تازه خبرونه

پاکستان د زلمي خلیلزاد څرګندونې منفي ګرځولي او رد کړې ی دي

پاکستان د زلمي خلیل زاد بیان په سختو ټکو رد کړې دې

1 min read

زلمي خلیلزاد تور لګولې چې پاکستان هغه افغان وګړو ته پناه ورکړې ده چې د طالبانو مخالف دې او ددوی په ضد ی کاروي.

پاکستان د زلمي خلیلزاد بیان یو بې بنیاده ګرځولې دې.

August 16, 2025

پاکستان د زلمي خلیلزاد بیان غیرمسولانه او پاروونکي بللې او ویلې ی دي چې دا بیان د سیمې د امن لپاره زیانمن دې.

پاکستان د زلمي خلیل‌زاد څرګندونې په کلکه رد کړې دي او هغه یې له حقایقو سره په ټکر ،بې بنیاده او د ګمراهۍ سبب ګرځولي دي.

زلمي خلیل‌زاد په خپل وروستي بیان کې ادعا کړې چې پاکستان افغان کډوالو ته پناه ورکړې، چې پکې د طالبانو مخالف او د حکومت پر ضد ګڼل کېدونکي کسان شامل دي۔ هغه دغه اقدام “غير مسؤلانه” او “پاروونکی” بللی او ویلي یې دي چې دا د سیمې لپاره زیانمن دی۔

د بهرنیو چارو د دفتر سرچینې وايي چې دغه روایت بشپړ تحریف شوی دی۔ په اصل کې په اسلام‌اباد کې د پاکستان – افغانستان ډایلاګ ترسره کېږي، چې عنوان یې “د یووالي او اعتماد پر لور” دی۔ دا ډایلاګ د ساسي پوهنتون او د ښځو د افغانستان لپاره د ټولنې په ګډو هڅو ترسره کېږي۔ دا دولتي نه، بلکې تعلیمي او د ټریک ټو ډیپلوماسۍ یوه هڅه ده، چې موخه یې د باور جوړونه او د همکاریو پیاوړتیا ده۔

سرچینې زیاتوي چې زلمي خلیل‌زاد دغه ناسته سیاسي دسیسه وبلله، خو په اصل کې دا یو علمي او ټولنیز مکالمه ده، چې څېړونکي، د پالیسۍ کارپوهان او د ټولنې استازي پکې برخه اخلي۔

باید دلته ی یادونه وشی چې دغه ډول فورمونه په نړیواله کچه منل شوي دي او د حکومتونو د رسمي خبرو بشپړونه کوي۔

پاکستان روښانه کړې چې دغه ډول څرګندونې د سولې او اعتماد د هڅو د زیان سبب ګرځي او د سیمې د همکارۍ لارې کمزورې کوي۔ پاکستان یو ځل بیا خپله ژمنه تکرار کړه چې د سولې، ثبات او تعمیري مکالمې د ودې لپاره به خپله ونډه ورکوي۔

Related Articles

اسلام‌اباد وایي چې د پولې دواړو غاړو د ناامنۍ سرچینه د TTP خوندي پټ ځایونه دي.

December 10, 2025

این ار ایف وایي برید په دوو مرحلو کی نصب شوي بم او راکټي حملو—کې ترسره شوی او د طالبانو د بټالین د رئیس الارکان هم وژل شوي

December 10, 2025

روس هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه د سختې اندیښنې څرګندونه کړې ده او دا ترهګرۍ ډلې ی د افغانستان او ګاونډي هیوادونو لپاره لوی ګواښ بللې

December 10, 2025

له روس څخه د تیل وړونکي کارګو اورګاړې د افغانستان هرات ولایت ته رارسیدلې دې

December 10, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *