تازه خبرونه

د پي او آر کارډ لرونکو افغان مهاجرینو موده نه غځوي: د پاکستان داخله وزیر

پاکستان کښې پی او آر کارډ لرونکي افغان مهاجرین ۱.۴ ملیونه دي.
پاکستان کښې میشت د پي او آر کارډ لرونکو موده ۳۰م د جون باندې پاید ته رسیدلې ده.

د یو این ایچ سي آر معلوماتو ترمخه دا وخت پاکستان کښې پی او آر کارډ لرونکي ۱۴ څوارلس لکه او افغان سیټیزن کارډ لرونکي ۸ اته لکه افغان کډوال ژوند کوي.

د پاکستان حکومت پریکړه کړې چې کوم افغانان چې افغانستان ته ولیږل شی او واپس پاکستان ته راشي نو هغوی به تور لسټ ته واچول شي.

د پاکستان حکومت یو لوړ پوړه چارواکي له لوري د افغان کډوالو په اړه یو مهم خبرې مخې ته راغلې دې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي وړمه ورځ یو اعلان وکړو چې هغه افغان کډوال چې پی او آر کارډونه لري ، ددوی موده نه غځوي.

نقوي زیاته کړه چې هغه افغانان چې اوس له پاکستانه واپس افغانستان ته لیږل کیږي ،که چرې دوی بېرته راشي نو دوی به تورلسټ کښې واچول شي.

نوموړي څرګنده کړه چې واپس لیږل شوي افغانان تورلسټ کښې اچول د حکومت د یو پراخې ملي پالیسۍ بدلون برخه ده. هغه دا هم څرګنده کړه چې یوازې د جولای په لومړیو لسو ورځو کښې ایران حکومت ۳۰۰۰۰۰درې لکه افغان کډوال بیرته افغانستان ته رالیږلي دي.

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې د ملګري ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر د معلوماتو ترمخه په پاکستان کښې د پي او آر کارډ لرونکي ۱.۴ ملیونه افغان ژوند کوي او هم دې ادارې د شمیرو ترمخه په پاکستان کښې د افغان سیټیزن کارډ لرونکو شمیره څه اته ۸ لکه ده.

دلته ددې خبری هم باید یادونه وشی چې د یاد کارډونو موده د جون په ۳۰مه پای ته رسیدلې ده.

Related Articles

اسټېټ بانک تصدیق کړی چې پاکستان متحده عربي اماراتو ته د ۲ ارب ډالرو واجب الادا پور بشپړ ادا کړی، او له سعودي عربستان څخه ترلاسه شوې مرستې د دې ادایګۍ زمینه برابره کړې ده

April 18, 2026

ایران د امریکا د بندیزونو وروسته د هرمز تنګی بیا د تجارتي کښتیو لپاره پرانیستی، خو هممهاله یې په دې ستراتیژیکه سمندري لاره خپل کنټرول نور هم سخت کړی دی

April 18, 2026

کارپوهان وايي د طالبانو واکمني اسلامي نه ده، بلکې غصب شوی او بې مشروع نظام دی

April 18, 2026

د برېتانیا پارلمان د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمولو په برخه کې د پاکستان مهم ډیپلوماټیک رول په رسمیت وپېژاند

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *