تازه خبرونه

ملګري ملتونو پاکستان کې د سیلاب ځپلو لپاره ۵ ملیونه ډالرو اعلان کړې

په دې وروستیو سیلابونو کې د پاکستان په پنجاب صوبه کې په زرګونو ایکړه کرنیزه ځمکه سیلابونه ویجاړه کړه، په زرګونو کورونه په سیلابونو کې ډوب شول

1 min read

پاکستان او په پاکستان کې د بیله بیلو تنظیمونو مشرانو د ملګري ملتونو په دې سخت وخت کې دا مرسته ستایلې ده.

September 16, 2025

اسلام‌اباد : ملګري ملتونو د پاکستان د وروستيو بارانونو او سېلابونو له امله د بیړنۍ مرستو ورکولو لپاره ۵ ميليونه ډالر اعلان کړي دي. دا پيسې د حکومت پاکستان تر مشرۍ لاندې د مرستو بهير د پياوړتيا لپاره د مرکزي هنګامي فنډ څخه ورکړل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بېړنيو مرستو همغږي کوونکي ټام فليچر ويلي چې دا فنډ به لږ تر لږه دوه ميليونه بې کوره کسانو ته سمدستي مرسته ورسوي. د دې مرستو په لړ کې به پاکې اوبه، خوراک، د سرپناه سامان،  کټونه، مچردانۍ، طبي اسانتياوې، نفسياتي مرسته او عاجله نقدي مرسته ورکول کېږي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي محمد يحيیٰ وويل: “حکومت د خلکو په خوندي ځایونو کې د کډه کولو ښه کار کړی، خو ټولنې لا هم له ستونزو سره مخ دي. دا فنډ به د حکومت سره يو ځای د اغېزمنو کورنيو د عاجلې مرستې لپاره کارول شي.”


انساني تلفات او تاوانونه

د جون له ۲۶ راهیسي د سیلابونو او بارانونو له امله ۹۳۲ کسان وژل شوي ، ۱۰۶۰ ټپیان شوي دي او له ۸۲۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي دي یا سخت زیانمن شوي دي، په زرګونو کلي لا هم د اوبو لاندې دي ، په ځینو سیمو کې د ابو ژوروالۍ تر ۱۰ متر رسیدلې دي چې د مرستو رسیدل ی ډیر زیات ستوننزمن کړي دي.

 په ۲۰۲۲ کال کې هم سېلابونو پاکستان ته سخت زیان اړولی و، چې پکې ۱۷۰۰ کسان مړه، ۳۳ ميليونه بې کوره او له ۳۰ ميليارده ډالرو ډېر مالي زيان شوی و.

ماحولیاتي خطرونه

پاکستان د نړۍ د کاربن په اخراج کې يو فيصد هم نه لري، خو د اقليم له خطرونو سره د مخامخ لسو هېوادونو په ډله کې راځي. د تودوخې زياتوالی، د ګليشېرونو وېلې کېدل او سخت موسم خطرونه نوره هم زياتوي. کارپوهان وايي چې هېواد ته د ۲۰۳۰ تر کال پورې د چاپېريالي لچک لپاره لږ تر لږه ۳۴۸ ميليارده ډالر پکار دي.


د کال ۲۰۲۵ پاکستان کې د سخت سیلابونه او بارانونه تفصیل

په بونیر کې په ۱۵ اګست د وریځو د چاودلو له امله په یوه ساعت کې ۱۵۰ ملي متره باران وش، کراچۍ او شا وخوا سیمو کې په ۱۹م اګست  ښاري سیلاب، بیړنۍ حالت اعلان شو، په غذر ګلګت بلتستان کې د ګلیشیر چاودنې له امل ګڼ کلي په ۲۲ اګست سیلاب کې لاهو شول.

د هند لوري د ډیمونو اوبو پریښودل

د هند لوري په ۲۶ اګست ناڅاپی اوبو خوشې کول، په پنجاب کې ۱۵ کسان اووژل شول او دوه لکه کسان  بې کوره شول. پنجاب کې په ۲۵ اګست ، بارانونو او ډیمونو خوشي کیدو پراخ سیلابونه راوستل،  په ۶ سپتمبر د ستلج ، چناب او راوي سیندونو له امله سیلاب ۳۹۰۰ کلي ډوب کړل، د سندهه صوبې چاروکو په ۷ سپتمبر یو لک کسان د سیند لاندې سیمو څخه خوندي ځایونه ته ولیږل چې ددوی ژوند بچ شی.

راتلونکې پلان او خبردارۍ

ملکي ادارې خبرداری ورکوي چې تر ټولو عاجلې اړتیاوې د څښاک پاکې اوبه، خوراک، سرپناه، روغتيايي اسانتياوې او صفايی ده خو دا ناورين دا هم روښانه کوي چې پاکستان ته د اوږدمهاله چاپېريالي پانګونې لپاره اړین ګامونه اخستل په کار دي.

نورخبرونه

د هند لوري پریښودل شوو اوبو پنجاب کې ویجاړي او زیانونه رامنځ ته کړې

Related Articles

د امریکا افغانستان لپاره پخوانۍ ځانګړې استازې زلمي خلیلزاد په خپل تازه بیان کې د بګرام هوایی ډګر بیانونه ناسم بللي دي

September 22, 2025

د بولرانو ناقصه کارکردګی، پاکستان په ۶ وکټو ميچ بائيللے دے

September 22, 2025

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

وژل شوي ترهه ګرو کښې درې افغانان هم شامل دي، صدر او وزيراعظم د امنيتي ځواکونو عمليات ستائيلي دي

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *