تازه خبرونه

د فلسطين د کشالې حل په لورمهم پرمختګ،صدر ټرمپ غزه جنګ بندۍ لپاره د ۲۰ نکاتي منصوبې اعلان کړې

حماس ډله بے وسلې کول،يرغماليانو رهائي ،اسرائيل انخلا او د عبوري حکومت قيام د امن منصوبې برخه ده،ټرمپ

1 min read

د فلسطين د کشالې حل په لورمهم پرمختګ،صدر ټرمپ غزه جنګ بندۍ لپاره د ۲۰ نکاتي منصوبې اعلان کړې

غزه جنګ خاتمې لپاره د ټرمپ امن منصوبه،د وزيراعظم هرکلې

September 30, 2025

غزه کښې تير دوه کالو راهسې جاري اسرائيلي جارحيت دختمولو او د فلسطين د کشالې حل راويستو په لور مهم پرمختګ رامخې ته شوېدے، واشنګټن کښې د امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ او اسرائيلي وزيراعظم نيتن ياهو ترمينځ په دې حواله مهم ملاقات شوي وو چې پکښې غزه امن معاهدې په معاملو خبرې شويدي ۔ د ملاقات وروسته پريس کانفرنس ته وينا په وخت صدر ټرمپ ووئيل چې غزه امن معاهدې ته ډير نزدې شوي يو، د امن منصوبې سره نيتن ياهو اتفاق کړېدے طمع لرو چې حماس به هم دا معاهده ومني ۔ ټرمپ وائي چې د دې مسئلې د هواري لپاره که سنجيدګۍ سره کوششونه وشي او ټول په شريکه کار وکړو نو ممکن ده چې د تير څو لسيزو راهسې جاري دا مسئله به هم حل شي اوس وخت راغلې چې دا معامله هواره کړو ۔ د يوې پوښتنې په جواب کښې امريکائي صدر ووئيل چې د هغه ۲۰ نکاتي امن منصوبه صرف د غزه لپاره نه ده بلکه دا عملې کيدو سره مينځني ختيځ کښې به هم امن او استحکام راشي ،ټرمپ زياته کړه چې د اسرائيل وزيراعظم سره ملاقات په مهال د ايران ۔ ابراهم معاهده، د عرب او اسلامي ملکونو سره د اسرائيل اړيکو په معاملو هم خبرې شويدي که چرې حماس امن معاهده ومنله نو بايد چي ۷۲ ګهنټو دوران ټول يرغمال آزاد شي ۔ د اسرائيل وزيراعظم نيتن ياهو په دې موقع ووئيل چې ټرمپ سره ئې د غزه جنګ د خاتمے په حواله شوي ملاقات ګټه ور وو،امريکائي صدرمنطقه کښې د امن لپاره ښه او قابل قبول تجويزونه وړاندي کړيدي دمينځي ختيځ د امن لپاره بايد چې ټول فريق دا منصوبه تسليم کړي ، نيتن ياهو خبردارې ورکړيدے که چرې حماس دا معاهده مسترد کړه نو د سخت رد عمل سره به مخ شي ۔

غزه مسئلې حل لپاره پاکستان مهم رول لوبوي،صدر ټرمپ

امريکني صدر ډونلډ ټرمپ غزه جنګ بندۍ لپاره د پاکستان مثبت کردار ستائيلي دے ۔ نيتن ياهو سره ګډ خبري کانفرنس ته وينا په مهال صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې پاکستاني واکمن د مخکښې نه د دې مجوزه امن معاهدې لپاره زما سره ولاړ وو،ټرمپ زياته کړيده چې د پاکستان وزيراعظم او فيلډ مارشل د دې معاهدې سل فيصده ملاټر کوي ،پاکستان په دې معاهده مکمل باور لري او په دې حواله ئې بيان هم جاري کړيدے ۔ ياده دې وي چې د متحده قامونو د جنرل اسمبلۍ سالانه اجلاس دوران د فلسطين د مسئلي حل راويستو په حواله د صدر ټرمپ په مشرۍ کښې د عرب او اسلامي ملکونود مشرانو خصوصي اجلاس شوي وو چې پکښې وزيراعظم شهباز شريف ،د ترکيه ،متحده عرب امارات،قطر،اردن،ملائشيا او مصر مشرانو او د سعودي عرب خارجه وزير شرکت کړي وو،اجلاس په مهال غزه جنګ بندۍ،د فلسطين د مسئلې مستقل حل او د مينځني ختيځ په صورتحال غور شوي وو،سرچينو ترمخه صدر ټرمپ دې مشاورتي غونډې دوران د غزه جنګ ختمولو لپاره خپله مجوزه امن منصوبې تجويزونه د دې ملکونو د مشرانو سره شريک کړي وو او د هغوي نه ئې په دې حواله رائے هم غوښتې
وه ۔

