تازه خبرونه

وادي تیراه پیښه: د سیاسي اتحاد او نورو مشرانو جرګه آیی جي ایف سره خبرو اترو لپاره پیښور ته تللې

نن د چهارشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا وزیراعلی علي امین ګنډاپور تحصیل باړه ته لاړو ، مظاهره کوونکو سره ی خبرې وکړې او د وادي تیراه پیښې په اړه ی مشرانو سره خواشينې څرګنده کړه
د باړه تحصیل سیاسي اتحاد مشرانو جرګه د وادي تیراه پیښې په اړه نن آیی جي ایف سي سره خبرې اترې کوي

امنیتي چارواکو ترمخه وړمه ورځ په وادي تیراه اکاخیل خیل کې د ټي ټي پي په مرکز کې یوه زوروره چاودنه وشوه چې پکې ځایی وګړي هم شهیدان شول

ضلع خیبر: نن د چهارشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا وزیراعلی علي امین ګڼدا پور د وادي تیراه غمجنې پیښې په ضد د مظاهر کوونکو سره خبرو اترو لپاره د ضلع خیبر تحصیل باړه ته راغلو او په وادي تیراه اکاخیل سیمه کې بدې پیښې په ضد احتجاج کوونکو سره لیدنه وکړه.

وزیراعلی د ملک ظاهرشاه افریدي په حجره کې د وادي تیراه متاثره کورنیو سره تعذیت وکړو او دوی سره بشپړه خواشینې څرګنده کړه.

په دې موقع وزیراعلی اغیزمنو کورنیو مشرانو سره بشپړه ژمنه وکړه او ډاډ ی ورکړه چې د متاثره کورنیو سره چې د کومې مالي مرستې اعلان شوې هغه به پوره پوره دې کورنیو ته ورکولې شي، په دې موقع ګنډا پور شهید شوو کسانو ته د ترهګرو نوم اخستلو هم په سختو ټکو کې غندنه وکړه او له دوی ی اوغوښتل چې دوی د مشرانو یوه جرګه،کمیټي جوړه کړې چې د لوړ پوړه پوځي مشرانو سره خبرې اترې وکړي.

وزیراعلی سره په دې موقع چیف سیکرټري شهاب علي شاه، کمشنر پیښور،  صوبایی وزیر سهیل افریدي ، ایم این اې اقبال افریدي ، باړه سیاسي اتحاد مشرهاشم خان ، پخوانۍ ایم پي اې شفیق افریدي او نور مخور سیاسي او غیر سیاسي مشرانو او مظاهر کوونکي هم موجود وو. د وزیراعلی په مشور مشرانو ، وروسته یوه ګډه کمیټي جوړه کړې او ددې کمیټۍ مشرانو بیا وروسته پیښور ته روان شول چې د وادي تیراه پیښې په اړه  د نورو خبرو اترو لپاره آیی جي ایف سي سره مهمه لیدنه وکړي.

نورخبرونه

 د ضلع خیبر په  وادي تیراه کې د وسله والو په ټریننګ مرکز کې چاودنه

 د وادي تیراه پیښه او د درواغو پروپیګنډې

Related Articles

پاکستان ادعا کوي چې د سرحدي کړکېچونو په منځ کې په «غصب للحق» عملیاتو کې سلګونه طالبان وژل شوي دي

March 3, 2026

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ډیپلوماټانو ته د پاکستان-افغانستان اړیکو په اړه معلومات ورکړل او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره یې پر ځان‌کنټرول ټینګار وکړ

March 3, 2026

په افغانستان کې د طالبانو دیني عالمان د تاوتریخوالي د توجیه لپاره دین کاروي، چې د سیمه‌ییز امنیت او سرحدي وسله‌والو ډلو لپاره خطرونه زیاتوي

March 3, 2026

مسؤلانه څرګندونې د پاکستان د یووالي، ټولنیز هماهنګۍ، او اوږدمهاله ثبات د ساتنې لپاره حیاتي رول لوبوي

March 3, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *