اسلاماباد: د خیبر پښتونخوا لکي مروت څخه یو پلاوي د افغانستان له سفیر سره په اسلاماباد کې ولیدل. د لیدنې پر مهال پلاوي د افغان سفیر نه وغوښتل چې د کابل خېل فیکټرۍ مزدورانو په خوشي کولو کې دې دوی سره مرستې وکړي. .
پلاوی چې د جامعۀ حلیمیه پېزو مهتمم، مفتی عبدالغني شاه په مشرۍ ورغلی و، د رنړا د امن جرګې غړي هم ورسره شامل وو. پلاوي افغان سفیر ته وویل چې د کابل خېل څه کسان وسله والو پیزو څځه تښتولي دي او افغانستان ته ی انتقال کړي. سرچینو ترمخه دا مزدوران چې ۱۲ دي او د پاکستان د اټامک انرژي پروژه کي ی کار کول له وسله والو لوري وتښتول شول، د جرګې مشرانو خبرو وروسته وسله والو یو ډرایور آزاد کړې، سرچینې وایی چې په تښتول شوومزدورانو کې ی یو مزدوروژلې هم دې خو نور مزدوران تراوسه پورې افغانستان کې د وسله والو په ولکه کې دي.
افغان سفیر پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت دغه موضوع جدي نیولې او د تښتول شویو کسانو د خلاصون لپاره به ډیر زر ګامونه پورته کړي، باید یادونه وشی چې یاد مزدوران د روان کال په جنورۍ کې تښتول شوي او تراوسه پورې دوی نه دې آزاد شوي چې له امله ی کورنۍ د سختو اندیښنو سره مخ دي.
نورخبرونه
افغانستان سفیر د افغان کډوالو نیټه د بیا غځولو غوښتنه کړې ده