وزيراعظم شهباز شريف د غزه امن منصوبې هرکلي کړے

وزيراعظم شهباز شريف د فلسطين د مسئلې حل او غزه کښې د جنګ بندۍ لپاره د صدر ټرمپ لخوا اعلان کړي شوي منصوبې هرکلې کړېدے، په ايکس پاڼه ورکړي شوي بيان کښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د سيمې سياسي استحکام او معاشي پرمختګ لپاره د اسرائيل او فلسطيني اولس ترمينځ پائيدار امن ضروري دے ۔ وزيراعظم د فلسطين او مينځني ختيځ امن لپاره د امريکني صدر هلې ځلې او کوششونو ستائينه کړي او وئيلي ئي دي چې مونږ باوري يو چې صدر ټرمپ په هر ممکن طريقه دې اهمې سمجهوتې ته د حقيقت شکل ورکولو لپاره مکمل تيار دے ۔ بيان کښې وزيراعظم شهباز شريف زياته کړيده چې منطقه کښې پائيدار امن لپاره ضروري ده چې د فلسطين د مسئلې دې دوه رياستي حل راويستلې شي کوم چې د پاکستان او نورو ملکونو اصولي موقف هم دے ۔ دغه رنګ وزيراعظم د غزه جنګ بندولو لپاره د صدر ډونلډ ټرمپ د خصوصي معاون سټيووټکوف کوششونه هم ستائيلي دي ۔

د غزه مسئلې حل لپاره د ټرمپ منصوبه څه ده؟

صدر ډونلډ ټرمپ لخوا مجوزه امن منصوبه په ۲۰ نکاتو مشتمل ده چې پکښې غزه د هر قسمه ترهه ګرۍ او سخت دريزې نه پاکه علاقه جوړول،د علاقې نه د اسرائيلي پوځ مرحله وار واپس ليږل،د حماس لخوا نيولي شوي ټول يرغماليان مړه يا ژوندي اسرائيل ته سپارل او د اسرائيل سره قيد په زرګونو فلسطنيان آزادول شامل دي ۔ منصوبې ترمخه د فریقینو ترمینځ د قيديانو د تبادلې سمدستي وروسته به حماس وسله غورځوي او دوي لپاره به عام معافي وي ،د حماس ډلې سره تعلق لرونکي کسان که د غزه نه بهر وتل غواړي نو دوي له محفوظ لار ورکولې شي ۔ د معاهدې ترمخه امن منصوبه منلو نه پس به په غزه کښې عبوري انتظام به نړي وال ټيکنوکريټ حکومت چلوي چې پکښې به د برطانيې پخواني وزيراعظم ټوني بلئير او د نړۍ نور ملکونو نمائندګانو ته اهمې ذمه وارې حواله کولې شي ۔ د صدر ټرمپ په مشرۍ کښې د بورډ آف فيس قيام هم په دې مجوزه امن منصوبه کښې شامل دي ۔ دا کميټي به د فلسطينانو او نړي وال ماهرينو باندې مشتمل وي او دا کميټي به د غزه بيا آباد کارۍ لپاره فريم ورک جوړه وي او د فنډز د تقسيم د عمل جائزه به اخلي ۔ د منصوبې په نکاتو کښې دا هم شامل دي چې د حماس يا بل قسمه وسله وال ډلې کسانو به د غزه په عبوري انتظاميه کښې هيڅ قسم کردار نه وي ۔دغه رنګ د غزه نه هيڅوک هم په زور زبردستې نه شړل،دا سيمه د هرقسمه سرنګونو او وسلې نه پاکول او غزه به د ګاونډي ملکونو يا د دې ملکونو د اولس لپاره هيڅ قسمه خطره نه وي ۔ امن منصوبې ترمخه علاقائي او نړي وال پوځ به غزه ته سکيورټي او د فلسطين پوليسو به تربيت ورکولو سره سره غزه ته انساني امداد بغير د څه رکاؤټ جاري ساتلو ذمه وار وي او غزه لپاره راتلونکې امداد به ملګرو ملتونو ادارے، ريډ کريسټنټ او نور غير جانبدار نړي وال ادارے په ذريعه تقسيمولې شي ۔ پاکستان، سعودي عرب،ترکيه،قطر،متحده عرب امارات او اردن نه علاوه نور اسلامي ملکونو ،فرانس،برطانيې او يورپي يونين د صدر ټرمپ د امن منصوبې هرکلي کړېدي ،د پاکستان ،سعودي عرب،ترکيه،متحده عرب امارات،قطر ،مصر،اردن او انډونيشيا خارجه محکمو لخوا جاري شوي مشترکه اعلاميه کښې د غزه جنګ بندۍ په حواله د امريکني صدر د مجوزه منصوبې ملاټر شوېدے او دې معاهدې ته حتمي شکل ورکولو او په دې عمل درآمديقيني کولو لپاره کردار ادا کولو وړانديز ئې کړېدے ۔ فريقينو لخوا د صدر ټرمپ امن منصوبه منلو او دې منصوبه کښې شامل تجويزونو باندې په صحيح معنو کښې عمل کولو لوجې د فلسطنيانو خلاف د کالو راهسې جاري اسرائيلي ظلمونو مکمل خاتمه يقيني کيدې شي ۔ياده دي وي چې دا منصوبه د صدر ټرمپ خصوصي معاون سټيووټکوف د کوششونو ورستو تيار کړي شويده چې پکښې د اسرائيل،يورپي ملکونو نه علاوه د عرب ملکونو سره هم صلاح مشورې شوې وې، په امن مسوده کښې د فلسطيني رياست ذکر هم شته کوم چې د فلسطنيانو او د منطقې د ملکونو خواهش هم دے ۔

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *