تازه خبرونه

ډیره اسماعیل  ترافیکي پیښه: د یو خاندان ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړ

د مسافرو ډک مزده ګاړې له بلوچستان څخه ډیره اسماعیل ته راروان وو چې د پیښې ښکار شو، ۱۱ تنه مړه او درې ټپیان شول

1 min read

ډیره اسماعیل خان ټرافیکې پیښې وروسته ځایی اولس د اغیزمنو کورنیو سره ژوره خواشیني څرګنده کړې

ډیره اسماعیل خان ریسکیو ۱۱ د معلوماتو ترمخه ددوی ټیم سمدستي د پیښې ځای ته ورسیدل او ریسیکیو اپریشن ی پیل کړو

September 26, 2025

ډي آی خان کې مرګونې ټرافیکي پېښه شوې،د ریسکیو ۱۱ د معلوماتو له مخې د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان  د دانا سر په سیمه کې نن د جمعې په ورځ  د ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړې.

د سرچینو ترمخه پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې یوه مزده موټر له بلوچستان د خانوزي څخه  د ډي آی خان پر لور روان وو چې دې بدې پیښې سره مخ شوه.

د ریسکیو ۱۱ د خبرپانې ترمخه  نن د داناسر په سیمه کې يوه بده ترافيکي پېښه رامنځته شوه. د معلوماتو له مخې يوه مزده موټر چې د يوې کورنۍ غړي پکې سپاره وو، د بلوچستان له خانوزي نه د ډېره اسماعيل خان پر لور روان و. د داناسر په سیمه کې  د بریک فیل کېدو له امله دا  غمجنه پیښه رامنځته شوه.

د پېښې خبر تر لاسه کېدو سره سم د ریسکیو 1122 ډېره اسماعیل خان ټيم پر وخت ساحې ته ورسېد او عمليات یې پيل کړل. په پېښه کې درې تنه ټپیان شول چې د پېښې په ځای کې ورته لومړنۍ طبي مرسته ورکړل شوه او وروسته د ډېره اسماعیل خان ډسټرکټ هېډکوارټر روغتون ته ولېږدول شول. .

د ریسکیو ټيم لوري اووه مړي چې په هغوی کې پنځه ښځې، يو سړی او يو ماشوم شامل وو،  ټول مړي د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته د روغتون اړوند چارواکو ته وسپارل شول.

 د ریسکیو ټیم ۱۱ د خپور راپور ترمخه  په ټپیانو کې یوسف عمر ۱۰ کاله، دریا خان عمر ۲۷ کاله، احمد عرم ۲۵ کاله شامل وو.

  د ریسیکو ۱۱ راپور ترمخه په دې غمجنه پیښه کې ټول ۱۱ تنه د مړه شوي دي،  چې اووه تنه د ریسکیو 1122 لخوا او څلور نور د ځايي خلکو په مرسته روغتون ته ولېږدول شول. د وژل شويو کسانو په منځ کې پنځه ښځې، يو ماشوم او يو سړی شامل دي. د ډېره اسماعیل خان د ضلعي بیړني چارو افسر (ډسټرکټ ایمرجنسي آفیسر) انجنیر فصیح الله په دې غمجنه پیښه د ژور خپګان څرګندونه  کړې ده  او د اغیزمنو کورنیو سره ی ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

نورخبرونه

وادي تیراه کې تښتول شوې د امن لښکر رضاکار ق ت ل ش شوې

Related Articles

پرون د خیبر پښتونخوا د هنګو ایس پي اپریشنز زبیر په یو ترهګریز برید کې شهید شو

October 25, 2025

د دوحه تړون وروسته پریکړه شوې وه چې په راتلونکې ۲۵ اکتوبر به د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ په ترکي کې غونډه کیږي

October 25, 2025

عملیات له خفیه معلوماتو وروسته ترسره شول، ټانک کې له منځه وړل شوي ترهګر کم عمره ماشومان دي، راپور دې چې یو مهم کمانډر هم په دې کې له منځه وړل شوې

October 25, 2025

د ټیلیګراف په څیر رسنۍ باید د یو ځانګړي هیواد او مذهب په یو جرم کې ککړو ولو او له دې په ضد پروپیګنډه خپرولو څخه ډډه وکړي

October 25, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *