تازه خبرونه

 پيښور بهاڼه ماڼې چاودنه: شهید پوليس اهلکار محمد سجاد  جنازه کښې پوليس او سيکيورټي افسرانوشرکت

پیښور کښې چاودنه د پوليسو په ګاډي شوي وه، اے ايس آئي پشمول درې اهلکار ژوبل شوي وو
پيښور بمي چاودنه کښې شهيد پوليس کانسټيبل محمد سجاد جنازه ادا شوې،پوليسو ورته سلامي هم وړاندي کړه

پيښور کې د بهاڼه ماڼې چاودنې ژوبل پوليس اهلکار شهيد شو، نن په ډیر درناوي او عزت خاورو ته وسپارل شو

د پيښور بهاڼه ماڼې تهاڼې حدود کښې د ګهړي قمر دين چوک ته څيرمه  تير ماښام  د پوليسو په ګاډي چاودنه شوي وه چې پکښې اے ايس آئي  شاه فيصل، کانسټيبل سجاد، کانسټيبل  نور الله او ډرائيور ضيا ټپيان شوي وو۔  د ژورو زخمونو لوجې کانسټيبل سجاد د پيښور په ليډي ريډنګ هسپتال کښې ساه ورکړيده  ۔ د شهيد محمد سجاد جنازه ملک سعد شهيد پوليس لائن کښې ادا شويده چې پکښې قائم مقام آئي جي محمد علي  بابا خيل، سي سي پي او  ډاکټر ميا سعيد نه علاوه د پوليسو او پاک پوځ افسرانو ګډون کړي وو، په دې موقع پوليسو شهيد ته سلامي هم وړاندې کړېده ۔ د جنازې وروسته  قائم مقام آئي جي او سي سي پي او د شهيد سجاد د کورنۍ غړو سره ملاقات کړې او د هغه په شهادت ئې ورسره غمرازي کړيده، آئي جي محمد علي بابا خيل په دې موقع شهيد کانسټيبل ته د عقيدت پيرزوني وړاندي کړېدي او وئيلي ئي دي چې د اولس د تحفظ لپاره د پوليسو او سيکيورټي فورسز دا قربانۍ به چرې هم ضائع کيږي نه، قائم مقام آئي جي  وينا ترمخه د ترهه ګرو دا قسم بريدونه د پوليسو حوصلې نشي کمزورې کولے د ترهه ګرۍ د مکمل خاتمې پورې به عمليات دوامداره ساتو ۔ ياده دې وي چې پوليس اهلکار د معمول په ګشت وو چې په ګاډي ئې چاودنه شوي وه، ابتدائي رپورټ ترمخه چاودنه کښې يو نيم کلو بارود او بال بيرنګان استعمال شوي وو، د چاودنې هدف د پوليسو ګاډې وو۔

نورخبرونه

بلوچستان کې فتنه الهندوستان په ضد عملیات، ۷ ترهګر له منځه وړل شوي

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *