تازه خبرونه

ايشيا ټي ټوئنټي ټورنمنټ، هند خلاف د پاکستاني بيټسمينانو ناقصه کارکردګي،هندوستان په ۷ وکټو ميچ ګټلې دے

هند له ماتې ورکولو په حواله ګرين شرټس نه د قام او کرکټ مينه والو تړلي توقعات او اميدونه خاورې شويدي،پاکستان به بل ميچ د عرب امارات خلاف لوبوي
ايشيا ټي ټوئنټي ټورنمنټ، هند خلاف د پاکستاني بيټسمينانو ناقصه کارکردګي،هندوستان په ۷ وکټو ميچ ګټلې دے

پاکستان کرکټ ټيم ناقصه کارکردګي،هند نه ئې ميچ بائيللي دے

دوبئۍ کرکټ سټيډيم باندې د کرکټ د ميدان د ټولو لويه مقابله د دوه روايتي حريفانو پاکستان او هند ترمينځ شوي وه کوم که چې هندوستان په اووه وکټو سره پاکستان له شکست ورکړې وو۔ د پاکستاني ټيم کپتان سلمان آغا ټاس ګټلو وروستو اول بيټنګ کړي وو ولې د مخالف ټيم د باولرانو د غوره کارکردګۍ په وړاندې د پاکستان يو هم بيټسمين ښه لوبه وړاندې کولو او هند ته لوئي هدف ورکولو کښې ناکامه شوي وو، پاکستاني ټيم په ټاکلي شوي ۲۰ اورونو کښې د نهه لوبغاړو په زيان ۱۲۷ رنز جوړ کړي وو۔ د هندوستان کلديب يادو د پاکستان درې لوبغاړي آؤټ کړي وو،جسپرټ بمرا او پټيل په دې ميچ کښې دوه دوه وکټې اخستې وې، يو وکټ پنډے او بله وکټ چکر ورتي ترلاسه کړي وه ۔ د پاکستان له لوري صاحبزاده فرحان څلويښت رنز جوړ کړي وو، شاهين آفريدي جارحانه او تيز بيټنګ کړي وو او په شپاړس بالونو ئې دري ديرش رنز جوړ کړي وو چې پکښې څلور چهکې شامل وې دغه رنګ فخر زمان اوولس رنزونه جوړولو کښې کامياب شوي وو۔ مخالف حريف ته د ميچ د ګټې لپاره د کم رنزونو ټارګټ ورکولو نه پس طمع څرګنديده چې د پاکستاني ټيم سپينر باولران به ميچ د پاکستان په حق کښې راوګرځوي خو د بيټسمينانوپه رنګ باولرانو هم غوره کارکردګي نه وه وړاندې کړے او هندوستاني ټيم ښه په آسانۍ سره دا ميچ په اووه وکټو ګټلې دے ۔ د هند لخوا کپتان سوريا کمار يادو ۴۷ ، ابهيشک شرما ۳۱ او تلک ورما هم ۳۱ رنزونه جوړ کړي وو ۔ د هندوستان درې واړه بيټسمينان صائم ايوب آؤټ کړي وو۔ د غوره کارکردګۍ په بنياد کلديپ يادو ته د ميچ د ښه لوبغاړي ايوارډ ورکړي شوېدے ۔ دا ميچ په مجموعي توګه د دې ټورنمنټ شپږم ميچ وو۔ پوائنټ ټيبل په لحاظ په ګروپ اے کښې هندوستان د څلور پوائنټونو سره په اول نمبر دے،د پاکستاني ټيم دوه پوائنټونه دي او په دوئم نمبر دے، په ګروپ بي کښې افغانستان ټيم په اول نمبر او سري لنکا ټيم په دوئم نمبر دے ۔ پاکستاني کرکټ ټيم به خپل دريم ميچ د شورو په ورځ د متحده عرب امارات خلاف لوبوي

Related Articles

پاکستان د زیاتېدونکو کړکېچونو او سرحدي ترهګریزو ګواښونو په منځ کې په افغانستان کې د وسله والو د بنسټونو پر وړاندې ټاکلي حملې پیل کړې

March 13, 2026

پاکستان او چین د ترهګرۍ او افراطي ګواښونو د مخنیوي لپاره پر پیاوړو تدابیرو موافقه وکړه، چې په سیمه کې د امنیتي همکارۍ وده کوي

March 13, 2026

د سیمې منځګړي هېوادونه لکه پاکستان، عمان، مصر او ترکيه له ایران سره پټه/غېر رسمي خبرې کړي دي او د ایران څخه غوښتنه کوي چې له امریکا سره د تاوتریخوالي د کمولو او ممکنه هوکړې لپاره خبرو اترو ته زمینه برابره کړي

March 13, 2026

ایران د مجتبی خامنه‌ای د هېواد د نوې سترې مشرتابه له لوري خپل لومړی صوتي پیغام خپور کړی، چې پکې یې سخت خبردارۍ کړې دي. په دې پیغام کې ویل شوي

March 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *