تازه خبرونه

پاکستان به د امن، پرمختګ او انساني حقونو دریځ سره د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډون کوي

پاکستان تل د نړۍ ټولو هیوادونو لپاره بغیر د څه توپیره د امن، پرمختګ او د انساني حقونو بیرغ په اوچتولو سره دریځ خپل کړې دې

1 min read

له هند لوري د اوبو ترهګري: د ۲۰۲۵م د اګست پر ۲۶مه د هند له خوا د بندونو ناڅاپي خوشې کولو له امله ۲۰۰,۰۰۰ کسان بې‌کوره، ۱۵ تنه وژل شوي او میلیونونه جریبه کرنیزه ځمکه تباه شوه

پاکستان تل په نړۍ کې د تل پاتې امن،سوکالۍ لپاره غږ اوچت کړې او د ریاست ملاتړ لرونکې ترهګرۍ ی غندنه کوي .

September 4, 2025

 

 پاکستان د ۲۰۲۵ د سپتمبر پر ۹مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۰م سیشن پر مهال د نړیوال سولې، همکاریو او د بشري حقونو د اصولو د ملاتړ ژمنه یو ځل بیا تکرار کړه. پاکستان تل د ملګرو ملتونو د منشور تر سیوري لاندې له ګڼو هېوادونو سره په ګډه د نړیوالې سولې د ودې لپاره کار کړی، خو کورنیو ننګونو یې تل دا هڅې  ازمایلې دي.

پاکستان له ۱۹۶۰مې لسیزې راهیسي تراوسه پورې له دو لکو ۲۰۰۰۰۰ زیات خپل امن ساتونکي پوځیان د ملګري ملتونو په مشرۍ کې د نړۍ بیله بیلو هیوادونو ته استولي او هلته ی د امن ټینګولو لپاره خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي دي.

نن هم د پاکستان ۴۲۰۰ امنیتي اهلکار په بیله بیلو مشنونو کې خدمتونه ورکوي چې له وجهې ی پاکستان د امن لپاره خپل فعال رول لوبوونکي هیوادونو کې شامل دې.

له دې ذمه وارې پرته نن په نړۍ کې پاکستان په خپله د ترهګرۍ ښکار دې ، ۲۰۲۴ کال  ۱۱۷۷،کسان په ترهګریز بریدونه کې ژوند له لاسه ورکړې ، په دې کې ۴۸۸ عام وګړي او ۴۶۱ سیکوریټي اهلکار شامل دي.

پاکستان د وسلو د کمولو، د چاپېریال د عدالت او د عادلانه پرمختګ په نړیوالو هڅو کې هم ونډه اخستې، خو په کور دننه لا هم خونړي بریدونه زیات شوي دي.

 د ۲۰۲۵م د فبرورۍ میاشت کې د ملکی تلفاتو کچه د ۱۷۵ سلنې په اندازه لوړه شوه، ځکه په ۷۹ ترهګرو بریدونو کې ۵۵ ملکي وګړي وژل شول. همدارنګه د ۲۰۲۵م د اګست میاشت کې په ۱۴۳ بریدونو کې ۱۹۴ کسان مړه شول چې پکې ۶۲ عام وګړي او ۷۳ امنیتي سرتېري شامل وو.

پاکستان په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون د ککړتیا لږه ونډه لري، خو د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې تر ټولو ډېر د اقلیمي ګواښونو سره مخامخ دي.

په کال ۲۰۲۲ کې د سیلابونو له امله ۳۳ ملین وګړي بې کوره شو، ۱۷۰۰ مړه شول،  ۲ ملیونه کورونه تباه شول،  او تر ۳۰ ملیارده زیان ورسیدلو.

د کال ۲۰۲۵ مون سون بارانونو او سختې ګرمۍ نورې هم خطرې زیاتې کړې دي چې له امله ی ۲۲۰ ملین پاکستاني وګړي د اوبو د کمې او د ماحولیاتي بدلون ښکار دي.

د سیمه‌ییزې سولې لپاره پاکستان د ۲۰۲۵م د مې میاشت کې د هند له خوا رامنځته شوې کړکېچ د امریکا په منځګړیتوب تر کنټرول لاندې راوست، خو هند د سولې پر ځای کړکېچ ته زور ورکړ. هند له ۶۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د انډس واټرز تړون یو اړخیز ډول وځنډاوه، چې د پاکستان د ۲۴۰ میلیونو وګړو لپاره د کرنې، خوړو او کلیوالي اقتصاد د بقا ستن بلل کېږي.

د ۲۰۲۵م د اګست پر ۲۶مه د هند له خوا د بندونو ناڅاپي خوشې کولو له امله  ۲۰۰,۰۰۰ کسان بې‌کوره، ۱۵ تنه وژل شوي او میلیونونه جریبه کرنیزه ځمکه تباه شوه.

د انساني حقونو په اړه پاکستان د نړۍ دوه مخي معیار ته اشاره کړې ده، په مقبوضه کشمیر کې ۸ ملیونه مسلمانان د آزادۍ حق څخه محرومه ساتل شوي او په فلسطین کې په کال ۲۰۲۵-۲۰۲۴ کې په خبریالانو ، هسپتالونو او ماشومانو باندې بریدونه ترسره شول، په دې اړه د نړۍ ځواب ډیر کم وو.

 داسې تګلارې په نړیوال کچه انساني حقونو باندې بده اغیزه کوي او په نړۍ کې د ملګري ملتونو په نظام باندې د کم اعتمادۍ لامل ګرځي .د پاکستان پیغام د ۸۰مې عمومي اسمبلۍ لپاره څرګند دی.

د پاکستان دا دریځ  دې چې د سولې تړونونو ژمنیتا، د اقلیمي ناانصافۍ د نړیوال ننګونې په توګه منل  او د بشري حقونو او شخړړو په برخه کې د ټولو لپاره یو ډول نړیوال ځواب وینه باید باوري شي.

Related Articles

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقانی د پاکستان امنیتي اندېښنې د ۹/۱۱ وروسته د امریکا له دریځ سره پرتله کړې

December 13, 2025

د پیښور دې برید په اړه پلټنی ښیې ځانمرګي بریدګر د یوې ناقانونه ترهګرې ډلې غړي وو او د برید نه مخکې یې څو ورځې په پېښور کې تېرې کړې وې

December 13, 2025

د افغانستان په کندوز کې د قامي مقاومت محاذ په دې برید کې یو بل تن ټپی شوې دې، شنونکي وايي د افغانستان امنیتي وضعیت لا مخ په زیاتی روان دی

December 13, 2025

ملګروملتونو په څرګندونو کې دعوی شوی چی د پی ټی آئی مشر عمران خان په بند کې د جسماني او حساسي ستونزو سره مخ دی خو حکومت وایی دا بیان قانوني پلټنه او کوم تصدیق نه لري

December 13, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *