تازه خبرونه

د لا قانونه ټي ټي پي ویاند کشمیر په اړه بیان او د هند پروپیګنډه

تاریخ ګواه دی چې هند هېڅکله داسې فرصتونه له لاسه نه ورکوي. هند تل د خپلې وس او دسیسې له مخې دا پروپاګند کوي چې پاکستان په سیمه او نړیواله کچه د ترهګرۍ او افراطیت ملاتړی هېواد معرفي کړي.

1 min read

هند په هیواد کې او مقبوضه کشمیر کې اقلیتونو له د آزادۍ حق نه ورکوي او په خپله د لوی جمهوریت په توګه نړۍ ته ځان وړاندې کوي.

August 28, 2025

په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند او د ای پي اېس د برید ماسټر ماینډ احسان الله احسان یوه څرګندونه وکړه چې ګواکې پاکستان نه غواړي د کشمیر جګړه خپله ختمه کړي، بلکې پاکستان غواړي چې په کشمیر کې جګړه روانه پاتې شي. هندي رسنیو دغه څرګندونې په یو بل رنګ وړاندې کړې او پروپیګنډه ی پیل کړه او په پراخه کچه یې خپره کړه او په همدې موضوع یې ځانګړی بیانیه وچلاوله.

تاریخ ګواه دی چې هند هېڅکله داسې فرصتونه له لاسه نه ورکوي. هند تل د خپلې وس او دسیسې له مخې دا پروپاګند کوي چې پاکستان په سیمه او نړیواله کچه د ترهګرۍ او افراطیت ملاتړی هېواد معرفي کړي. .

له یوې خوا د هند دا دعوه ده چې ګواکې پاکستان د ترهګرو پناه ځای دی، خو له بلې خوا کله چې د هند ګټې د کومې پېښې سره تړلې وي، نو د هندي رسنیو چلند دومره بدل شي چې د هغوی خبرې سره ګډې وډې شي. داسې ښکاري لکه دا هماغه هېواد نه وي چې هر وخت یې د ترهګرۍ نعرې وهلې او بېلابېلې خبرې یې کولې.

که د هندي حکومت او رسنیو پروپاګند ته کتنه وشي، نو حقیقت دا دی چې خپله د هند حکومت د خپلې سرپرستۍ لاندې د خلکو حقونه غصبوي. نه یوازې دا بلکې د هند دننه د سیکانو پر حقونو تېری کوي، او د خالصتان د تحریک په ګډون هر هغه څوک چې د حق غږ پورته کړي، هغوی ځوروي، زندان ته یې اچوي او پر ضد یې تشدد کوي.

په مقبوضه کشمیر، احمداباد، ګجرات او نورو سیمو کې پر مسلمانانو د هند له لوري شوې ترهګري له هېچا پټه نه ده. دا ټول حالات د وزیراعظم نریندر مودي نه دي پټ او نه هم د هندي رسنیو نه.

دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې اصل خبره دا ده چې هر ځای پورې چې د هند ګټې تړلې وي، هلته به افراطیت، تشدد او ظلم په داسې ډول وړاندې کوي لکه چې دا ناانصافي یا هیڅ کوم ظلم نه وي.

Related Articles

له روس څخه د تیل وړونکي کارګو اورګاړې د افغانستان هرات ولایت ته رارسیدلې دې

December 10, 2025

افغان طالبان وایی چې له کابل څخه خپلو ولایتونو ته لیږل شوو کورنیو ته ۱۰۳۶۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوه

December 10, 2025

په مزار شریف کی یو ټولنیز مشر وژل کېدل په شمالي ولایتونو کې د هدفي بریدونو زیاتوالی ښيي

December 9, 2025

د افغانستان په پنجشیر کې پرله‌پسې چاودنې د افغانستان عبدالله خېل درې په منجستو سیمه کې د طالبانو پر مرکز کې شوې ؛ سیمه محاصره او پلټنې پراخې شوې دي

December 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *