د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په خپل تازه بیان کې ویلي دي چې د پاکستان او هندوستان تر منځ څلور جګړې شوي، په دغو جګړو کې اربونه ډالر ولګول شول، هغه ټینګار کړې چې دغه پيسې بايد د ولس د پرمختګ او هوساينې لپاره کارول شوې واې خو په جنګونو ضایع شوي دی. .
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په لندن کې د اوورسيز پاکستانيانو فاؤنډېشن د يوې غونډې پر مهال وويل: “پاکستان او هند يو د بل ګاونډيان دي، موږ له يو بل سره اوسېدل او ژوندل کول پکار دي. موږ له هندوستان سره د برابروالي پر بنسټ خبرې کول غواړو، خو د کشمير ستونزه تر حل کېدو پرته د دواړو هېوادونو اړيکې نه شي ټينګېدای او ښې کیدلې. .”
نوموړي زياته کړه چې د کشميريانو وينه به هېڅکله ضايع نه شي، شهباز شريف د اوورسيز پاکستانيانو ستاينه وکړه او د غونډې ګډونوالو ته يې شعرونه هم واورول. د برېتانيا د څلور ورځني سفر پر مهال نوموړي د پاکستاني ټولنې او سوداګرو له استازو سره هم ليدنې وکړې. .
وفاقي اطلاعاتو وزير عطا تارړ په دې موقع وويل چې د وزيراعظم دا وينا به نن غرمه خپره شي. ده زياته کړه چې وزيراعظم پاکستان شهباز شریف ډیر په جوش و جذبه وينا وکړه او په دې غونډه کې خلکو زیات شمیر کې ګډون وکړو، وزيراعظم په خپله وينا کې د عمليات بنيان مرصوص، اقتصاد او سفارتي اړيکو په اړه هم خبرې وکړې .
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف به نن امریکا ته ځي
دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې نن تمه ده چې وزيراعظم شهباز شريف له لندن څخه امريکا ته د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون کولو لپاره روان شي. نوموړی به د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې وينا وکړي او د غزه پر موضوع تابیا شوې په ځانګړې غونډه کې به هم ګډون وکړي.
دا هم باید یادونه وشی چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف به د امریکا سفر پر مهال د کشمير، فلسطين او پر قطر د بريد په اړه هم د پاکستان دريځ وړاندې کړي
نورخبرونه
ترهګر له افغانستانه پر پاکستان بریدونه کوي: وزیراعظم شهباز شریف