تازه خبرونه

صدر ټرمپ غزه شخړه هوارولو لپاره ۲۰ نکاتي ډرافټ کښې رد و بدل کړېدے ، خارجه وزير اسحاق ډار

پاک ۔ سعودي دفاعي معاهده ټولې منطقې لپاره مهمه ده نور هيوادونه پکښې هم شامليدل غواړي،اسحاق ډار
د فلسطين او اسرائيل په حواله د پاکستان موقف او پاليسۍ کښې هيڅ قسم بدلون نه دي راغلے، خارجه وزير اسحاق ډار

اسحاق ډار اوویل چې د سعودي عرب حکومت موقف وو که چرې مونږ د ټرمپ په شل نکاتي ډرافټ اعتراض کوؤ نو اسرائيل به په فلسطنيانو ظلمونو نور هم سيوا کړي

نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د قامي اسمبلۍ اجلاس ته وينا په مهال د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ شوي تاريخي دفاعي معاهدې او د غزه د کشالې هواري لپاره د امريکائي صدر ټرمپ په امن منصوبه ايوان ته تفصيلات وړاندي کړيدي ۔ د  اسحاق ډار وينا وه چې جنرل اسمبلۍ اجلاس په سائيډ لائن د صدر ټرمپ مشرۍ کښې د اسلامي ملکونو د مشرانود اجلاس دوران صدر ټرمپ امن معاهدې نکات دې مشرانو  له ورکړي وه او د دې په جواب کښې چې  کوم ۲۰ نکاتي ډرافټ اسلامي ملکونو لخوا  فائنل شوي وو امريکې په هغې کښې رد بدل کړېدي ۔ د خارجه وزير وينا ترمخه د سعودي عرب هم منصب سره ئې د ټرمپ په  امن منصوبه تفصيلي خبرې شوي وې، د سعودي عرب د حکومت  موقف وو که چرې مونږ د ټرمپ په شل نکاتي ډرافټ اعتراض کوؤ نو اسرائيل به په  فلسطنيانو ظلمونو نور هم سيوا کړي  او د سعودي عرب په تجويز پاکستان د اته نور ملکونو سره مشترکه  بيان جاري کړې وو۔ د ايوان ممبرانو د سوالونو په جواب کښې اسحاق ډار ووئيل چې د فلسطين او اسرائيل د مسئلې په حواله د پاکستان په موقف کښې هيڅ بدلون نه دي راغلے پاکستان د فلسطين د کشالې دوه رياستي حل غواړي د فلسطين په معامله  زمونږه پاليسي هم هغه ده کومه چې د بابائے قام قائداعظم محمد علي جناح وه ۔ اسمبلۍ ته خپل تقرير کښې  خارجه وزير د سعودي عرب او پاکستان ترمينځ لاس ليک شوي دفاعي معاهدي تفصيلاتو نه د قامي اسمبلۍ ممبران خبر کړيدي ،اسحاق ډار وئيلي دي چي د حرمين الشرفين سيکيورټي پاکستان ته حواله کيدل زمونږ لپاره د اعزاز خبره ده، دې معاهدې سره پاکستان د اسلامي ملکونو محافظ جوړ شوېدے، خارجه وزير زياته کړه چې  پاک سعودي سيکيورټي ډيل نه صرف د دواړو ملکونو په ګټه کښې دے بلکې دا معاهده د منطقې لپاره هم  ډيره مهمه ده او د سيمې نور ملکونه دې معاهده کښې د شامليدو وړانديز کړيدے دا به د ناټو په رنګ د دې منطقې د ملکونو اتفاق او اتحاد وي ۔

نورخبرونه

مودي او نیتن یاهو تګلارې یو شان دي: عاصم افتخار

Related Articles

د بلوچستان لبريشن آرمي وسله‌والو په مبينه توګه يوه ښځه د ټوپک په زور تښتولې، امنيتي ادارې د ژغورنې او پلټنو عمليات پيل کړي.

January 29, 2026

د ځایی مشرانو ترمخه د منځني کرمې ضلعې مناتو په ضلع کې د یو هایر سیکنډرې سکول ودانۍ شته کومه چې په بیړني توګه د کیډټ کالج کلاسونو پیل کولو لپاره مناسبه ده

January 28, 2026

د افغان پروپاګنډا سوشل میډیا پاڼو باندې داسې جعلي خبر خپور شوې وو چې پکې ادعاوی شوې وه چې یو پوځي په غزی کې له منځه تللې خو دا دروغ ثابت شو

January 28, 2026

د افغانستان ډیپلوماتیک مامورنیو د شورای په یو بیان کې ویلي دي چې د طالبانو دا نوې قانون له بشري حقونو څخه ښکار سرغړونه ده

January 28, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *