تازه خبرونه

پینځم اګست له هند لوري د کشمیریانو حق خوړنې ورځ ده

د پاکستان وزیراعظم او صدر د کشمیریانو د استحصال په ورځ ځانګړې پیغامونه جاري کړي دي او د هند لوري ی د کشمیریانو سره د نوي ظلم او زیاتي پیل په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده.

1 min read

پینځم اګست له هند لوري د کشمیریانو حق خوړنې ورځ ده

د یومِ استحصال کشمیر په مناسبت د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د ولسمشر آصف علي زرداري له لوري پیغامونه خپاره شوي دي چې پکې یې د هندوستان د ۲۰۱۹م کال د اګست ۵مې نېټې یو اړخیز او غیر قانوني اقداماتو باندې سختې نیوکې کړې دي

August 5, 2025

پاکستان د یومِ استحصال کشمیر په مناسبت د هندوستان د ظالمانه اقداماتو غندنه کړې ده او د پینځم اګست ورځ کال ۲۰۱۹ ی د د کشمیر په تاریخ کښې د یوې تورې ورځ په شان بللې ده.

د یومِ استحصال کشمیر په مناسبت د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د ولسمشر آصف علي زرداري له لوري پیغامونه خپاره شوي دي چې پکې یې د هندوستان د ۲۰۱۹م کال د اګست ۵مې نېټې یو اړخیز او غیر قانوني اقداماتو باندې سختې نیوکې کړې دي او ددی ناجایز،غیرقانوي او د ظلم ډک آیني بدلون ی په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده.

وزیراعظم شهباز شریف په خپل بیان کې ویلي دي چې د پاکستان ولس نن د خپلو کشمیري وروڼو او خوېندو سره د یووالي او ملاتړ اعاده کوي. هغه وویل چې د هند اقدامات د ملګرو ملتونو د قراردادونو، نړیوالو قوانینو او انساني حقونو ښکاره سرغړونه ده، او یومِ استحصال د هندوستان د ظلم او د امن دښمنۍ یوه تل پاتې یادونه ده۔

وزیراعظم د کشمیریانو سره د یووالي په اړه ټینګار کړې دې چې هند هڅه کوي د مقبوضه کشمیر د ولس د ارادې خلاف، هلته د آبادي او سیاست جوړښت بدل کړي، او دا کار د سیمې ثبات ته یو لوی جدي ګواښ پېښوي۔

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري هم د کشمیري ورونړو سره د یووالي او د هند ظلم په ضد خپور خپل بیان کې ویلي دي چې هند د جمو و کشمیر ځانګړې حیثیت د ختمولو له لارې د کشمیریانو د خپل‌واکي حق کمزورې کولو هڅه وکړه. نوموړي ویلي چې نوې حلقه بندۍ او غیر کشمیریانو ته د ووټ حق ورکول، د هند د پراخې ستراتیژۍ برخه ده چې غواړي مقبوضه سیمه له اصلي ولس نه خالي کړي۔

ولسمشر زرداري څرګنده کړه چې د ۲۰۱۹ وروسته، په مقبوضه کشمیر کې د جبر، نیونو، محاصرو او بشري سرغړونو کچه لوړه شوې ده، او کشمیري ولس سره په خپل وطن کې د پردیو په څیرچلند کېږي.

دواړو مشرانو ټینګار کړې دې چې پاکستان به د کشمیریانو د جایزو حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپله سیاسي، سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي، او تر هغه به غلی نه پاتې کیږي څو پورې ی چې کشمیریانو خپل د خپل واکۍ حق نه ي ترلاسه کړې.

پاکستان پوځ هم د کشمیریانو یومِ استحصال په مناسبت د کشمیري ولس ملاتړ څرګندونه کړې ده

د یومِ استحصال کشمیر په مناسبت، د پاکستان پوځ د خپلو کشمیري وروڼو او خوېندو سره د یووالي او ملاتړ تازه ژمنه وکړه. د عامه اړیکو ادارې (آئی ایس پی آر) له لوري خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي، چې د پاکستان مسلح افواج د کشمیري ولس د خپل‌واکۍ د حق پر بنسټ مبارزې ملاتړ کوي. .

په بیان کې ویل شوي، چې چیف آف آرمي سټاف، چیئرمین جوائنټ چیفس آف سټاف کمیټي، د سمندري ځواکونو مشر او د هوايي ځواکونو مشر هم د مقبوضه کشمیر له ولس سره د پوره یووالي څرګندونه کړې ده .

د آئی ایس پی آر د بیان له مخې

“د کشمیریانو روانه مبارزه د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د قراردادونو مطابق ده، او د هندي ځواکونو له لوري په مقبوضه کشمیر قبضه، د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده.

اعلامیه زیاتوي، چې د کشمیر د آباديیز جوړښت د بدلون هڅې، د هند له لوري د ظلم ډک ګامونه او تاوتریخجنې څرګندونې د سیمې ثبات ته زیان رسوي او د جنوبې آسیا د امنیت لپاره جدي خطرونه جوړوي .

د آئی ایس پی آر په وینا، د جنوبي آسیا دایمي او تل پاتې سوله د کشمیر د عادلانه او سوله‌ییز حل پرته ممکنه نه ده. د کشمیر مسئله باید د کشمیري ولس د ارادې او د ملګرو ملتونو د قراردادونو مطابق هواره کړې شي. .

په پای کې د پوځ مطبوعاتي دفتر ویلي چې

“پاکستان پوځ د مقبوضه کشمیر د شهیدانو قربانیو ته درناوی وړاندې کوي او د کشمیریانو د حق او آزادۍ مشروع مبارزه کې به له هغوی سره اوږه پر اوږه ولاړ وي او ددوی ملاتړ به کوي.

Related Articles

هندي چارواکي وایی دوی پلټنې پیل کړي دي چې معلومه کړې چې د اورلګیدنې اصلي لامل معلوم کړي

December 7, 2025

تورخم کې د ماشومانو نیول: د سرچینو ترمخه داسې ماشومان جرایم پیشه ګروپونه او ترهګر دخپلو ناوړه مقصدونو لپاره کاروي، ځایی اولس د لنډي کوتل پولیسو لوري ماشومان په خپل حفاظت کې اخستل ستایلي

December 7, 2025

شهزاد اکبر او عادل راجا دواړو ویلي چې د دوی واپس غوښتل سیاسي غچ اخیستنه ده، ځکه دوی د پوځ د زیاتېدونکي نفوذ په اړه نیوکې کوي

December 6, 2025

په افغان چارواکو به د مالي او سفری بندیزونو نوې تګلاره پر طالبانو فشار زیات کړي او د وسلو پر لېږد هم بشپړ بندیز لګوي

December 6, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *