تازه خبرونه

قبایلي اولس لپاره د خوښۍ خبر: انګور اډه دوه کاله وروسته پرانستل شو

د جنوبي وزیرستان انګور اډه دروازه تړلو له امله ددې ځای اولس له سختو مالي ستونزو سره مخ وو.

د جنوبي وزیرستان انګور اډا دروازه د پاکستان او افغانستان ترمینځ د کاروبار لپاره یوه لویه لار ده او دې سره به د دواړو لوري اولس په روزګار شي

جنوبي وزیرستان لویر: انګور اډه د دوه کلونو وروسته پرانیستل شوه، په ولس کې د خوښۍ څپه خپره شوې ده او ځایی اولس او مشرانو د دواړو حکومتونو څخه ځانګړې مننه کړې چې دوه کاله وروسته ی انګور اډه د کاروباري او عام تګ راتګ لباره خلاصه کړه.

 د پاکستان او افغانستان ترمنځ د انګور اډه سرحدي دروازه چې دوه کاله تړلې وه، نن په رسمي ډول پرانیستل شوه. د دې ګام له امله ولس او تجارتي کړیو په دې پریکړه د خوښې څرګندونه کړې ده. ځکه دا دروازه پرانیستل د اقتصادي فعالیتونو د بیا راژوندي کېدو او د تجارتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

د پرانیستلو په دستوره کې د قامي اسمبلۍ غړي زبیر وزیر او د خمرانګ بریګېډ مرستیال قوماندان ځانګړې ګډون وکړ. پر دې مهال قومي مشران، علما کرام، زده کوونکي او د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکي هم حاضر وو. د مراسمو فضا پرجوشه او تاریخي وبلل شوه.

ویناکوونکو مشرانو په خپلو ویناوو کې وویل چې د انګور اډه دروازې بیا پرانیستل به نه یوازې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ ته وده ورکړي، بلکې د سرحدي خلکو لپاره به د روزګار او اقتصادي پرمختګ نوې لارې هم پرانیزي.

ځايي اوسېدونکو رسنیو ته وویل چې د اړتیا وړ توکو لېږد رالېږد به اوس اسان شي او تجارتي فعالیتونو کې به ستر بدلون راشي. د هغوی په وینا، د دوو کلونو تړل کېدو پر مهال ولس له سختو ستونزو سره مخامخ شو، خو د دروازې په پرانیستو سره د ښه کېدو هیله پیدا شوې ده. یادونه باید وشي چې انګور اډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي مالونو د تګ راتګ مهم مرکز ګڼل کېږي. د شنونکو په باور، د دې دروازې پرانیستل به په سیمه کې د سولې، ثبات او ولسي سوکالۍ لپاره یو مثبت ګام ثابت شي.

نورخبرونه

جنوبي وزیرستان کې ترهګرو ۱۲ امنیتي اهلکار شهیدان کړي

Related Articles

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

د ګومل بازار سړک پر سر د آی ای ډي په چاودنه کې زغره وال پولیس موټر ویجاړ؛ امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *