تازه خبرونه

بيجنګ: د چين سياسي او عسکري قيادت سره د فيلډمارشل عاصم منير مهم ملاقاتونه،دفاعي تعاون په معاملو خبرې شوي

پاک چين شراکت داري او د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره مشترکه کوششونه کولو باندې د دواړو ملکونو اتفاق شوے
بيجنګ: د چين سياسي او عسکري قيادت سره د فيلډمارشل عاصم منير مهم ملاقاتونه،دفاعي تعاون په معاملو خبرې شوي

آئي ايس پي آر ترمخه فيلډمارشل عاصم منير د چين سرکاري دوره کړې او د چين مشرانو سره ئې ملاقاتونه کړيدي ۔ د دورې په مهال فيلډ مارشل د چين نائب صدرهانګ ژينګ او خارجه وزير وانګ اي سره ليده کاته کړيدي او ورسره ئې د پاکستان او چين تعلقاتو،اقتصادي راهدارۍ په منصوبو،د سيمې سيکيورټۍ صورتحال او دواړو ملکونو ته راپيښ چيلنجونو مخ نيوي په معاملو خبرې کړيدي ۔ ملاقاتونو دوران د دواړو ملکونو په تعلقاتو د اطمينان اظهار شوے او د سيمې د امن او څوکالۍ لپاره خپل مينځي تعاون جاري ساتلو باندې اتفاق شويدے ۔ د چين خارجه وزير او نائب صدر د ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ او د سيمې د امن او استحکام لپاره د پاک پوځ د کوششونو او قربانو ستائينه کړيده ۔
پاک ۔ چين دفاعي تعاون باندي اتفاق

د بيجنګ دورې په مهال فيلډ مارشل د چين عسکري مشرانو سره هم ملاقاتونه کړيدي ۔ د آئي ايس پي آر بيان ترمخه د چين سنټرل ملټري کميشن د وائس چيئرمين جنرل ژونګ يوشيا، چيف آف سټاف ليفټنټ جنرل کائي زائي جن او د پي ايل اے آرمي سياسي کمشنر جنرل چن هوئي سره هم فيلډ مارشل مهم ملاقاتونه کړيدي۔ د دواړؤ ملکونو پوځي مشرانو دفاعي او سيکيورټي شعبو کښې تعاون،د ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ، د سيمې صورتحال په معاملو تفصيلي خبرې کړيدي، د دې نه علاوه پوځي مشرانو د پاکستان او چين سټريټجکي تعاون نور مضبوطولو،د دواړو ملکونو مشترکه پوځي مشقونو او د پولو هغې ارخونو نه راپيښ خطرو د مخ نيوي لپاره په ګډه کار کولو باندې اتفاق کړيدے ۔ پي ايل اے هيډ کوارټر کښې فيلډمارشل عاصم منير ته ګارډ آف آنر هم وړاندي کړې شوي وو ۔

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *