تازه خبرونه

معرکه حق آپريشن دوران په محاظ جنګ او سفارتي ميدان هند له شکست ورکولو صله کښې نامور شخصياتو او شهيدانو له اعزازات ورکړي شويدي

مشکل حالاتو باوجود د ملک دفاع يقيني کولو باندي فيلډمارشل عاصم منير او د پاک فضائيه مشر ظهيراحمد بابر له هلال جرات اعزازات ورکړي شويدي
معرکه حق آپريشن دوران په محاظ جنګ او سفارتي ميدان هند له شکست ورکولو صله کښې نامور شخصياتو او شهيدانو له اعزازات ورکړي شويدي

د هند جارحيت ناکامه کونکي شخصياتو له اعزازات

د يوم پاکستان په مناسبت ايوان صدر کښې سول،عسکري شخصياتو او مختلف شعبو سره تعلق لرونکې کسانو له اعزازات ورکړي شويدي ۔ څښکال دا اعزازات د معرکه حق آپريشن د غوره کارکردګۍ مظاهره کونکي شخصياتو له ورکړي شوېدے ۔ د دستورې په مهال صدر مملکت آصف علي زرداري په نړي وال فورمز د پاکستان خلاف د هند پروپګنډه په ډاګه کولو او د علاقائي امن لپاره د پاکستان اصول موقف په کاميابۍ سره ټولې نړۍ ته وړاندې کولو باندې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار له نشان امتياز اعزاز ورکړېدے ۔ د هند لخوا د سند طاس معاهدې غير قانوني معطلۍ په حواله واضح موقف خپلولو باندې وزير قانون اعظم نزير تارړ او د پاکستان خلاف د هند جارحيت غاښ ماتې جواب ورکولو باندې وزيردفاع خواجه آصف له نشان امتياز اعزاز ورکړي شوېدے۔ په سفارتي محاذ د پاکستان خلاف د هند سازشونه نړۍ ته ډاګه کولو او د پاکستان موقف نړي وال ملکونو ته رسولو د خدماتو په اعتراف کښې د پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري له نشان امتياز اعزاز ورکړي شوېدے،وزيراعظم شهباز شريف لخوا جوړ کړي شوي سفارتي وفد کښې شامل سنيټر شيري رحمان،طارق فاطمي،مصدق ملک،حنا رباني کهر،جليل عباس جيلاني،بشري انجم،خرم دستګير او فيصل سبزواري ته هلال امتياز اعزاز ورکړي شوېدے ۔

هند خلاف په محاذجنګ کاميابي،پوځي مشرانوله اعزازات

صدر مملکت آصف علي زرداري د مشکل حالاتو باوجود د هندوستان د جارحيت مقابله کولواو د پوځ په غوره قيادت باندې فيلډمارشل عاصم منير ته د هلال جرات اعزاز ورکړيدے۔ معرکه حق دوران پوځي معاملو کښې اهم کردار ادا کولو باند ې چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ له نشان امتياز اعزاز ورکړي شوېدے ۔ د معرکه حق دوران فضائي جنګ کښې د دښمن د ګټې خوبونه حرامونکي او د ملک فضائي حدونو تحفظ يقيني کولو په اعتراف کښې د پاک فضائيه مشر ظهيراحمد بابر سدهو له هلال جرات او د سمندري حدونو تحفظ يقيني کولو باندې چيف آف نيول سټاف ايډمرل نويد اشرف له نشان امتياز ورکړي شوېدے ۔ د هند دجارحيت په وړاندې لکه د غر اولاړ د پاک فضائيه باتورځوانانو او افسرانو له ستاره جرات اعزازات ورکړي شويدي، د پاک فضائيه اته باتورانو ونګ کمانډر بلال رضا،ونګ کمانډرحماد ابن مسعود،سکواډرن ليډر محمد يوسف،محمداسامه اشفاق،محمد حسن،فدا محمد،طلال حسن او محمد شعيب د هند د فضائي ځواکونو د حملو فوري او موثره جواب ورکړې وو او د درې رافيل بشمول د هند شپږ الوتکې ئې راغورځولې وې ۔ د هند د جارحيت دوران د ملک دفاع لپاره قرباني ورکونکي سکواډرن ليډر عثمان يوسف شهيد،حوالدار محمد نويد،نائب دلاور خان،نائيک محمد وقار،نثار علي او نورو شهيدانو ته ستاره بسالت اعزازات ورکړي شويدي، دې نه علاوه کيپټن علي حسن،سپاهي عديل اکبر،لانس نائيک اکرام الله ،نائيک عبدالرحمان،لانس حوالدار عامر شيراز له تمغه جرات اعزازات ورکړي شويدي ۔

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *