فاټا لویه جرګه د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې ورګډول په بشپړه توګه ردوي، د قبایلي سیمو د جلا پېژندګلو د بیا بحالۍ او د دې لپاره د آئیني بدلون ملاتړ اعلان کوو، د حکومتي کمېټۍ سره هم د خبرو اترو لپاره هم چمتو یو: فاټا لویه جرګه کې د مشرانو اعلان
د فاټا لویې جرګې د پخوانۍ فاټا د انضمام بشپړ مخالفت وکړو او د قبایلي سیمو د جلا آئیني پېژندګلو د بحالۍ لپاره د وړاندیز شوې آئیني ترمیم پوره ملاتړ اعلان وکړو. همدارنګه د مرکزي حکومت له خوا جوړې شوې کمېټۍ سره ی د خبرو اترو چمتووالی څرګند کړو ترڅو چې د قبایلي اولس اصل دریځ او غوښتنې نیغ په نیغه حکومتي ادارو او چارواکو ته ورسوي
دا اعلان او دریځ د ضلع خیبر په جمرود شاه کس سیمه کې د جرګې د مشر حاجي بسم الله خان قبایلي په حجره کې د فاټا لویې جرګې د کابینې او سپریم کونسل د مهمې غونډې پر مهال وشو. په دې غونډه کې د بېلابېلو قبایلي ضلعو مشران، مخور کسان او استازو ګډون وکړو
له انضمام وروسته هم د قبایلي سیمو ستونزې هوارې نه شوې: مشران
غونډې ته په وینا کې حاجي بسم الله خان ق، ملک خان مرجان، ملک محمد حسین، اعظم خان محسود، ملک ضراب، ملک فضل الرحمان، ملک نقاب شاه، ملک اسرار، حاجي رحیم، ملک نواب زاده فضل کریم، ملک خالد اکبر، حاجي صفت شاه، ملک عبدالرزاق، ملک خالد زخه خېل، نجیب مجبور، ملک شکیل اورکزی، ملک یار محمد، ملک محمدي شاه، ملک زیارت گل مہمند ویناګانې وکړې او وی
ویل چې قبایلي سیمې په صوبه کې ورګډولو وروسته نه دوی ته انصاف په لاس راغې او نه د قبایلي اولس نورې ستونزې هوارې کړې شوې
د قبایلي سیمې اولس ځانګړې پیژندګلو او نظام ته زیان ورسید: مشران
ویناوالو په ګډه وویل چې انضمام د قبایلي دودونو، خپلواک ژوند او تاریخي پېژندګلو ته دروند زیان اړولی دی. نو قبایلي ضلعو ته دې بېرته خپل زوړ آئیني شناخت ورکړل شي، ترڅو خپلې ستونزې د خپلو دودونو او خوښې سره سم سمې هوارې کړي



د کمېټۍ سره مشروطې خبرې
که څه هم د امیر مقام په مشرۍ د جوړې شوې حکومتي کمېټۍ د جرګې لخوا مخکې رد شوې وه، خو د وړمې ورځ غونډې وروسته دا پرېکړه وشوه چې د فاټا لویې جرګې استازي به د حکومتي پلاوي سره خبرې وکړي او د قبایلي ولس اصلي غوښتنې او دریځ به ورته وړاندې کړي
په وسایلو د قبضې هڅه به ونه منل شي: فاټا لویه جرګه
د جرګې مشران وویل
که حکومت د قبایلي ضلعو په وسایلو یا معدنیاتو د قبضې لپاره کوم ګام پورته کړو، نو فاټا لویه جرګه به یې سخت مخالفت وکړي. قبایلي ولس د قائداعظم د وینا او بیان سره سم د خپلو حقونو غوښتونکي دي او د خپل راتلونکي پرېکړه به په خپله کوي
سیاسي او آئیني مبارزه به دوام وکړي: د مشرانو وینا
د غونډې په پای کې دا پرېکړه وشوه چې د جلا پېژندګلو د بحالۍ او د انضمام د بیرته اخستلو لپاره به سیاسي، قانوني او آئیني مبارزه روانه وساتل شي. په دې موقع د قبایلي ځوانانو، زده کوونکو او د هېواد نورو یو شمیر غړو ته هم دا بلنه ورکړل شوه چې له دې تحریک سره مرسته وکړي او دوی سره یو ځای شي