د خیبر پښتونخوا وزیراعلی علي امین ګنډاپور د وادي تیراه پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي ی دي چې دوی د قبایلي مشرانو او منتخب نمایندګانو جرګه پېښور ته رابللې ده، چې د خلکو احساسات واورېدل شي او د امنیت په اړه دوی سره مشورې وشي
وزیراعظم شهباز شریف هم د وادي تیراه پیښې په سختو ټکو کښې غندنه کړې او ویلي دي چې حکومت او فوځ به د خوارجو په ضد داسې ګامونه پورته کړې چې د هیواد څخه به ترهګر او ترهګري په بشپړه توګه ختمه کړي
د وادي تیره پیښې په اړه د خیبر پښتونخوا حکومت لوري مهم اعلان شوې دې او وزیراعلی ګنډا پور د وادي تیراه باغ میدان پیښې شهیدانو لپاره یو یو کروړ روپۍ او هر زخمي لپاره ی ۲۵، ۲۵ لکه روپۍ مالي مرستې ورکولو اعلان کړې دې
نوموړي په خپل بیان کښې ویلي دي چې د خیبرپښتونخوا حکومت د تلپاتې سولې، د ولس د تحفظ، او د یو بل درناوي د فضا رامنځته کولو لپاره ژمن دې. په آل پارټي کانفرنس کښې ی هم دغه رنګ پیښې وڅېړل شوې، او د حل لارې چارې ترتیب شوې دي
هغه وویل چې د قبایلي مشرانو او عمائدینو سره به د جرګو لړۍ راتلونکې هفته له په ډویژن کچه پیل کړي او و بیا ددې جرګو لړۍ تر صوبایي کچې وغځول شي
ددې خبرې باید یادونه وشي چې څو ورځې وړاندې وزیراعلی علي امین ګنډا پور د ټولو سیاسي ګوندونو کانفرنس راغوښتې وو او د کانفرنس وروسته ی خبري کانفرنس ته اوویل چې دوی په صوبه کښې د فوځي عملیاتو مخالفت کوي او غواړي چې د خبرو اترو له لارې ددې ستونزې حل را اویستل شي
دلته دا هم مهمه ده چې اوویل شي چې په ۲۶م جولایی عوامي نیشنل ګوند ترسیوري لاندې باچاخان مرکز کښې هم یوه لویه قامي جرګه راغوښتل شوې وه چې پکښې سیاسي ،غیر سیاسي او د بیله بیلو تنظیمونو مشرانو ګډون وکړو
دې جرګې یوه ګډه اعلامیه جاري کړې په اعلامیه کښې اوویل شول چې په لسو ورځو کښې دې عدالتي کمېشن جوړ شي چې د مولانا خانزیب شهید د قتل پلټنې وکړي
جرګې وویل، د خیبرپښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو د سولې لپاره دې د سیاسي مشرانو نه یو جرګه جوړه شي، چې له فوځي اسټېبلشمنټ سره مذاکرات وکړي او دا واضح پیغام ورکړي چې دا سیمه نور د جګړو او نړیوالو شخړو میدان نه شي پاتې کېدلې
 
								 
								 
								 
								 
								 
								 
								