تازه خبرونه

جون مياشت کښې د ايران نه دوه نيم لکه نه زيات افغان خپل هيواد ته راستون شوی دی

جون مياشت کښې د ايران نه دوه نيم لکه نه زيات افغان خپل هيواد ته راستون شوی دی

1 min read

جون مياشت کښې د ايران نه دوه نيم لکه نه زيات افغان خپل هيواد ته راستون شوی دی

ايران کښې اوسيدونکي افغانانو مستقبل؟؟

July 6, 2025

په داسې مهال چې روس حکومت اسلامی امارت په رسمیت پیژندلی دے او افغان دولت دا خپله لويه سفارتي او سياسي ګټه بولي خو بلخوا پاکستان او افغانستان بشمول نورو ملکونو کښې ميشته افغانان پریشانې کښې مبتلا دی او د خپل ژوند د راتلونکي ورسره فکر دے.افغانستان بدامنۍ او اوږد مهاله جهګړو لوجې په لکونو شمير کښې افغانان ګاونډی ملکونو پاکستان او ايران کښې ژوند کوي. د دې ملکونو واکمنو که هر څومره هم د دې مهاجرينو ميلمستيا وکړه خو بیا حالات داسې پيدا شول چې هم پاکستان او هم ایران دا افغانان په خپله خاوره يو بوجھ وګرځوو او د دوی د انخلا عمل يې چټک کړو.

ايران حکومت تير څو مياشتو راهسې په دغه هيواد کښې په قانونی او غير قانوني توګه ميشته کډوال ډی پورټ کولو عمل شورو کړي او د ايران واکمنو وئيلی دی چې د امريکه او نړيوالو ملکونو له بنديزونو په وجه نور ډ لکونو افغانانو له په خپله خاوره ځائې نه شی ورکولے او دوي ته ئې په رضاکارانه توګه ايران د پريښودو لپاره د شپږم جولائي نيټه مقرر کړي وه کومه چې اوس ختم شويده.د ايران د کډوالو وزارت چارواکي وائې چې صرف هغه افغانان ايران کښې د نور وخت لپاره پاتې کيدی شي کوم افغانان چې د مردم شمارۍ په فهرستونو کښې شامل دی يا راجسټر شوي وي. افغان ګډوالو په حواله د ايران پاليسۍ کښې په کابل د طالبآنو د قبضې وروسته بدلون راغلے دے.ايران هڅه کوی چې ټول افغانان دې هيواد څخه واپسي وکړی. د جون مياشتې په ديارلسمه نيټه چې کله اسرائيل په ايران ناڅاپي حملے وکړې او د ايران مهم او حساس مقامات ئې په نښه کړل نو ايران دولت سره فکر پيدا شو چې د کور دننه داسی عناصر موجوددی څوک چې د اسرائيل لپاره جاسوسي کوي.په اسرائيل د جوابی حملو سره سره ايران واکمنو د هغه شکمن کسانو په ضد پراخه عمليات شورو کول په چا باندی چې د اسرائيل د جاسوسانو ګمان کيدو په دې لټونی عملیاتو په مهال په ګن شمير کښې افغانان هم نيولي شويدی او پلټني تری کيږي. اسرائيل لپاره د جاسوسې کولو ټولو لوئې نقصان د افغان ګډوالو دا وشو چې ايران امنيتي ځواکونو په زور او زبردستې افغان د شړلو عمل تيز کړو او تيره مياشت ئې دوه لکه شپږ پنځوس زرو نه زيات افغانان خپل هيواد ته وليږل. دې افغانانو کښې اويا فيصده مهاجر په خپله مرضی کابل ته نه وو ستانه شوي بلکه په زوره د ایران نه ويستلي شوي وو.

افغانانو سره د بد چلن په دې معامله افغان دولت او د متحده قامونو کډوالي ادارے اندیښنې پورته کړي او ايران نه يې مطالبه کړی چی ګډوالو سره دې د نړيوال او بشري قوانينو مطابق سلوک وکړي او د دوی د انخلا مهلت دی وغزوي. اګرچه اسرائيل او امريکي سره روان معاملو او تاؤ تريخوالی لوجی ايران واکمنو د افغان دولت او د يو اين ايچ سی آر د چارواکو د مطالبو څه مثبت جواب نه دې ورکړې خو سفارتي پوهان وائی چې په منطقه کښې رامخې ته شوې پرمختګونو په وجه قوي امکان دے چې ایران دولت به د افغانانو د ډي پورټ کولو په فيصلو او پاليسو کښې بدلون راولی او د دوی د قيام موده کښې به توسيع وکړی. بل خوا په پاکستان کښې ميشته پی او آر کارډ لرونکي افغانانو د قيام موده هم د سيوا کیدو امکان دے

Related Articles

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *