تازه خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء به ډیر زر د پاکستان دوره وکړي

کې اسحاق ډار د افغانستان اسلامي امارت د مشرانو له خوا د مېلمه پالنې مننه وکړه او د پاکستان د وزیراعظم شهباز شريف د نېکو هيلو پيغام يې ور ورسول
د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء به ډیر زر د پاکستان دوره وکړي

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، په دې غونډه کې د امارت اسلامي د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي، د صدارت دفتر رئيس ډاکټر ملا عبد الواسع او د دواړو هېوادونو يو شمېر لوړ پوړو چارواکو ګډون وکړو

د افغانستان اسلامي امارت ریس الوزرا او د پاکستان د مرستيال وزیراعظم اسحاق ډار تر منځ په پایه تخت کابل کښې مهمه لیدنه او په مهمو موضوګانو خبرې اترې شوي دي.

د امارت اسلامي افغانستان رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند، نن ماسپښين د پاکستان د مرستيال وزیراعظم او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار او ورسره مل پلاوي سره د کابل په صدارتي محل ارګ په ګل‌خان ماڼۍ کې ولیدل

ياد پلاوی د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د درې اړخیزې ناستې لپاره کابل ته راغلي دي

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، په دې غونډه کې د امارت اسلامي د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي، د صدارت دفتر رئيس ډاکټر ملا عبد الواسع او د دواړو هېوادونو يو شمېر لوړ پوړو چارواکو ګډون وکړو

رئيس الوزراء د پاکستان پلاوي ته په دې مهمه موقع ښه راغلاست اوویل او هيله يې څرګنده کړه چې دا سفر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي لا پراخې او قوي کړي او دواړه ګاوندي هیوادونه به یو بل ته نور هم رانزدې کړي

په دغه موقعه کې اسحاق ډار د افغانستان اسلامي امارت د مشرانو له خوا د مېلمه پالنې مننه وکړه او د پاکستان د وزیراعظم شهباز شريف د نېکو هيلو پيغام يې ور ورسول

نوموړي د اسلامي امارت ریس الوزرا الحاج ملا حسن آخند ته د پاکستان د سفر بلنه هم ورکړه

اسحاق ډار وويل چې د تېر سفر پر مهال معاهدې په بریالتوب بشپړ شوي اومونږ خوښ يو چې د امارت اسلامي تر مشرتابه لاندې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخيز رېلوې پروژه لاسلیک شوه ، زیاته ی کړه او ټینګار ی وکړو چې دا پروژه به په سیمه ایز سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختيا لپاره په ډیره ګټه تمامه شي

نوموړي زیاته کړه چې د چين وروستي سفر پر مهال يې له چينايي چارواکو څخه د دې پروژې د ملاتړ غوښتنه کړې. اسحاق ډار هيله وښوده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي به نورې هم ټينګې شي ترڅو چې راتلونکی نسلونه د ورورولۍ او يووالي په فضا کې ژوند وکړي

په دې موقع د اسلامي امارت رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند د شهباز شريف د نېکو هيلو پيغام ته خوښي وښوده او ويې ويل چې مونږ ته دا د خوښۍ ځای دی چې ستاسې تېر سفر مثبتې پايلې درلودې، او دعا کوو چې دا سفر هم بريالی شي او د دواړو هیوادونو په ګټو تمام شي

نوموړي د افغان کډوالو د بېرته راستنیدو په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د موجوده ستونزو د حل لپاره په ګډو هڅو ټینګار وکړ او ويې ويل چې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ شوی تړون يو مهم ګام دی او امارت اسلامي به د دې پروژې د بريا لپاره هر ډول هڅه وکړي چې دا پروژه کامیاب کړي

هغه وويل چې د فشار او ګواښ له لارې ستونزې نه هواریږي بلکې د اخلاص، تفاهم، همکارۍ او ښه د ورورولۍ ګاونډيتوب له لارې ستونزې هواریدلې شي

په پای کې رئيس الوزراء د پاکستان د سفر بلنه په اړه شکریه ادا کړه او ويې ويل چې په مناسب وخت کښې به د پاکستان دوره وکړي

Related Articles

سرچینې وایی د افغان طالبانو لوړ پوړه چارواکو ۱۵۵۵ هغه کسان چې د طالبانو پلوي دي، په دې دندو ګمارلي دي

January 20, 2026

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *