تازه خبرونه

بلوڅ بیلتون خوښو په بلوچستان کې لوړپوړي پاکستاني پوځي افسران شهیدان کړي

د پاکستان دا لویه سفارتي بریا ده چې بلوڅ بیلتون خوښې وسله واله ډله له امریکا لوري یوه ترهګره ډله اعلان شوې ده

1 min read

په تیرو دری میاشتو کې یو شمیر د پاکستان پوځي افسران بلوڅ بیلتون خوې ډلې په نښه کړي دي

امنیتي سرچینو ترمخه بلوڅ بیلتون خوښه ډله له هند څخه ملاتړ لري او په پاکستان کې ترهګري خپروي .

د پاکستان امنیتي ځواکون له څو لسیزو راهیسي د ترهګرو ډلو پر ضد اپریشن ته دوام ورکوي ترڅو دا ترهګرې ډلې له منځه یوسي او د امنیتي ځواکونو، ددې هیواد اولس ژوند خوندي کړي.

د امنیتي ځواکونو سرچینو او په رسنیو کې د خپرو شوو راپورنو ترمخه په تیرو درې میاشتو کې بي ایل اې ، بلوڅ بیلتون خوښو ګڼ شمیر پاکستاني امنیتي ځواک افسران په نښه کړي او شهیدان کړي دي.

هغه لوړ پوړي امنیتي چارواکي چې له بي ایل لوري شهیدان شو

د امنیتي سرچینو ترمخه په دې تیرو درې میاشتو کې ۶ شپږ لوړ پوړه د پاکستان پوځ مشران له بلوڅ بیلتون خوښي له لوري شهیدان شول. میجر ربنواز په ۱۶ م د جولایی کال ۲۰۲۵ شهید کړې شو، په  ۱۹م د جولایی میجر انور کاکړ شهید کړې شو، په ۲۳م د جولایی  ، میجر ضیاد سلیم،   ۵م اګست میجر رضوان ، په ۱۲م اګست کیپټن آصف، او په ۱۵مه نیټه د سپتمبر کیپټن وقار کاکړ په بلوچستان کې د بلوڅ بلتون خوښو له لوري شهیدا ن کړې شول

د امنیتي چارو کارپوهانو ترمخه  هند په سیمه ایزه توګه په ریاستي ترهګرۍ کې ښکیل دې او د بلوڅ بیلتون خوښو په څیر ډلو ته مالي مرستې ورکوي ترڅو پاکستان کې  ترهګرۍ خپره کړي او ناامني راولي. دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشي چې بي ایل اې، بلوڅ بیلتون خوښه ډله له امریکا لوري هم ترهګره ډله ګرځول شوې ده کومه چې د پاکستان لویه سفارتي بریا بلل کیږي.

Related Articles

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

د ګومل بازار سړک پر سر د آی ای ډي په چاودنه کې زغره وال پولیس موټر ویجاړ؛ امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل

January 12, 2026

اسلام‌ په ضد سپکاوی او د مسلمانانو پر ضد د کرکې پر وړاندې د مساوي قانوني ساتنې او سخت اقدام غوښتنه وشوه.

January 12, 2026

محکمې د پنجاب فرانزک لېب راپور پولیسو ته بېرته وسپاره، د نادرا راپور لپاره وخت ورکړ شو او د ایډیشنل ایډووکېټ جنرل ته د حاضرېدو امر وشو.

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *