تازه خبرونه

دوبئۍ:سه فريقي کرکټ ټورنمنټ آغاز،وړومبې ميچ د پاکستان او افغانستان ترمينځ لوبيږي

د کرکټ مينه وال دې ميچ دوران ګراونډ کښې هيڅ قسمه هنګامه يا جهګړې نه ډډه وکړي،راشد خان
دوبئۍ:سه فريقي کرکټ ټورنمنټ آغاز،وړومبې ميچ د پاکستان او افغانستان ترمينځ لوبيږي

دوبئي: پاکستان او افغانستان ټيمونه ترمينځ کرکټ ميچ

د متحده عرب امارات په کوربه توب د پاکستان،عرب امارات او افغانستان کرکټ ټيمونو ترمينځ سه فريقي ټورنمنټ باقاعده آغاز ،د ټورنمنټ وړومبې ميچ د پاکستان او افغانستان ټيمونو ترمينځ دے ،ميچ د پاکستان د وخت مطابق ماسخوتن اته بجے شارجه ګراونډ باندې لوبيږي ۔
د دې ټورنمنټ د ټرافۍ د مخ کتنې دستوره تيره ورځ شوي وه چې پکښې د درې واړو ټيمونو کپتانانو او د ټورنمنټ منتظمينو ګډون کړي وو، د ټرافۍ د مخ کتنې دستورې وروستو د پاکستاني ټيم کپتان سلمان علي آغا،د افغانستان د ټيم کپتان راشد خان او د متحده عرب امارات د ټيم کپتان محمد وسيم پريس کانفرنس ته وينا هم کړي وه،د درې واړو ټيمونو کپتانانو دا ټرافي په خپل نوم کولو د عزم اظهار کړې او وئيلي ئي وو چې لوبغاړي به ټائټل په خپل نوم کولو هر ممکن کوشش کوي ۔

کرکټ مينه وال دې ماحول خرابولو نه ډډه وکړي،راشد خان
د افغانستان کرکټ ټيم کپتان راشدخان ميچ لپاره ګراونډ ته راتلونکي افغانانو ته اپيل کړېدے چې د ميچ دوران دې څه قسمه بدنظمي پيدا کولو، جنګ جهګړه کولو يا ماحول خرابولو نه ډډه وکړي ، شارجه کښې پريس کانفرنس ته وينا په مهال راشد خان وئيلي دي چې لوبه کښې خو بيلات او ګټه خامخا د يو ټيم وي خو د کرکټ مينه والو ته اپيل کوؤ چې د ميچ نه دې خوند پورته کړي او هيڅ قسم هنګامه دې نه کوي ۔ راشد خان وائي چې لوبې او ټورنمنټونه خلکو کښې اتفاق پيدا کوي او ملکونه يو بل ته رانزدې کوي د کرکټ مينه وال دې په شوق سره ګراونډ ته راشي او د خپل خوښې لوبغاړي دې سپورټ کړي ۔ په شارجه ګراونډ باندې ستمبر مياشت ۲۰۲۲ کښې د پاکستان او افغانستان د ميچ ختميدو نه پس په ګراونډ کښې موجود افغانانو هنګامه کړې وه،کرسۍ ئې ماتې کړې وې او نور ورانې ئې کړې وو،دا ميچ پاکستان ګټلې وو،په سه فريقي ټورنمنټ کښې د پاکستانيانو او افغانانو ترمينځ د څه قسمه تاؤ تريخوالې پيدا کيدو او ميچ دوران ماحول د خرابولو نه بچ کولو لپاره د ټورنمنټ منتظمينو د سيکيورټۍ سخت انتظامات پورته کړيدي،د دواړو ملکونو د کرکټ مينه والو لپاره په ګراونډ کښې د ناستې لپاره بيل بيل ځايونه مختص کړي شويدي ۔

Related Articles

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مجاهد په یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې په هیواد کې ی بشپړ امن دې خو بیا دا ادعاوی له نړیوال فورمونو له لوري رد کړې شي دي

January 31, 2026

افغانستان چاوراکي وایی چې پرون له تورخم لارې هیواد ته واپس راستانه شوي افغان مهاجرنیو کورنیو سره ۱۵۲۷۵۰۰ افغانۍ مالي مرسته شوې دې

January 31, 2026

سرچینې وایی چې د تاجکستان او افغانستان پر سرحد د وسله والو قاچاقبرانو دا فعالیتونه یوه منظمه پوځي تګلاره ښایی کومه چې د افغانستان او د تاجکستان پر سرحدي سیمو کې شتون لري

January 31, 2026

امنیتي چارواکو ترمخه په وادي تیراه کې اپریشن یو ځانګړې هدف لري او موخه ی داده چې د ځایی خلکو ژوند خوندي شی او ترهګري له منځه یوسي

January 31, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *