تازه خبرونه

باجوړ کښې بمي چاودنه، اسسټنټ کمشنر فيصل اسماعيل،تحصيلدار وکيل او دوه پوليس اهلکارو بشمول پنځه تنه شهيد، يوؤلس کسان ژوبل

چاودنه په ناواګۍ روډ رامخې ته شوې وه ،چاودنې لوجې يو ګاډې په مکمله توګه تباه شوې
د باجوړ ناواګۍ اسسټنټ کمشنر په ګاډي چاودنه،درنه مرګ ژوبله

باجوړ بيا په وينو رنګ،بمي چاودنه کښې 5 تنه شهيد

ډي پي او وقاص رفيق بيان ترمخه د باجوړ ضلع کښې په ناواګۍ روډ صديق پهاټک سره نزدې سرکاري اهلکارو په ګاډي بمي چاودنه شويده ۔ چاودنې لوجې ګاډي کښې ناست د ناواګۍ اسسټنټ کمشنر فيصل اسماعيل، تحصيلدار وکيل، پوليس کانسټيبل رشيد او صوبيدار نور حکيم شهيد شوېدے ۔يو عام تن هم دې چاودنه کښې شهيد شوي او يوؤلس نور کسان ژوبل شويدي۔ د چاودونې شهيدان او ژوبل کسان خار هسپتال ته منتقل کړي شويدي ۔

چاودنې نه پس مشير صحت احتشام علي د باجوړ هسپتالونو کښې ايمرجنسي نافذ کړيده او د هسپتالونو عملې ته د چمتو اوسيدو هدايت ئي کړېدے ۔

د باجوړ غمژنه پيښه په داسې مهال رامخې ته شوې چې د خېبر پښتونخوا په زياتره سيمو په خصوصي توګه شمالي،جنوبي وزيرستان، کرک ،بنو او لکي مروت کښې امنيتي صورتحال خراب شوېدے او تير څو ورځو راهسې په سيکيورټي فورسز حملې سيوا شويدي، صدر آصف علي زرداري ،وزيراعظم شهباز شريف،داخله وزير محسن نقوي ،د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي او وزيراعلي علي امين ګنډا پور د باجوړ چاودني مذمت کړې او پيښه کښې په ځاني زيان ئې د افسوس اظهار کړېدے، خپل بيانونو کښې حکومتي مشرانو وئيلي دي چې د ترهه ګرو دا قسمه بزدلانه کارروائۍ ملک نه د ترهه ګرۍ د خاتمے لپاره د سيکيورټي فورسز او د اولس حوصلې نشي کمزورې کولې ۔

ملک دښمنه عناصرو او د دوي د سهولت کارو خلاف به د سيکيورټي فورسز عمليات جاري وي

Related Articles

د عملیاتو “غضب للحق” تازه جګړه کې افغان طالبانو ته سخت جاني او مالي زیان رسېدلی؛ تر ۴ مارچ پورې ۴۸۱ جګړه ماران وژل شوي او سلګونه پوځي پوستې تباه شوي دي

March 5, 2026

غیر تصدیق شوي راپورونه وایي چې ځینې مشران د خپلو کورنیو سره خوندي سیمو ته تللي دي

March 5, 2026

مخکې د لوړې محکمې قاضي رچرډ اسپیرمین په هتک عزت دوسیه کې د بریګیډیر (ر) راشد نصیر په حق کې فیصله کړې وه

March 5, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *