اسلام آباد: راپورونو له مخې د پاکستانۍ فعالې ماهرنګ بلوچ د نوبل د سولې د جايزې لپاره د نوماندۍ د هڅو په تړاو يوه نوې لانجه راپورته شوې ده. منتقدين وايي، د هغې اړيکې له منع شويو ډلو او هغو شبکو سره چې ملاتړ يې کوي، د نوبل د بهير د شفافيت او د نړۍ د يو له تر ټولو بااعتباره جايزو د سياسي کېدو په اړه پوښتنې راپورته کوي.
مهرنګ بلوچ او بلوچ یکجهتي کمیټي
مهرنګ بلوچ چې په نړيواله کچه ډېری وخت د بشري حقونو د فعالې په توګه معرفي کېږي، د غفار لنګو لور ده. غفار لنګو د بلوچ د ازادۍ پوځ
قوماندان و، چې د هغه قبر د يادې ډلې په بيرغ پوښل شوی دی.
د هغې ترمشرۍ لاندې د بلوچ یکجهتۍ(یووالي) کمیټۍ غړو د ورکو شوو کسان لپاره غونډې او مظاهرې کړي خو د پاکستان امنیتي چارواکو په وینا دا ډله د منع شویو تنظیمونو لپاره د تبلیغاتي سپر په توګه هم کارول شو ېده. دهغې پخوانۍ ساتونکې سهیب لنګو پیژندنه بیا وروسته د بی ایل اې د یو کمانډر په توګه وشوه چې په ملکي خلکو باندی په بریدونو کې ی هم لاس درلودل.
هم ددې ډلې یو بل غړې ګل زاده په اړه دا دعوی کیدله چې هغه ورک کړې شوې دې خو بیا په کال ۲۰۲۴ کې د بی ایل اې لوري هغه په اړه معلومات خپاره شول چې هغه یو ځانمرګي برید کړې وو،
شنونکي وايي، دا ډول پېښې ښيي چې دوی د وسله والو لپاره پټنځایونه برابر کړي او ځوانان ی ترهګرۍ په لور رابللي دي.
د اسلام اباد چارواکي ټينګار کوي چې که څه هم دولت د بلوچستان شکايتونه مني، خو هغه نړيوال کمپاینونه چې د منع شويو ډلو پورې تړلي کسان پورته کوي، د پاکستان د ترهګرۍ ضد هڅې زيانمنوي او د هغو ټولنو رښتينې کړاوونه پټوي چې د وسلوالو تاوتريخوالي ښکار شوې دي.
د فریدنیس، کییا او ملالې اړیکې
اندېښنې هغه وخت زياتې شوې کله چې راپور ورکړل شو چې ماهرنګ بلوچ د ۲۰۲۴ کال د مې په مياشت کې له یورګن واټنې فریدنیس سره ليدلي. فریدنیس د نوبل د سولې د جایزې د کمېټې غړی او د پين کې ناروې سازمان چې د لیکوالانو او شاعرانو د حقونو لپاره کار کوي ،لیدنه کړې ده.
د بلوچستان پلس ترمخه دا لیدنه د کیا بلوچ په مرسته ترسره شوې ، کیابلوچ هم ددې پین سازمان غړې ده او ددې لیکونه هم د بلوچ بیلتون خوښو او بلوچ یووالي کمیټۍ په حق کې لیکل کیږي.
وروسته ماهرنګ په ناروې کې د نوبل جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ او فریدنیس سره هم وليدل. منتقدين يادونه کوي چې له دغو دريو کسانو هېڅ يوهم د بلوچ د ازادۍ پوځ (BLA) يا د بلوچستان د ازادۍ محاذ (BLF) له لوري د قومي وژنو او ځانمرګو بريدونو غندنه نه ده کړې. پر ځای يې د ماهرنګ د يو اړخيز قرباني توب کيسه نوره هم پياوړې کړې ده.
منتقدين استدلال کوي چې د نوبل د کمېټې د يوه غړي لخوا له داسې شخص سره شخصي ليدنه چې د منع شويو ډلو د تړاو تور پرې دی، د ګټو ټکر ښکاره کوي، ځکه نوموړي ته د نوماندۍ په چارو کې د بې پرې پاتې کېدو تمه کېږي. د بلوچستان پر وسلوالو بريدونو د هغه چوپتيا د انتخابي فعاليت په اړه لا نورې پوښتنې راپورته کړې دي.
جيوپوليټيکي اړخونه
، دا لانجه له پراخو جيوپوليټيکي اندېښنو سره هم تړلې ده، بی ایل اې
چې د هربيار مري لخوا جوړه شوې، له اوږدې مودې راهيسې د هند او د اسرائيلو د موساد لخوا ملاتړ کېږي.
د دې ډلې پروپاګند زيات وخت د منځني ختيځ د رسنيو د څېړنې انسټیټیوټ او د هند د ځینو رسنیو لخوا خپریږي.
د اسلام اباد شنونکي وايي، د ناروې او فریدنیس له لارې د ماهرنګ ارپورته کول د هغه پراخو هڅو برخه ده چې د پاکستان پر وړاندې دیپلوماتیکې چیلنجونه رامنځته کړي، دوی پوښتنه کوي چې آیا د نوبل شبکې په قصدي یا غیرقصدي ډول د بهرنیو ایجنډو پرمخ وړلو لپاره کارول کیږي او دا هر څه د ترګرۍ ضد ژمنو پر زیان دي.
ولې دا مهمه ده؟
بلوچ بیلتون خوښه ډهل او د هغې مجید بریګیډ په نړیواله کچه د ترهګرو په توګه نومول شوي دي چې د ځانمرګي بریدونو او د خلکو د وژنو ذمه وار دي، ناقدین وایی او خبردارۍ ورکوي چې د داسې کسانو پورته کول چې له دغو ډلو سره تړاو لري ، د نړیوالو ترهګرۍ ضد ادارو چوکاټونه کمزوري کوي. وس اندیښنه دا ده چې د نوبل د سولې جایزه د سخت دریځو د پلویانو لپاره د سیاسي وسیلې په توګه وکارول شی او د ترهګرۍ د قربانیانو غږ تر سیوري لاندې شي.
نورخبرونه
بلوڅ بیلتون خوښو په بلوچستان کې لوړپوړي پاکستاني پوځي افسران شهیدان کړي