تازه خبرونه

د سیمې ثبات لپاره د افغانستان او پاکستان همکاري اړینه ده: بیرسټر سیف

د خیبر پښتونخوا حکومت سلاکار او ویاند بیرسټر سیف اسلام آباد کې د افغانستان سفیر سره په یو شمیر مهمه موضوع ګانو ټینګار کړې دې
بیرسټر سیف اوویل چې افغانستان او خیبر پښتونخوا اولس یو بل ته د مذهب او کلتور لارې نزدې دي

سیف د افغانستان چارواکي ته ویلي دي چې قبایلي جرګې په سیمه ایز امن راوستلو کې مهم رول لوبولې شي

اسلام آباد: د خېبرپښتونخوا د حکومت د اطلاعاتو سلاکار بیرسټر ډاکټر سیف په اسلام‌اباد کې د افغانستان له سفیر سردار احمد شکیب سره وکتل

په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د ګډو ګټو پر موضوعاتو خبرې وشوې او د پاکستان او افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه تفصیلي تبادله‌ نظر ترسره شو. د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د روانې ناامنۍ پېښو په اړه هم مفصلې خبرې وشوې.

بیرسټر ډاکټر سیف د وزیراعلی علي امین ګنډاپور په مشرۍ کې د خېبرپښتونخوا حکومت د سولې او امنیت د هڅو په اړه افغان سفیر ته معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ چې د سیمې د دایمي سولې لپاره دواړو هېوادونو ګډ همکاري اړینه ده.

هغه وویل چې د پاکستان او افغانستان سوله یو له بل سره تړلې ده او اړینه ده چې دوه اړخیزې اړیکې لا پسې پیاوړې شي. په غونډه کې د سیمې د سولې او پرمختګ لپاره پر ګډو هڅو اتفاق وشو.

بیرسټر ډاکټر سیف د قبایلي جرګو پر ارزښت هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې قبایلي جرګې د سولې په ټینګښت کې مهم رول لوبولی شي. نوموړي زیاته کړه چې وزیراعلی علي امین ګنډاپور پخپله د قبایلي جرګو مشري کړې ده.

هغه وویل د افغانستان او خېبرپښتونخوا خلک د تاریخي، کلتوري او مذهبي اړیکو له لارې یو بل سره تړلي دي، او د خلکو ترمنځ د اړیکو زیاتوالی د سیمې په سولې کې مرسته کولی شي

افغان سفیرلوري د بشپړه ډاډ ژمنه

په دې لیدنه کې افغان سفیر سردار احمد شکیب د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د افغان حکومت له لوري د سولې د ټینګښت لپاره هر ډول همکاري ته چمتو دي. هغه زیاته کړه چې دایمي او پایداره سوله د دواړو هېوادونو په ګډو ګټو کې ده. په پای کې بیرسټر ډاکټر سیف د افغان ولس سره د همدردۍ څرګندونه وکړه، د وروستي زلزلې له اغېزمنو شویو کورنیو سره د مرستې ډاډ یې ورکړ او د هغوی لپاره دعا وشوه.

نورخبرونه

خیبر پښتونخوا له ترهګرۍ څخه بده اغیزمنه شوې په لومړۍ کرښه کې  صوبه ده: بیرسټر سیف

Related Articles

پاکستان په کندهار کې دقیق هوایي بریدونه ترسره کړل، چې موخه یې د طالبانو ځانګړي ځواکونه، د ډرون تاسیسات او د GDI مرکزي دفتر وو، تر څو د وسله‌والو ګواښونه له منځه یوسي

March 15, 2026

د کلی سناک په سیمه کې د یوه کومیказ ډرون د غورځېدو له امله درې ماشومان ټپیان شول. چارواکي څېړنې کوي او خلکو ته سپارښتنه شوې چې خبردار پاتې شي

March 15, 2026

د شنونکو په وینا، په تیرو څو کلونو کې د افغانستان خاوره د مختلفو وسله‌والو شبکو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه کارول شوې، چې له امله یې په سیمه کې کشیدګي زیاته شوې ده

March 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *