تازه خبرونه

د ترهه ګرو سهولت کارو د خاتمې نه بغير خېبرپښتونخوا کښې امن نشي راتلې،داخله وزير محسن نقوي

وزيراعظم په کوشش ايران ۔ اسرائيل جنګ بندي شويده،د دې شخړې د حل په شا هم وردي وه،محسن نقوي
د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره دې عالمان خپل کردار ادا کړي،محسن نقوي

خېبرپښتونخوا بدامنۍ واقعاتو باندې داخله وزير د تشويش اظهار

اسلام آباد کښې امن و امان صورتحال په حواله اجلاس ته وينا په وخت وفاقي داخله وزير محسن نقوي وئيلي دي چې محرم الحرام دوران ټول ملک کښې امن ټينګ ساتلو لپاره موثره اقدامات شويدي، د هغه وينا وه چې د محرم مياشت دوران ملک کښې مذهبي يو والې او قيام امن لپاره دې عالمان خپل کردار ادا کړي ۔

داخله وزير په خېبرپښتونخوا کښې د بدامنۍ پيښو کښې اضافه باندې د تشويش اظهار کړېدے،وئيلي ئي دي چې د اولس د کومک نه بغير ترهه ګري نشي ختميدې د دې د مکمل خاتمے لپاره د شرخوښو سهولت کار ختمول ضروري دي ۔

د محسن نقوي وينا وه چې د وزيراعظم شهباز شريف او د فيلډمارشل عاصم منير په کوششونو د اسرائيل او ايران ترمينځ روان جنګ ختم شوي وو۔ داخله

وزير زياته کړه چې معرکه حق دوران هند ته داسې شکست ورکړي شوېدے چې آئنده لپاره به د پاکستان خلاف جارحيت ونه کړي، محسن نقوي د پاکستان او هند جهګړې دوران عامه آبادۍ باندې حملو په حواله د هند د واکمنو دعوې مسترد کړيدي او وئيلي ئي دي چې پاکستان د هند په پوځي تنصيباتو او تيلو په ډپو حملې کړې وې ولې د هند لخوا داغلې شوي ټول ميزائيلې هدف ته نه دي رسيدلې دې، جنګ کښې دښمن پوځ ته لوئي نقصان رسيدلې دې الوتکې ئې هم راګوزار کړي شويدي ۔

Related Articles

د الاقصی جومات تړل د مذهبي آزادۍ او نړیوالو اصولو خلاف غندل شوي

March 12, 2026

په امریکا کې د نړیوالې جګړې یادګار کې د یوې ویډیو رقص خپرېدو وروسته، د هند اصلي ټیک کارکوونکي پر ضد غبرګونونه رامنځته شوي او د ایستلو غوښتنې راپورته شوې، ځکه امریکایي چارواکي دغه پېښه څېړي

March 12, 2026

**امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ: په طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د نیولو خطر شته او د سفر بندیز جاري دی

March 12, 2026

د طالبانو یو دیني عالم د پاکستان پر ضد فتوا صادره کړې، چې له امله یې د سرحدونو پورې غاړه د وسله‌وال فعالیتونو او د سیمې د بې‌ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

March 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *