تازه خبرونه

کابل : د پاکستان بدامنۍ کښې هندککړ دے،خو دا قسمه اقدامات د کشمير مسئلې په حواله د پاکستان موقف نشي کمزورې کولې،عبيدالرحمان نظاماني

کشمير د پاکستان د خارجه پاليسۍ مهمه برخه ده،د کشمريانو اخلاقي او سفارتي ملاټر به جاري ساتو،پاکستاني سفير نظاماني
کابل : د پاکستان بدامنۍ کښې هندککړ دے،خو دا قسمه اقدامات د کشمير مسئلې په حواله د پاکستان موقف نشي کمزورې کولې،عبيدالرحمان نظاماني

د ملک دفاع او امن بحالۍ لپاره ټول قام پوځ سره ولاړ دے،عبيدنظاماني

کابل کښې د پاکستان په سفارتخانه کښې د يوم استحصال کشمير په حواله دستوره شوېده چې پکښې د سفارتي او قونصلرو غړو او د نورو ملکونو سفارتخانو اهلکارو شرکت کړي وو۔ دستورې په مهال کشميري وګړو سره د يو والي اظهار لپاره د يو منټ خاموشي خپله کړي شوي وه ۔ دستورې ته د يوم استحصال کشمير په حواله د صدر مملکت آصف علي زرداري، وزيراعظم شهباز شريف او د خارجه وزير اسحاق ډار پيغامات اورلي شوي وو۔ د پاکستان سفير عبيدالرحمان نظاماني دې دستورې ته وينا په مهال وئيلي دي چې مقبوضه کشمير کښې په پنځم اګست د نريندر مودي اقداماتو په کشمير د غاصبانه قبضه کښې د توسيع په حواله د هندواکمنوسامراجي ذهنيت په ډاګه کړېدے خو دا قسمه غيرقانوني هلې ځلې د آزادۍ د تحريک لپاره د کشمريانو مبارزه نشي کمزورے کولے ۔ د پاکستاني سفير وينا وه چې د کشميريانو د بنيادي حق لپاره به پاکستان د دوي سياسي،اخلاقي او سماجي ملاټر جاري ساتي ۔ عبيدالرحمان نظاماني زياته کړه چې هندوستان د پاکستان خلاف مسلسل جارحانه اقدامات او د پراکسيز په ذريعه ترهه ګرۍ ته وده ورکولو د لارې د کشمير په مسئله د پاکستان موقف او عزم ته نقصان نشي رسولے په جنوبي ايشيا د بالادستۍ په حواله د هند ټول عزائم به ناکامه کوؤ ټول پاکستاني قام د خپل باتور پوځ سره اوګه په اوګه ولاړ دے ۔

Related Articles

د زده کړو حق د هیچا نه اخیستل کېدای نشي؛ افغان نجونې لا هم د تعلیم او ازادۍ لپاره مبارزه کوي. ستاسو ملاتړ د هغوی راتلونکی رڼا کوي

March 8, 2026

اجمل سهیل د هندوستان-اسرائیل په رسنیو کې د افغان شنونکي په توګه وړاندې کېږي څو د پاکستان ضد روایتونه خپاره کړي او د سیمه‌ییزو بحثونو په اغېز کې برخه واخلي

March 8, 2026

پاکستان د نړیوالو تېلو د نرخونو د زیاتوالي سره سره د سون توکو د بیو لوړوالی محدود کړی، ترڅو مصرف کوونکي د لوړیدونکو نړیوالو نرخونو له بشپړ اغېز څخه خوندي وساتي

March 8, 2026

په ميرانشاه کې د ځانمرګي برید له ځوان بریدګر سره د وسله‌والو ډلو لخوا د ماشومانو د کارونې په اړه نوې امنیتي اندېښنې راپورته شوې

March 8, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *