تازه خبرونه

د خالصتان تحریک مشر د پاکستان ملاتړ په اړه یو تازه بیان مخې ته راغلې

د خالصتان تحریک یو مشر ګرپتونت سنګهه پنو ویلي دي چې پاکستان که څه هم له هند وړوکې دې خو د ایمان او غیرت جذبې په وجه ی هند ته ماتې ورکړه

1 min read

خالصتان تحریک مشران په ټوله نړۍ کې د سیکانو د ازادۍ تحریک چلوي

September 6, 2025

د خالصتان تحریک د عمومي منشي ګرپتونت سنګه پنو څرګندونې مخې ته راغلي دی، هغه ویلي دي چې د هند ا پاکستان  ۱۹۶۵ جګړه د سکهانو لپاره د حوصلې مثال دې.

د خالصتان تحریک عمومي منشي ګرپتونت سنګه پنو په خپل وروستي بیان کې ویلي چې د سکهانو ملت باید د خپل هدف د ترلاسه کولو لپاره هماغسې په عزم او حوصله ودریږي لکه څنګه چې پاکستان په ۱۹۶۵ جګړه کې د هند یرغل ته ودرېد او هند ته ی ماتې ورکړه. .

هغه وویل پاکستان، که څه هم یو کوچنی هېواد و، د ځان نه پنځه چنده لوی هند پر وړاندې ودرېد. د هغه سرچینې محدودې وې، خو ایمان، غیرت او جرأت یې بې‌حده وو. نن موږ ته هم د همدې جذبې اړتیا ده څو د خپلې آزادۍ او حقونو لپاره د نړۍ پر وړاندې ودرېږو.

هغه اوویل چې په ۶ سپتمبر ۱۹۶۵ کې هند پر پاکستان برید وکړ، چې د نړۍ لویو قدرتونو او د هند مشرتابه باور درلود چې پاکستان به ډېر وخت مقاومت ونه شي کړای. خو د پاکستان پوځ، ولس او مشرتابه داسې دفاع وکړه چې دغه ورځ په تاریخ کې د یوم دفاع پاکستان په نوم ثبت شوه. د لاهور له محاذه تر سیالکوټ پورې د هند یرغل شنډ شو او دښمن پلانونه ناکامه شول.

د خالصتان تحریک مشرتابه له اوږدې مودې راهیسې د هند دننه د ظلمونو، مذهبي او سیاسي استحصال او د بشري حقونو د سرغړونو پر ضد غږ پورته کوي. په ځانګړي ډول د ۱۹۸۴ پېښو کې چې پر سکهانو دولتي جبر وشو، دا تحریک نور هم زیات کړو.  په همدې کلونو کې پر ګوردوارو هم بریدونه وشول او د ټانکونو په وسیله وځپل شول. له دغو پېښو وروسته د سکهانو ملت د خپل آزاد وطن د جوړولو هوډ وکړ.

هغه اوویل چې د پاکستان تاریخي رول او قربانۍ د خالصتان رهبران د یوې بېلګې په توګه وړاندې کوي. له همدې امله د دې تحریک مشران په خپلو ډېرو ویناوو او بیانونو کې د پاکستان د جرأت یادونه کوي.

کارپوهان وایي، د خالصتان د مشر وروستۍ څرګندونې ښيي چې هغه تحریکونه چې د هند پر ضد غږ پورته کوي، پاکستان د حوصلې او عزم نښه ګڼي. د ۱۹۶۵ جګړې پیغام دا و چې اصلي ځواک په مادي سرچینو کې نه بلکې په اصلي  ایمان، قربانۍ او لوړو حوصلو کې پټ دې.

Related Articles

اسلام‌اباد وایي چې د پولې دواړو غاړو د ناامنۍ سرچینه د TTP خوندي پټ ځایونه دي.

December 10, 2025

این ار ایف وایي برید په دوو مرحلو کی نصب شوي بم او راکټي حملو—کې ترسره شوی او د طالبانو د بټالین د رئیس الارکان هم وژل شوي

December 10, 2025

روس هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه د سختې اندیښنې څرګندونه کړې ده او دا ترهګرۍ ډلې ی د افغانستان او ګاونډي هیوادونو لپاره لوی ګواښ بللې

December 10, 2025

له روس څخه د تیل وړونکي کارګو اورګاړې د افغانستان هرات ولایت ته رارسیدلې دې

December 10, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *