پېښور: د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر سیف لوري په صوبه کې د امن د خبرو اترو جرګه افغانستان ته لیږلو په اړه یو مهم خبر او وفاق ته پیغام مخ له راغلې دې.
بیرسټر سیف په خپل بیان کې ویلي دي چې وفاقي حکومت دې زر تر زره د افغانستان سره د خبرو لپاره پلاوی واستوي.
نوموړي وایی او ګواښ ی کړې دې چې که چرې وفاقي حکومت افغانستان ته جرګه نه لیږي نو د خیبر پښتونخوا لوری جرګه افغانستان ته تګ لپاره تیاره ده.
نوموړي وایی چې خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ پر ضد مخکښه او لومړې کرښه کې صوبه ده، هغه وایی او ټینګار کوي چې د ترهګرۍ ټول بار د خیبر پښتونخوا صوبې به اوږو پروت دې.
نوموړي ټینګار کوي چې د خیبر پښتونخوا د قربانیو له امله د هېواد نورې برخې د ترهګرۍ له اوره خوندي دي او ددې صوبې اولس او امنیتي اهلکار د مالونو او ځانونو قربانۍ ورکوي.
هغه وایی چې وفاقي حکومت دې دې شخړې ته جدي پاملرنه وکړي او دا ستونزه دې په ډیر غور او فکر د هوارولو لپاره هڅي عملي کړي، نومړي وایی او زیاتوي چې په هر شي باندې سیاست نه شي کیدلې او دا د انساني ژوند معامله ده او په دې سیاست نه شي.
وفاقي حکومت ته په اشاره سره هغه وایی چې وفاقي حکومت دې دې یا خپله له افغانستان سره اړیکه ونیسي او یا دې خیبر پښتونخوا ته اجازه ورکړي چې هغه افغانستان سره د امن او ثبات په لړ کې یوه جرګه افغانستان ته واستوي.
نوموړي وایی چې که د ترهګرۍ اور د خیبر پښتونخوا نه بهر خپور شو نو ټول هېواد ته به لمبې ورشي او ټول هیواد به دې سره اور واخلي. هغه وایی چې افغانستان له پامه غورځول د وفاقي حکومت ستره تیروتنه ده.
دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې په کال ۲۰۲۲ کې هم د صوبایی حکومت لوري د قبایلي مشرانو او سیاسي مشرانو لوري یو جرګه افغانستان ته تللې وه چې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې ټي ټي پي سره د امن معاهدې په لړ کې افغان حکومت سره خبرې وکړي.
نورخبرونه
باجوړ امن جرګه:مشرانو له افغانستان څخه مهمه غوښتنه کړې
په وادي تیراه کښې کالعدم ټي ټي پي سره د مشرانو جرګه کامیابه شوې