پاکستان د ۲۰۲۵ د سپتمبر پر ۹مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۰م سیشن پر مهال د نړیوال سولې، همکاریو او د بشري حقونو د اصولو د ملاتړ ژمنه یو ځل بیا تکرار کړه. پاکستان تل د ملګرو ملتونو د منشور تر سیوري لاندې له ګڼو هېوادونو سره په ګډه د نړیوالې سولې د ودې لپاره کار کړی، خو کورنیو ننګونو یې تل دا هڅې ازمایلې دي.
پاکستان له ۱۹۶۰مې لسیزې راهیسي تراوسه پورې له دو لکو ۲۰۰۰۰۰ زیات خپل امن ساتونکي پوځیان د ملګري ملتونو په مشرۍ کې د نړۍ بیله بیلو هیوادونو ته استولي او هلته ی د امن ټینګولو لپاره خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي دي.
نن هم د پاکستان ۴۲۰۰ امنیتي اهلکار په بیله بیلو مشنونو کې خدمتونه ورکوي چې له وجهې ی پاکستان د امن لپاره خپل فعال رول لوبوونکي هیوادونو کې شامل دې.
له دې ذمه وارې پرته نن په نړۍ کې پاکستان په خپله د ترهګرۍ ښکار دې ، ۲۰۲۴ کال ۱۱۷۷،کسان په ترهګریز بریدونه کې ژوند له لاسه ورکړې ، په دې کې ۴۸۸ عام وګړي او ۴۶۱ سیکوریټي اهلکار شامل دي.
پاکستان د وسلو د کمولو، د چاپېریال د عدالت او د عادلانه پرمختګ په نړیوالو هڅو کې هم ونډه اخستې، خو په کور دننه لا هم خونړي بریدونه زیات شوي دي.
د ۲۰۲۵م د فبرورۍ میاشت کې د ملکی تلفاتو کچه د ۱۷۵ سلنې په اندازه لوړه شوه، ځکه په ۷۹ ترهګرو بریدونو کې ۵۵ ملکي وګړي وژل شول. همدارنګه د ۲۰۲۵م د اګست میاشت کې په ۱۴۳ بریدونو کې ۱۹۴ کسان مړه شول چې پکې ۶۲ عام وګړي او ۷۳ امنیتي سرتېري شامل وو.
پاکستان په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون د ککړتیا لږه ونډه لري، خو د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې تر ټولو ډېر د اقلیمي ګواښونو سره مخامخ دي.
په کال ۲۰۲۲ کې د سیلابونو له امله ۳۳ ملین وګړي بې کوره شو، ۱۷۰۰ مړه شول، ۲ ملیونه کورونه تباه شول، او تر ۳۰ ملیارده زیان ورسیدلو.
د کال ۲۰۲۵ مون سون بارانونو او سختې ګرمۍ نورې هم خطرې زیاتې کړې دي چې له امله ی ۲۲۰ ملین پاکستاني وګړي د اوبو د کمې او د ماحولیاتي بدلون ښکار دي.
د سیمهییزې سولې لپاره پاکستان د ۲۰۲۵م د مې میاشت کې د هند له خوا رامنځته شوې کړکېچ د امریکا په منځګړیتوب تر کنټرول لاندې راوست، خو هند د سولې پر ځای کړکېچ ته زور ورکړ. هند له ۶۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د انډس واټرز تړون یو اړخیز ډول وځنډاوه، چې د پاکستان د ۲۴۰ میلیونو وګړو لپاره د کرنې، خوړو او کلیوالي اقتصاد د بقا ستن بلل کېږي.
د ۲۰۲۵م د اګست پر ۲۶مه د هند له خوا د بندونو ناڅاپي خوشې کولو له امله ۲۰۰,۰۰۰ کسان بېکوره، ۱۵ تنه وژل شوي او میلیونونه جریبه کرنیزه ځمکه تباه شوه.
د انساني حقونو په اړه پاکستان د نړۍ دوه مخي معیار ته اشاره کړې ده، په مقبوضه کشمیر کې ۸ ملیونه مسلمانان د آزادۍ حق څخه محرومه ساتل شوي او په فلسطین کې په کال ۲۰۲۵-۲۰۲۴ کې په خبریالانو ، هسپتالونو او ماشومانو باندې بریدونه ترسره شول، په دې اړه د نړۍ ځواب ډیر کم وو.
داسې تګلارې په نړیوال کچه انساني حقونو باندې بده اغیزه کوي او په نړۍ کې د ملګري ملتونو په نظام باندې د کم اعتمادۍ لامل ګرځي .د پاکستان پیغام د ۸۰مې عمومي اسمبلۍ لپاره څرګند دی.
د پاکستان دا دریځ دې چې د سولې تړونونو ژمنیتا، د اقلیمي ناانصافۍ د نړیوال ننګونې په توګه منل او د بشري حقونو او شخړړو په برخه کې د ټولو لپاره یو ډول نړیوال ځواب وینه باید باوري شي.