...

ایران صدر پژشکیان دوه ورځني سفر وروسته خپل وطن ته روان شوې

د ایران صدر پژشکیان د پاکستان په دوه ورځني سفر کښې د پاکستان لوړپوړه چارواکو سره مهم ملاقاتونه وکړل او په مهمو موضوع ګانو ی ورسره ټینګار وکړو
ایران صدر پژشکیان دوه ورځني سفر وروسته خپل وطن ته روان شوې

د ایران اولسمشر د پاکستان څخه په ډیر درناوي رخصت کړې شو او وفاقي وزیرانو ورسره خدای په آماني وکړه

د ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پیزشکیان دوه ورځنی پاکستاني سفر بشپړ کیدو وروسته خپل هېواد ته واپس ستون شو

وفاقي وزیرانو ریاض حسین پیرزادہ او عطاء الله تارړ له خوا د ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پیزشکیان ته خدای په آماني اوویل شوه او په ډیر درناوي او عزت خپل هیواد ته ستون کړې شو

په دې موقع وفاقي وزیرانو ولسمشر پیزشکیان ته د هغه د پاکستان د سفر یادګاري شېبو نه ډک یو ښکلي انځوري البم هم ډالۍ کړو چې له ایران اولسمشر لوري ډیر خوښ کړې شو

دغه البم د پاکستان او ایران ترمنځ د زیاتېدونکو دوستانه اړیکو او کلتوري رابطو ښکارندوی وو چې د پاکستان او ایران اړیکې تل پاتې او نورې هم قوي شي.

اولسمشر پیزشکیان د دې ښکلي تصویري البم له امله له وفاقي وزیرانو مننه وکړه، دوی سره ی خدای په آماني وکړه او چې کله الوتکې ته ننوتلو نه واپس راګرځیدلو سره ی لاس اوچت کړل او په مخ ی مسکا وه

دایران اولسمشر پاکستان سفر څومره مهم وو؟

په داسې وخت کښې چې نړیوال سیاست کښې یو شمیر بدلونونو راغلې دې ،پاکستان هم ددې بدلون سره سره خپلې ځانګړتیاوې ټاکلې دي،په سیمه کښې ی د سولي او ثبات لپاره خپلې تګلارې پلان کړې او اعلان کړي دي.

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې د ایران صدر پژشکیان د پاکستان په دوه ورځني سفر کښې د پاکستان لوړپوړه چارواکو سره مهم ملاقاتونه وکړل او په مهمو موضوع ګانو ی ورسره ټینګار وکړو.

وړمه ورځ د پاکستان په دوره راغلې د ايران صدر مسعود پژ شکيان وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات وکړو او ورسره ئې د دواړو ملکونو په سیاسي او اقتصادي اړیکو، تجارت او یو شمیر نور شعبو کښې د همکارۍ ،د پاکستان او ايران د ګډو سرحدونو سيکيورټۍ او د سيمې په موجوده صورتحال ډیرې ګټورې خبرې وکړې.

دلته باید یادونه هم وشي چې دا مهمه کتنه د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کښې په وزيراعظم هاؤس کښې وشه ،د ملاقات نه مخکښې د ايران صدر مسعود پژشکيان ته ګارډ آف آنر وړاندي کړې شوې او نوموړي ته په وزیراعظم هاوس کښې په ډیر عزت او درناوي ستړي مه شي اوویل شول

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.