تازه خبرونه

  باجوړ کې ګنړ شمیر ترهګر چې له منځه یوړل شو،افغان نیشنل وو: امنیتي چارواکي

د باجوړ په سربکف عملیاتو کې زیات شمیر افغان ترهګر وو چې د افغانستان بیله بیلو ولایتونو سره تړاو لري.

1 min read

د پاکستان او قبایلي ضلعو کې زیات شمیر ترهګر له افغانستانه تړاو لري چې د پاکستان په ضد ترهګري کوي.

د پاکستان حکومت او امنیتي ځواکونو له لوري که د اولس او هیواد په ګټه دا عملیات کیږي خو بل اړخ ته مخالف پي ټي ایی ګوند ددې په ضد فعالیتونو ته دوام ورکوي.

September 13, 2025

په ټولینزو رسنیو ، د افغانستان او پاکستان د چارو څیړونکې مهاز په ایکس راپور ورکوي چې د باجوړ ضلعې به روان اپریشن کې د پاکستان امنیتي ځواکونو دوه نور افغان تبعه ترهګر وژل.

وژل شوي کسان د ننګرهار اوسېدونکی زرکاوي منصور او د لوګر اوسېدونکی روحاني ياد شوي دي. دا کسان په هغو سيمه‌ييزو عملياتو کې ووژل شول چې موخه يې د جنګیالیو پټنځایونه پاکول دي.

تر دې وړاندې د لوګر اوسېدونکی او له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره تړاو لرونکی احمدي ګل د باجوړ په يوه ډرون برید کې وژل شوی و. د امنیتي چارواکو په وینا، په تېرې اونۍ کې وژل شوو جنګیالیو کې شپږ افغانان شامل دي، چې پېژندګلوي یې بشپړه شوې او ډېر ژر به جزييات خپاره شي. چارواکو زياته کړه چې لږ تر لږه درې نور افغان جنګيالي د پاکستاني طالبانو ترڅنګ وژل شوي دي.

د تګ راتګ لارې تر فشار لاندې

د ملکي ادارې يو چارواکي ډان ته وويل چې عملیات اړین دي ځکه باجوړ د نهه ضلعو او د مردان د کټلنګ ترمنځ د “ترانزېټ لارې” په توګه کار کوي.
نوموړي زياته کړه که چیرې  جنګیالي د باجوړ له غرونو نه وای مهار شوي نو د خیبر پښتونخوا برخې به ی نیولې وای. :

 د جولای ۲۹مه ۲۰۲۵ کې پوځ د سربکف عمليات پيل کړل، وروسته له هغې چې د قومي مشرانو او د جنګيالو د استازو ترمنځ دوه اونۍ جرګې بې‌پایلې ختمې شوې. کله چې جنګيالو د سيمې پرېښودو ته غاړه کینه ښودله، نو اوسېدونکو په خپله خوښه کورونه خالي کړل څو پوځ وکولای شي عمليات وکړي.

چارواکي وايي چې دا لومړی ځل دی چې په داسې ډول سيمه‌ييز هدفمند عمليات ترسره کېږي، چې له خلکو سره په سلا مشوره طرحه شوي دي تر څو د کورونو او شتمنیو تاوان کم شي.

بې‌ځايه کېدل او واپس ستنېدل

په دغو عملیاتو کې نږدې     یویشت ۲۱ زره  کورنۍ بې‌ځايه شوې، چې له هغې  ۸۲۰۰  حکومت په ځايونو کې او ۱۲۸۰۰ د کوربه ټولنو سره مېشتې شوې. چارواکو تاييد کړه چې تر

درې زره ۳۰۰۰ کورنۍ بیرته ستنې شوي ځکه پوځ په ۳۶ سیمې کې ۱۱ سمیې له ترهګرو پاکې کړي دي.  

    مقامي مشران مني چې د ولس د ژوند او مال ساتنه د دولت دنده ده، او په رسمي ډول يې پوځ ته واک ورکړی چې د دولت واکمنۍ ته وده ورکړي. چارواکو ژمنه کړې چې د عملياتو پر مهال هر ډول زيان په اړه اغیزمنو کورنیو سره مرستې وشي. .

د خيبر پښتونخوا پر کچه ګواښونه

امنیتي چارواکو په وینا خیبر پښتونخوا کې تر ۸۰۰۰ ترهګر شتون لري، په باجوړ او خیبر کې ۸۰۰ جنګیالي میشت دي ، زیاتوي چې دا ترهګر له افغانستانه په بیله بیلو لارو پاکستان ته راداخل شوي دي.

د جنګيالو فعالیتونه په ګڼو سیمو کې رامنځته شوي، لکه پېښور، ټانک، ډېره اسماعيل خان، بنو، لکي مروت، سوات، شنګله او د ورګډو قبايلي ضلعو کې چرته چې دا ترهګر امنیتي ځواکونه په نښه کوي. . .

سربېره پر دې چارواکو تاييد کړه چې د بنو په فرنټير کورپس لاينز بريد کې له پنځو ځانمرګو بریدګرو څخه درې افغانان وو ، نجیب الله غرف حذیفه مهاجر د خوست ولایت، ملا شبیر احمد عرف مولوی بلال مهاجر د وردګ ولایت او عبدالعزیز عرف قاصد مهاجر د پکتیکا د متاخان اوسیدونکې پيژندل شوې دې

سياسي مخالفت

دغه عملياتو سياسي مخالفتونو هم پارولي دي. د پاکستان تحریک انصاف بندی مشر عمران خان خپلو پلویانو ته ويلي چې د دولت د «سخت دریځ» پر وړاندې مقاومت وکړي. خو امنیتي چارواکي ټينګار کوي چې عمليات اړين دي څو د خيبر پښتونخوا بې‌ثباته کېدو او د تاوتريخوالي د خپرېدو مخه ونيول شي

https://x.com/ImranKhanPTI/status/1966087574373494951?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1966087574373494951%7Ctwgr%5Ef083345f5449a7099c36dea86ed4d4c7fee7166c%7Ctwcon%5Es1_c10&ref_url=https%3A%2F%2Fhtnworld.com%2Fpakistan-security-forces-neutralize-afghan-nationals-in-bajaur-counter-terror-operation%2F

د ملکي ادارې يو چارواکي ټينګار وکړ:

 «که اقدام ونه‌شي، لږ تر لږه ۱۰ ضلعې به د جدي امنيتي ګواښونو سره مخ شي. د باجوړ د ترانزېټ لارې حیثیت دا سيمه ډېره مهمه کوي او بايد د جنګيالو لپاره خوندي پناه‌ځای ونه ګرځي سره له مخالفتونو، چارواکي وايي چې تر اوسه عملياتو خپل مهم اهداف ترلاسه کړي، دوی وایی چې  له لږو تاوانونو سره دی بریالي شوي دي. بې‌ځايه شوې کورنۍ بېرته ستنېږي او پوځ ټينګار کوي چې دغه کمپاین د سرحدي ترهګرۍ د مهار او د قبایلي سيمو د ثبات لپاره اړين دی

Related Articles

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *