اسلام آباد کښې امن و امان صورتحال په حواله اجلاس ته وينا په وخت وفاقي داخله وزير محسن نقوي وئيلي دي چې محرم الحرام دوران ټول ملک کښې امن ټينګ ساتلو لپاره موثره اقدامات شويدي، د هغه وينا وه چې د محرم مياشت دوران ملک کښې مذهبي يو والې او قيام امن لپاره دې عالمان خپل کردار ادا کړي ۔
داخله وزير په خېبرپښتونخوا کښې د بدامنۍ پيښو کښې اضافه باندې د تشويش اظهار کړېدے،وئيلي ئي دي چې د اولس د کومک نه بغير ترهه ګري نشي ختميدې د دې د مکمل خاتمے لپاره د شرخوښو سهولت کار ختمول ضروري دي ۔
د محسن نقوي وينا وه چې د وزيراعظم شهباز شريف او د فيلډمارشل عاصم منير په کوششونو د اسرائيل او ايران ترمينځ روان جنګ ختم شوي وو۔ داخله
وزير زياته کړه چې معرکه حق دوران هند ته داسې شکست ورکړي شوېدے چې آئنده لپاره به د پاکستان خلاف جارحيت ونه کړي، محسن نقوي د پاکستان او هند جهګړې دوران عامه آبادۍ باندې حملو په حواله د هند د واکمنو دعوې مسترد کړيدي او وئيلي ئي دي چې پاکستان د هند په پوځي تنصيباتو او تيلو په ډپو حملې کړې وې ولې د هند لخوا داغلې شوي ټول ميزائيلې هدف ته نه دي رسيدلې دې، جنګ کښې دښمن پوځ ته لوئي نقصان رسيدلې دې الوتکې ئې هم راګوزار کړي شويدي ۔