تازه خبرونه

تهران:داخله وزير محسن نقوي او ايران صدر مسعود پزشکيان ملاقات،دوه اړخيزه اړيکو پراختيا ،پولو په صورتحال خبرې شوي

مسعود پزشکيان اسرائيلي جارحيت خلاف د ايران مخلصانه ملاټر کولو باندې د پاکستان د حکومت شکريه ادا کړېده
تهران:داخله وزير محسن نقوي او ايران صدر مسعود پزشکيان ملاقات،دوه اړخيزه اړيکو پراختيا ،پولو په صورتحال خبرې شوي

اسرائيلي جارحيت خلاف ايران ملاټر جاري ساتلو باندې د پاکستان شکريه ادا کوؤ،ايران صدر

وفاقي داخله وزير محسن نقوي تهران کښې د ايران د صدر مسعود پزشکيان سره ملاقات کړېدے،ورسره ئې د شريکې دلچسپې په معاملو،دواړو ملکونو ترمينځ اړيکو پراختيا او تجارت بشمول مختلف شعبو کښې تعاون په معاملو خبري شويدي، د ملاقات دوران د پاکستان او ايران مشترکه پولې سيکيورټۍ،د سمګلنګ د مخ نيوي او سيمې په صورتحال هم د خيالاتو بدلون شوېدے ۔ محسن نقوي د ايران صدر له د وزيراعظم شهباز شريف د نيک خواهشاتو پيغام هم رسولې دے ۔

د ايران صدر مسعود پزشکيان د اسرائيل د حملو او دولس ورځني جهګړې دوران په سفارتي سطح د ايران مخلصانه ملاټر جاري ساتلو باندې د پاکستان د حکومت شکريه ادا کړيده او وئيلي ئي دي چې د پاکستان اولس او حکومت د مشکل دې وخت کښې د ايران سره اودريدل به چرې هم هير نه کړو او د پاکستان کردار اسلامي نړۍ ته په ډاګه کړيده چې د اسرائيلي ظلمونو خلاف دې ټول يو موټي شي ۔

د ايران صدر وئيلي دي چې دواړو ګاونډي ملکونو ترمينځ تعلقات مضبوطول او تعاون سيوا کولو موقعې موجود دي بايد چې دواړه ملکونه د رابطو او ملاقاتونو دا سلسله جاري وساتي ۔ داخله وزير محسن نقوي د اسرائيل جارحيت ناکامه کولو باندې ايران له مبارکي ورکړيده او وئيلي ئي دي چې د سپريم ليډر آيت الله خامنا اي په قيادت کښې دا د ايران ډيره لويه کاميابي وه چې اسرائيلي رياست ته ئې سر ټيټ نه کړو ۔

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *