د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په پلازمینه اسلام آباد کې د نیشنل پریس کلب د پېښې د پلټنې امر کړی دی او د اسلام آباد د پولیسو مشر څخه ی ددې پیښې زر راپور غوښتې دې.
د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل چې پر خبریالانو تشدد په هېڅ صورت د منلو نه دی، امر ی کړې دې چې په پېښه کې د ککړو پولیسو پېژندنه دې وشي او د قانون مطابق دې انضباطي ګامونه پورته شي۔
وزیر داخله د نیشنل په اسلام آباد کې د نیشنل پریس کلب په صحافیانو د تشدد د پېښې په اړه د اسلاماباد له پولیسو مشر (آئی جی) څخه راپور هم غوښتی دی۔
دا هم مهمه ده چې د کورنیو چارو د مملکتي وزیر طلال چوهدري په نیشنل پریس کلب کې د راپیښې شوې پیښې په اړه ویلي دي چې د اظهار رائے په اړه د حکومت دریځ روښان دې او په اسلاماباد پریس کلب کې چې کومه پېښه رامنځته شوې، د بلې کومې شخړ سره ه هېڅ تړاو نه لري۔
ده وویل چې حکومت د نیشنل پریس کلب اسلاماباد د پېښې په اړه غیر مشروط معافي غوښتی ده۔ مظاهرهچیان د نیول کېدو نه د بچ کیدلو لپاره د اسلام آباد نیشنل پریس کلب ته ننوتل، پولیس د ودانۍ د نه پیژندلو له امله مظاهرهچیانو پسې پریس کلب ته ورننوتل۔ طلال چوهدري وویل چې د پلټنو وروسته به سزا او جزا د ټولو مخې ته ښکاره شي۔
طلال چوهدري ټینګار وکړو چې په آزاد کشمير کې د زور نه کارولو له امله زموږ سرتېري شهیدان شول زیاته ی کړه چې د آزاد کشمير د حالاتو په اړه د هند ميډیا خوشحالۍ او جشن کوي۔ پر مظاهرهچیانو نېغې ډزې شوي چې دوی را وپاروي خو سره له دې وزیراعظم هلته څو ګوندیز لوړپوړې پلاوې لیږلې چې مظاهره کوونکو سره خبرې ترې وکړي او ددې شخړې حل را اوباسي.
د کورنیو چارو وزیرمملکت طلال چوهدري وویل چې که د آزاد کشمير د مسئلې د حل لپاره وزیراعظم ته د کوم پیکج اعلان کول اړین شي، نو هغه به یې وکړي۔
دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشي چې په اسلاماباد کې پولیسو نیشنل پریس کلب ته هغه مهال ننوتل چې د آزاد کشمير د عوامي ایکشن کمېټۍ د مظاهرې مظاهره کوونکي ونیسي،پلیسو د کلب دننه پر خبریالانو تشدد وکړو، پولیسو د کلب کیفېټیریا ته هم ننوتل او د ډوډۍ خوړولو په وخت ی خبریالان هم ووهل۔
نورخبرونه
، لندن ته د شهباز شریف سفر: پاکستان تحریک انصاف د مظاهره کولو اعلان آزاد جمو کشمیر شخړه: د ولسي ایکشن کمیټۍ مهمې غوښتنې