ پر بنسټ نه کیږي  بلکې د نزدې اړیکو پر اساس څوکۍ وېشل کېږي او پریکړې کیږي

 سیاسي شنونکي: د موروثي سیاست رجحان پیاوړی شوی

سیاسي شنونکي باور لري چې دا ډول ګوندیزې پرېکړې به په تحریک انصاف کې  د موروثي سیاست تصور  لا پسې پیاوړی کړي. د هغوی په وینا، دا حالت ښيي چې د ګوند سترې پرېکړې لا هم د عمران خان له زندانه کېږي او د رسمي قیادت (په ځانګړي ډول د ګوند مشر بیرسټر ګوهر علي خان) له مشورې پرته عملي کېږي.

یو سیاسي کارپوهه وایی چې دا طرز پریکړه د ګوند دننه د اعتماد بحران زیاتوي او د پاکستان تحریک انصاف د اصلاح خوښي غړو لپاره یو لوی ازمایښت دې.  

  د سهیل افریدي په ضد تورونه

د ځینو راپورونو له مخې، د وزیراعلي احتمالي نوماند سهیل آفريدي د د نشه ی توکو په ناوړه کاروبار او د سایبر جرمونو  په تورونو کې یاد شوی دی. سرچینې وایي د   ملي سایبر کرایم ادارې** له خوا د هغه پر ضد پلټنې هم روانې دي ځکه نوموړي د اسمبلۍ دننه خپله وینا په سوشل میډیا خپره کړې وه. .

سهیل د عمران خان مالي ملاتړ کوي خو آمدن ی شکمن دې

داسې ادعا هم شوې چې سهیل آفريدي د عمران خان مالي ملاتړ کوي د پاکستان تحریک انصاف مشر بشپړه مالي مرستې کوي  خو د ده د عوایدو سرچینې تر ډېره  نامعلومه او د شک وړ  ګڼل کېږي.  په خیبرپښتونخوا کې د وزیراعلي د بدلون امکان نه یوازې د پی ټي آی د داخلي اختلافاتو څرګندونه کوي، بلکې د ګوند د تصمیم نیولو پر نظام هم پوښتنې راپورته کوي. د شنونکو په باور، که دغه طرز دوام ومومي، نو د تحریک انصاف د اصولي سیاست دعوه به تر سختې ازموینې لاندې راشي

نورخبرونه

د پاکستان تحریک انصاف سهیل افریدي وزیراعلی خیبر پښتونخوا جوړیدې شي که نه؟

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *