تازه خبرونه

د هند جارحيت ناکامه کونکي پاک فضائيه الوتکو نړي وال اعزازات هم ګټلي دي

جے ايف ۔ 17 الوتکې ” اسپرټ آف دي ميټ” ټرافي ګټلې ده، سي ون تهرټي الوتکې هم په ښکله او ډسپلے خصوصي ټرافي ګټلې ده
د هند جارحيت ناکامه کونکي پاک فضائيه الوتکو نړي وال اعزازات هم ګټلي دي

رائل انټرنيشنل ائيرشو،پاکستاني الوتکو اعزازات ګټلي

د معرکه حق آپريشن دوران د هند پوځ خوبونه خرامونکي او د پاکستان دفاع يقيني کونکي د پاک فضائيه الوتکو په نړي واله سطح هم ستائيلي شويدي ۔ برطانيه کښې شوې رائل انټرنيشنل ائيرټيټو شو 2025 دوران پاکستاني الوتکو نړي وال اعزازات په خپل نوم کړيدي ۔
دې نمائش کښې د پاکستان سي ون 30 الوتکې وړومبې پوزيشن ترلاسه کړيدے او” Concours d’Elegance Trophy” ټرافي ئې ګټلې ده ۔پاکستاني الوتکې ته دا ټرافي په خصوصي ډسپلے کولو او الوتکه ښائسته کولو لوجې ورکړي شويده ۔

د جے ايف ۔ 17 الوتکې کارکردګې په نړي وال کچ ستائينه

رائل انټرنيشنل ائيرټيټو شوکښې د پاکستان جنګي الوتکه جے ايف ۔ 17 سي د خصوصي توجو مرکز ګرځيدلې وه او دې الوتکې له
” اسپرټ آف دي ميټ” ټرافي ورکړې شويده ۔ دا ايوارډ د غوره پيشه وارانه،تکنيکي صلاحيتونو او مهارت مظاهره کونکي الوتکو ته ورکولې کيږي ۔ د رائل ائير شو دوران جے ايف ۔ 17 الوتکې د پاکستان نه برطانيې پورې مسلسل نان سټاف ائير ټو ائير ريفيولنګ په ذريعه سفر کړې وو او خپل صلاحيتونه ئې نړۍ ته په ډاګه کړيدي ۔ د الوتکو په دې انټرنيشنل شو کښې د پاکستاني الوتکو نړي وال اعزازات ګټل که يو خوا د پاکستان لويه کاميابي ده نو بلخوا په نړي وال کچ د پاک فضائيه او د جنګي الوتکو مهارت او د پائيلټانو قابليت په نړي وال کچ ستائيلي شوېدے ۔

Related Articles

اسټېټ بانک تصدیق کړی چې پاکستان متحده عربي اماراتو ته د ۲ ارب ډالرو واجب الادا پور بشپړ ادا کړی، او له سعودي عربستان څخه ترلاسه شوې مرستې د دې ادایګۍ زمینه برابره کړې ده

April 18, 2026

ایران د امریکا د بندیزونو وروسته د هرمز تنګی بیا د تجارتي کښتیو لپاره پرانیستی، خو هممهاله یې په دې ستراتیژیکه سمندري لاره خپل کنټرول نور هم سخت کړی دی

April 18, 2026

کارپوهان وايي د طالبانو واکمني اسلامي نه ده، بلکې غصب شوی او بې مشروع نظام دی

April 18, 2026

د برېتانیا پارلمان د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمولو په برخه کې د پاکستان مهم ډیپلوماټیک رول په رسمیت وپېژاند

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *