د خارجه دفتر ترجمان شفقت علي خان پريس بريفنګ ته وينا په وخت د افغان حکومت سره د پاکستان د اړيکو په حواله د افغانستان د توانائۍ محکمې د وزير عبدالطيف منصور الزامونه مسترد کړيدي او وئيلي ئي دي چې دغه تورونو کښې هيڅ حقيقت نشته ۔ د هغه وينا وه چې پرامن افغانستان د پاکستان مفاد لپاره هم ضروري دے د دواړو ملکونو ترمينځ تعلقات د ښه والي په طرف روان شويدي په سفارتي کچ دې اړيکو ته هم وده ورکړي شوېده او د ناظم الامورو په ځائې د سفيرانو ټاکنه شويده ۔ د خارجه دفتر ترجمان وينا ترمخه په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کښې د ترهه ګرۍ د حملو او د دې د منصوبو لپاره د افغانستان خاوره استعماليږي،دا معامله مو مخکښې هم افغان دولت سره پورته کړي وه او بيا به ئې هم ورسره پورته کوؤ، ترهه ګړ ډلې په افغانستان کښې مرکزونه لري او هند حکومت ئې مرسته کوي په دې حواله پاکستان ثبوتونه هم لري کوم چې خپل ملګري اتحادي ملکونو سره د شريک کولو فيصله شويده ۔ د افغان بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د پاکستان دوره ځنډيدو په حواله د يوې پوښتنې په جواب کښې د خارجه دفتر ترجمان ووئيل چې دا دوره نه ده ځنډيدلي، پاکستان د اميرخان متقي دورې ته سترګې په لار دے،د دې مهمې دورې نيټه في الحال نه ده مقرر کړي شوے په دې حواله د دواړو ملکونو ترمينځ صلاح مشورې جاري دي ۔
هند ۔ اسرائيل دفاعي تعلق په پاکستان اثر نه بريباسي
د خارجه دفتر ترجمان د معرکه حق آپريشن دوران هند سره د اسرائيل دفاعي ملاټر په حواله د يو سوال په جواب کښې ووئيل چې د اسرائيلي حکومت ټولې پاليسۍ او اقدامات په دې منطقه او نړۍ کښې شر خورول دي،شفقت علي خان زياته کړه
د پاکستان خلاف جارحيت کښې هند سره د اسرائيل مکمل ملاټر ترلاسه وو خو د دې باوجود هم پاکستان ورله داسې غاښ ماتې جواب ورکړې وو کوم چې ټولې نړۍ ته په ډاګه شوېدے۔ پريس بريفنګ دوران د خارجه دفتر ترجمان نه اسرائيلي حکومت تسليمولو په حواله هم سوال شوي وو د دې په جواب کښې شفقت علي خان وئيلي دي چې په دې حواله د قائداعظم محمد علي جناح په پاليسۍ عمل درآمد جاري دے، پاکستان به چرې هم اسرائيل تسليم نه کړي ۔