تازه خبرونه

آزاد جمو کشمیر شخړه: د ولسي ایکشن کمیټۍ مهمې غوښتنې

د آزاد جمو کشمیر ولسي ایکشن کمیټۍ د وزیراعظم آزاد جمو کشمیر د استعفا غوښتنه هم کړې ده
رانا ثناالله اوویل چې عوامي ایکشن کمیټۍ سره ستونزه په ډیره ښه توګه هواره شوې ده

حکومتي مشرانو ویلي دي چې بعضې سازشي کسانو غوښتل ګډوډي رامنځته کړي خو دوی په خپلو ناوړه مقصدونو کې بریالي نه شو

 آزاد جمّو کشمير او د مظفر آباد  په بېلابېلو سيمو کې د ولسي احتجاج فضا لا هم دوام لري  او په همدې لړ کې د ګډې ولسي ايکشن کميټې او حکومت ترمنځ د خبرو لړۍ پيل شوې ده۔ په مظفرآباد کې د دغو خبرو مشري د ولسي ايکشن کميټې استازو شوکت نواز مير، امجد علي خان ايډووکېټ او مرکزي غړي انجم زمان اعوان وکړه۔ بل لور ته د حکومت له اړخه د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف، قمر زمان کائره، رانا ثناء الله او نور مشران دوی سره په خبرو اترو کې ګډون لري۔ حکومتي پلاوی د هيلي کاپټر له لارې مظفرآباد ته ورسېد تر څو د ولسي ايکشن کميټې له مشرانو سره نېغ په نېغه خبرې وکړي او د اوسني بحران د حل لاره را اوباسي.

ولسي ايکشن کميټې د خبرو پر مهال حکومت ته خپلې څو مهمې غوښتنې وړاندې کړې دي۔ په دغو غوښتنو کې تر ټولو اساسي غوښتنه دا ده چې د آزاد جمّو او کشمير نه دې امنيتي ځواکونه ژر تر ژره و ايستل شي او اسلام اباد ته دې ولېږل شي۔ کميټې ټينګار وکړ چې د ځواکونو موجوديت د ولسي بې‌چينۍ سبب ګرځي او د هغوی په وتلو سره به د امن فضا رامنځته شي۔ بله مهمه غوښتنه دا وه چې د آزاد کشمير وزيراعظم، د کورنيو چارو وزير او نورو حکومتي چارواکو پر ضد دې د هغو وژنو مقدمه درج شي چې ولسي ايکشن کميټه هغوی پرې مسؤل ګڼي۔

ولسي ايکشن کميټې د آزاد کشمير د وزيراعظم د ژر استعفا غوښتنه هم وکړه او څرګنده يې کړه چې اوسنی مشرتابه د ولس باور نه شي پوره کولی۔ همداراز د مظفرآباد د سېکټر کمانډر د معطلي او د هغوی پر ضد د پلټنو د پيل غوښتنه هم شوې ده۔ بله مهمه نکته چې کميټې راپورته کړه هغه دا وه چې د ولسي ايکشن کميټې د مشرانو، اوورسيز کشميريانو او ژورنالېستانو نومونه دې د اېف آی اې د ايګزيټ کنټرول لېسټ او سټاپ لېسټ څخه لرې کړل شي، څو هغوی ته د آزادې تګ راتګ اجازه ورکړل شي۔

د دغو غوښتنو له وړاندې کېدو وروسته د خبرو چاپېريال ډېر جدي او نازک بلل کېږي۔ د کشمير ولس او بهر مېشت کشميري ټولنه د دغو خبرو نتيجې ته په ډېره پاملرنه ګوري، ځکه چې د دې اغېز به نېغ په نېغه د رياست پر راتلونکې لوری واقع کېږي۔ وزيراعظم شهباز شريف هم لارښوونه کړې چې حکومتي پلاوی دې د مسئلې ژر او دايمي حل راوباسي او په دې اړه دې وړانديزونه بې له ځنډه د وزيراعظم دفتر ته وسپاري۔ اوس دا پاتې ده چې دغه خبرې اترې په کومه پايله رسېږي۔ د ولسي ايکشن کميټې له خوا سخت دريځ نيول شوی، خو حکومت د روغې جوړې او خبرو اترو له لارې د بحران د حل کولو هيله څرګنده کړې ده۔ د حالاتو د حساسيت له امله تمه کېږي چې دواړه خواوې به نرمښت وښيي تر څو د آزاد جمّو او کشمير ولس ته آرام او سياسي ثبات ورکړل شي۔

نورخبرونه

پینځم اګست له هند لوري د کشمیریانو حق خوړنې ورځ ده

Related Articles

د قامي امن پیغام کمیټۍ مشرانو نن ډي جي ایی ایس پي آر سره مهمه لیدنه کړې ده او په هیواد کې روان د ترهګرۍ پر ضد ی د ریاست بیانیه کولو باندې هوکړه کړې ده

January 13, 2026

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې دا نوې د پولیو رنځ کیس مخې ته راغلې دې،ټول پاکستان کې تیر کال ۲۰۲۵ کې پولیو مثبت کیسونه ۳۱ راپور شوي

January 13, 2026

پاکستان حکومت افغان سوداګرو له اجازه ورکړې چې خپل بند تجارتي توګو ډک کانټینر له نورو بندرونو څخه افغانستان ته راوړي

January 13, 2026

داسې اطلاعات راغلي دي چې د افغانستان طالبانو حکومت د ډالرو په بدل کې د بګرام هوایی ډګر امریکا ته ورسپارلې دې

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *