تازه خبرونه

پاکستان څخه خپل هیواد افغانستان ته د افغان وګړو واپس تللو لړۍ دوام لري

د ملګري ملتونه ادارې ،یو این ایچ سي آر معلوماتو ترمخه افغانستان ته واپس تلونکي پي او آر کارت لرونکي یو افغان خاندان ته ۱۵۶امریکایی ډالر ورکول کیږي

1 min read

افغان وګړي او د افغانستان بیله بیل سازمانونه غوښتنه کوي چې دا نغدې مرستې دې زیاتې کړې شي.

یو این ایچ سي اداره وایی د افغانستان هر یو افغان خاندان ته ۱۵۶ ډالر او د کورنۍ هر یو غړي ته ۳۵ ډالر ورکولې شي

لنډي کوتل: د پاکستان بیله بیلو سیمو څخه د تورخم له لارې افغانستان ته د واپس تلونکو افغان کډوالو لړۍ دوام لري او د سرچینو ترمخه له لومړې نیټې د اګست څخه تر ۱۸ سپتمبر پورې د یو لک څخه زیات پي او آر کارډ لرونکې افغان وګړي خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

 د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو او قبایلي چارو ریاست د معلوماتو له مخې، یوازې پرون د پی او آر کارټ لرونکي ۲ زره ۵ سوه او ۹۰ نوي افغان وګړي د تورخم له لارې افغانستان ته واپس ستانه شوي دي، د یاد ریاست په وینا، پرته له سفري اسنادو ۹۱۷ افغان وګړي هم له هېواده واپس افغانستان ته ستانه شوي دي. ددې ریاست ترمخه افغان پي او آر  کارت لرونکي ۱ لک، ۱۱ زره او ۵۴ افغان وګړي افغانستان ته واپس ستانه شوي دي.

 هم دې ریاست څخه معلومه شوې ده چې افغان سیټیزن کارت لرونکي ۵۰ زره او ۳۵ افغان وګړي هم واپس افغانستان ته تللي دي.

یو این ایچ سي افغان کډوالو سره مالي مرسته هم کوي  

افغانستان ته واپس تلونکو افغان کډوالو سره د ملګري ملتونو د نړیواله د کډوالو اداره یو این ایچ سي آر لوري هم نغدي مرستې ورکول کیږي.

د یو اهلکار د معلوماتو ترمخه یو افغان خاندان ته چې پي او آر کارت لري، ۱۵۶ امریکایی ډالر ورکول کیږي او په افغان خاندان کې بیا هر یو د کورنۍ غړي ته هم ۳۵ امریکایی ډالر ورکول کیږي.

هم ددې اهلکار د معلوماتو ترمخه د خیبر پښتونخوا په اضاخیلو کې د یو این ایچ سي دفتر لوري دې افغان کډوالو ته یو فورمه ورکول کیږي چې ددې کورنۍ ټول غړي پکې لیکل شوي وي، دې افغان خاندان له بیا دا ضروري وی چې په اووه ورځو کې افغانستان کې دننه دا مرستې لاس ته راوړي.

د سرچینو ترمخه افغانستان ته واپس تلونکو افغان وګړو  ته به وړاندې د هر یو افغان خاندان په سر ۴۰۰ امریکایی  ډالرو مرستو شوه خو وس څه مالي ستونزو له امله دا مرستې کمې شوي دي.

پاکستان کې د افغان کډوالو ټولنیزو مشرانو لوري غوښتنه شوې ده چې دا مرستې باید تر ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ ډالرو ورسي ځکه د پاکستان څخه افغانستان ته واپس تلونکو افغانانو څخه د کرایه په شکل کې په لکونو روپۍ اخستل کیږي. مشران وایی چې افغان وګړي زیات غریبه دي او دوی نه شوي کولې په لکونو روپې کرایه ورکړي نو ځکه دوی غوښتنه کوي چې ملګري ملتونو دې دا مرستې تر ۲۰۰۰ ډالرو ورسوی چې  افغان کورنیو د پاکستان څخه د ټرکونو کرایه او نور د ژوند اړتیاوې پوره کړي.

نورخبرونه

جون مياشت کښې د ايران نه دوه نيم لکه نه زيات افغان خپل هيواد ته راستون شوی دی

Related Articles

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

وژل شوي ترهه ګرو کښې درې افغانان هم شامل دي، صدر او وزيراعظم د امنيتي ځواکونو عمليات ستائيلي دي

September 21, 2025

د افغانستان اسلامي امارت په خبرپانړه کې وایی چې د امریکا لوري د بګرام نیونې خبرې د دوحه تړون څخه ښکاره سرغړونه ده

September 21, 2025

افغان چارواکي وایی چې چا امریکایان افغانستان ته راوستلي وو نن هغوی له دې ځایه تښتیدلې دي

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *