تازه خبرونه

 پاکستان او افغانستان ترمینځ اقتصادي پرمختګ او ستونزې- په تورخم پوله مهمه غونډه

په پاک افغان پوله تورخم نن د نهې په ورځ مهمه غونډه شوې، په غونډه کې په پوله د افغانستان سره په دوه اړخیزه تجارت ته وده ورکولو لپاره خبرې شوي
تورخم پوله د منځنۍ آسیا لپاره هم یوه دروازه ده او له دې لارې ازبکستان او تاجکستان ته هم تجارتي توکي انتقالیږي

تورخم پوله د پاکستان او افغانستان ترمینځ په اقتصادي توګه یوه مهمه لارده چې د دواړو هیوادونو د اقتصاد لپاره مهمه بلل کیږي

په پاک افغان پوله تورخم نن د نهې په ورځ یوه مهمه غونډه ترسره شوه، غونډه په  تورخم بارډر تجارتي ټرمینل کې د خیبر رائفلز قوماندان په مشرۍ یوه مهمه  تابیا شوې وه.

په دې غونډه کې د باچامینې کلي مشران، د ټرانسپورټ اتحادیې او د لیبر اتحادیې مشران، او همدارنګه د کسټم کلیرنګ ایجنټان ګډون وکړ.

د غونډې پر مهال د بارډر ټرمینل ښه او اغېزمن فعالیت، د ولسي اسانتیاوو برابرول او موجودو ستونزو په اړه ګټورې خبرې وشو. سیمه ییزو مشرانو او د اتحادیو استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې په پوله کې سوداګریز فعالیتونه باید لا منظم او اسان شي.

د خیبر رائفلز ځواک کمانډر د مشرانو ونډه وستایله او ویې ویل چې د ولسي شراکت او وړاندیزونو په مرسته د بارډر ټرمینل فعالیت ښه کېدلی شي. هغه ډاډ ورکړ چې د ولسي اسانتیاوو او سوداګریزو چارو د لا پرمختګ لپاره به ټول اړین ګامونه پورته شي. دلته باید یادونه وشی چې په تورخم پوله د پاکستان او افغانستان سوداګر د یو شمیر ستونزو سره مخ دي او دوی غوښتنې کوي چې ددوی ستونزې دې په ځانګړي توګه هوارې شي. په پوله سوداګر وایی چې د چټګ انټرنییټ د نشتوالي له امله دوی یو شمیر ستونزو سره مخ دي، دوی غوښتنه وکړه چې په پوله دې چټک انټرنیټ فعال شي څو سوداګر خپل کاروبار ته وده ورکړي .

دا هم مهمه ده او باید چې یادونه وشي چې په دې وروستیو کې د چارواکو د معلوماتو ترمخه د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت وده کړې ده .

نورخبرونه

قبایلي اولس لپاره د خوښۍ خبر: انګور اډه دوه کاله وروسته پرانستل شو

Related Articles

پاکستان د زیاتېدونکو کړکېچونو او سرحدي ترهګریزو ګواښونو په منځ کې په افغانستان کې د وسله والو د بنسټونو پر وړاندې ټاکلي حملې پیل کړې

March 13, 2026

پاکستان او چین د ترهګرۍ او افراطي ګواښونو د مخنیوي لپاره پر پیاوړو تدابیرو موافقه وکړه، چې په سیمه کې د امنیتي همکارۍ وده کوي

March 13, 2026

د سیمې منځګړي هېوادونه لکه پاکستان، عمان، مصر او ترکيه له ایران سره پټه/غېر رسمي خبرې کړي دي او د ایران څخه غوښتنه کوي چې له امریکا سره د تاوتریخوالي د کمولو او ممکنه هوکړې لپاره خبرو اترو ته زمینه برابره کړي

March 13, 2026

ایران د مجتبی خامنه‌ای د هېواد د نوې سترې مشرتابه له لوري خپل لومړی صوتي پیغام خپور کړی، چې پکې یې سخت خبردارۍ کړې دي. په دې پیغام کې ویل شوي

March 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *