تازه خبرونه

ټي ټونټي کرکټ سیالۍ:  پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه

په متحده عرب اماراتو کې د شل اووریزو کرکټ سیالیو کې پاکستان افغانستان ته په ۷۵ اویا منډو ماتې ورکړه

پاکستان افغانستان ته په متحده عرب اماراتو کې راجوړ شوي د ټي ټونټي سیالیو په پایلوبه کې ماتې ورکړه.

په متحده عرب اماراتو کې جاري د کرکټ په درې اړخیزه شل اوریزه سیالۍ پایلوبه کې، د محمد نواز د تباه‌کوونکې توپ اچونې له امله  پاکستان افغانستان ته په  ۷۵ منډو  ماتې ورکړه او فاینل لوبه ی وګټله. .

یاده پایلوبه په شارجه کې ترسره شوه، چې پکې پاکستان د پچه ګټلو وروسته د لومړي توپ وهنې پرېکړه وکړه. پاکستان په  ۲۰ اورونو کې د ۸ ویکټو په زیان ۱۴۱ منډې جوړې کړې. د پاکستان له لوري فخر زمان ۲۷، محمد نواز ۲۵ او سلمان اغا ۲۴ منډې وکړې.

مهمه ده چې یادونه وشي چې د افغانستان له لوري راشد خان درې، نور احمد او فضل‌الحق فاروقي دوه ـ دوه  د پاکستان توپ وهونکي وسوځول. .

د ۱۴۲ منډو هدف په ځواب کې افغان لوبډله د محمد نواز د ښه  توپ اچونې له امله په ۱۵ اعشاریه ۵ اورونو کې ټولټال په ۶۶ منډو وسوځېدل .

د ټي ټونټۍ په دې سیالیو کې د پاکستان توچ اچونکې محمد نواز د پایلوبې غوره لوبغاړی وګرځېد، هغه نه یوازې هټریک،یعني درې لوبغاړي په پرله پسې توپ اچوونه وسوځول  بلکې په ۴ اورونو کې یوازې د ۱۹ منډو په ورکولو یې  ټول ۵ لوبغاړي وسوځول. نواز خپله هټریک په دوو اورونو کې بشپړه کړه، د شپږم اور په پنځمه او شپږمه توپونو یې دوه ویکټې واخیستې او بیا د اتم اور په لومړۍ توپ یې درېیمه ویکټ هم ترلاسه کړه . د پاکستان ټیم توپ اچوونکو د نواز ترڅنګ سفیان مقیم او محمد ابرار دوه ـ دوه ویکټې، او شاهین افریدي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د لته مهمه ده او باید چې یادونه وشي چې د  افغانستان له لوري لوبډلمشر راشد خان د ۱۷ منډو په جوړولو غوره توپ وهونکی وګرځول شو.

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې په ټول هیواد او بیا په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا کې د کرکټ مینه والو د پاکستان او افغانستان د کرکټ لوبې څخه خوند واخستلو.

Related Articles

د زده کړو حق د هیچا نه اخیستل کېدای نشي؛ افغان نجونې لا هم د تعلیم او ازادۍ لپاره مبارزه کوي. ستاسو ملاتړ د هغوی راتلونکی رڼا کوي

March 8, 2026

اجمل سهیل د هندوستان-اسرائیل په رسنیو کې د افغان شنونکي په توګه وړاندې کېږي څو د پاکستان ضد روایتونه خپاره کړي او د سیمه‌ییزو بحثونو په اغېز کې برخه واخلي

March 8, 2026

پاکستان د نړیوالو تېلو د نرخونو د زیاتوالي سره سره د سون توکو د بیو لوړوالی محدود کړی، ترڅو مصرف کوونکي د لوړیدونکو نړیوالو نرخونو له بشپړ اغېز څخه خوندي وساتي

March 8, 2026

په ميرانشاه کې د ځانمرګي برید له ځوان بریدګر سره د وسله‌والو ډلو لخوا د ماشومانو د کارونې په اړه نوې امنیتي اندېښنې راپورته شوې

March 8, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *