تازه خبرونه

 د ضلع خیبر په  وادي تیراه کې د وسله والو په ټریننګ مرکز کې چاودنه

د سرچینو ترمخه د خیبر وادي تیراه په متره سیمه کې د ټي ټي پي یو مرکز کې بارودي مواد ځای په ځای شوې وو چې وچاودیدل او تر ۱۰ لسو زیات کسانو ژوند له لاسه ورکړو
ځایی اوسیدونکی وایی چی په سیمه کی د امنیتې چارواکو او فتنه الخوارج ترمنځه جګړو خبرونه راځي خو دواړو غاړو ته د کاميابي دعوی کیږی

سرچینې وایی وسله وال هم د مودي راهسی د ډرون استعمال کوی خو ددی ذمه واری چا نه ده منلې

پاک افغان بارډر سره نزدې د  ضلع خیبر وادي  تيراه  سیمه  يو ځل بيا د خوارجو ترهګرو د وحشت او درواغجن تبليغ ښکار شوې ده،   د تازه پېښې وروسته په ټولنيزو رسنيو کې دا درواغجن بيان خپور شو چې ګواکې د پاکستان هوايي ځواک پر اوسېدونکو بريد کړی، خو د باوري سرچينو، سيمه ييزو عيني شاهدانو او د امنيتي ادارو د پلټنو له مخې دغه دعوه په بشپړه توګه رد کړې ده او ویلي دي چې دا چاودنه د ټي ټي پي په یو مرکز کې شوې ده. .

سرچینې وایی چې د ترهګرو د خپلو زېرزميني بارودي زېرمو د چاودنې له امله دا پېښه رامنځته شوه، چې پکې له خوارجو سره يو ځای هغه عام وګړي اغیزمن شوي چې تل ی د ترهګر د خپلو ذاتي ګټو او حفاظت لپاره کاروي. .

د پېښې جزئيات

د ضلع خیبر په وادي تیراه  متر دره، د آکا خېل په سيمه کې ترهګرو يو لوی کمپاونډ جوړ کړی و، چې د بارودي ماينونو، سنایپر روزنې او د چاودېدونکو موادو او بمونو  د جوړولو د مرکز په توګه کارېده. د مالوماتو له مخې، هلته د خوارجو قوماندان امان ګل او مسعود له خپلو ډلو سره موجود وو.

ضلع خیبر وادي تیراه، کې بیا د پولیسو سرچینې وایی چې  د کمپاونډ د چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي دي. د پوليسو په وينا، وژل شويو کسانو کې ۱۴ کسه ادعا شوي جنګيالي شامل دي او د مړو شويو کسانو په منځ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ عام وګړي هم شامل دي.

د پوليسو د څرګندونو له مخې، دغه کمپاونډ د طالبانو د قوماندان امان ګل او مسعود خان لخوا د بم جوړولو د یو مرکز  په توګه کارېده او هلته وسله زېرمه شوې وه. د چاودنې له امله شاوخوا ګڼ کورونه هم ويجاړ شوي دي.

پوليس وايي، په دې ناارامه سيمه کې جنګيالي عام وګړي د بشري سپر په توګه کاروي او تراوسه په دې سیمه کې ګڼ شمیر عام وګړي داسې پیښو کې له منځه تللي دي. دا هم مهمه ده او باید یادونه وشي چې څو ورخې وړاندې هم د ټي ټي پي ډلې کسانو د امن لښکر یو رضاکار تښتولې وو چې بیا مړې په یو سیمه کې پروت اوموندل شول.

نورخبرونه

وادي تیراه کې تښتول شوې د امن لښکر رضاکار ق ت ل ش شوې

Related Articles

سرچینې: ځوانان په زور جبهاتو ته لېږل کېږي، شمال کې جبري جلب‌وجذب روان دی

March 4, 2026

په اوسنیو نړیوالو کړکېچونو کې، د امریکا تقاعد شوی کرنل ډوګلاس مک ګریګور ادعا کړې چې امریکایي بحري ځواک د ایران د کړکېچ له امله د خپلو دودیزو پوځي بنسټونو پر ځای د هند بندرونه د لنگر او لوژستیکي ملاتړ لپاره کاروي

March 4, 2026

سلمان نادوي د پاکستان ضد څرګندونو له امله نیول شوی، چې د نظریاتي تعصب او د پاکستان د خپلواکۍ د کمزوري کولو هڅې څرګندوي

March 4, 2026

پاکستان د طالبانو د بریاوو دعوې رد کړې، خپل سرحدي امنیت ټینګ ساتي او په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه هدف ګرځوي

March 4, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *