په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند او د ای پي اېس د برید ماسټر ماینډ احسان الله احسان یوه څرګندونه وکړه چې ګواکې پاکستان نه غواړي د کشمیر جګړه خپله ختمه کړي، بلکې پاکستان غواړي چې په کشمیر کې جګړه روانه پاتې شي. هندي رسنیو دغه څرګندونې په یو بل رنګ وړاندې کړې او پروپیګنډه ی پیل کړه او په پراخه کچه یې خپره کړه او په همدې موضوع یې ځانګړی بیانیه وچلاوله.
تاریخ ګواه دی چې هند هېڅکله داسې فرصتونه له لاسه نه ورکوي. هند تل د خپلې وس او دسیسې له مخې دا پروپاګند کوي چې پاکستان په سیمه او نړیواله کچه د ترهګرۍ او افراطیت ملاتړی هېواد معرفي کړي. .
له یوې خوا د هند دا دعوه ده چې ګواکې پاکستان د ترهګرو پناه ځای دی، خو له بلې خوا کله چې د هند ګټې د کومې پېښې سره تړلې وي، نو د هندي رسنیو چلند دومره بدل شي چې د هغوی خبرې سره ګډې وډې شي. داسې ښکاري لکه دا هماغه هېواد نه وي چې هر وخت یې د ترهګرۍ نعرې وهلې او بېلابېلې خبرې یې کولې.
که د هندي حکومت او رسنیو پروپاګند ته کتنه وشي، نو حقیقت دا دی چې خپله د هند حکومت د خپلې سرپرستۍ لاندې د خلکو حقونه غصبوي. نه یوازې دا بلکې د هند دننه د سیکانو پر حقونو تېری کوي، او د خالصتان د تحریک په ګډون هر هغه څوک چې د حق غږ پورته کړي، هغوی ځوروي، زندان ته یې اچوي او پر ضد یې تشدد کوي.
په مقبوضه کشمیر، احمداباد، ګجرات او نورو سیمو کې پر مسلمانانو د هند له لوري شوې ترهګري له هېچا پټه نه ده. دا ټول حالات د وزیراعظم نریندر مودي نه دي پټ او نه هم د هندي رسنیو نه.
دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې اصل خبره دا ده چې هر ځای پورې چې د هند ګټې تړلې وي، هلته به افراطیت، تشدد او ظلم په داسې ډول وړاندې کوي لکه چې دا ناانصافي یا هیڅ کوم ظلم نه وي.